تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سرطان نړیواله ورځ: افغانستان کې تېر کال د سرطان له ۴۰ زرو ډېر ناروغان روغتونونو ته تللي
- Author, هدایتالله همیم
- دنده, بيبيسي
د سرطان نړیوالې ورځې په مناسبت- چې نن چارشنبه (فبروري څلورمه/سلواغه ۱۵مه) ده، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي په تېر یوه کال کې افغانستان کې د سرطان له ۴۰ زرو ډېرو ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هر کال په دې هېواد کې د سرطاني ناروغیو لسګونه زره نوې پېښې ثبتېږي.
په ورته وخت کې کابل کې د سرطاني ناروغیو په تړاو د عامه پوهاوي جوړه شوې غونډه کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ځینو چارواکو او د روغتیا نړیوال سازمان یوه استازي ویناوې کړې دي.
ددغه وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي وویل، پر وخت د سرطان ناروغۍ درملنه د مخنیوي وړ ده، په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملي تازه پرانیستل شوي تخصصي روغتون د سرطان د تشخیص او درملو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
نوموړي وویل، سرطان ناروغي نه یوازې د ناروغ د سخت کړېدو لامل ګرځي، بلکې پر کورنیو او ټولنو یې د تشخیص او درمللو بار ډېر دروند دی، چې د لګښتونو لپاره یې ان خلک د خپلو شتمنیو خرڅولو ته اړایستل کېږي.
'افغانستان کې د کیمیاوي وسلو کاروونکي باید تاوان ورکړي'
یاده غونډه کې د دغه وزارت یوه بل چارواکي محمد طاهر حلیم وویل، هغه کسان چې په افغانستان کې یې کیمیاوي وسلې کارولې دي، باید د رامنځ ته شویو زیانونو تاوان ورکړي.
"موږ ته هغه ناروغان هم مراجعه کوي، چې د بمونو چاودلو له کبله ټپیان شوي او په سرطان ناروغۍ اخته شوي دي."
د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسول ډاکټر محمد داود میرکی وویل، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړو پرمهال د بهرنیانو له لوري د یورانیمي وسلو استعمال د سرطاني ناروغیو شمېر زیات کړی دی.
ده وویل، چې د سرطان ناروغۍ ډېروالی د معاصر ژوند له شرایطو سره تړاو لري، "معنا دا کله چې خلک په کلیو کې اوسېدل او طبیعي خواړه یې خوړل، دا ناروغي ډېره نه وه"، خو کله چې دده په ټکو ژوند د عصریتوب لوري ته ولاړ، پروسس شوي خواړه خوړل ډېر شول، د سرطان په ګډون ناروغۍ هم ورسره زیاتې شوې.
"که موږ خپل پخواني کلیوال ژوند ته وګورو، عادي خواړه به مو خوړل، تر ډېره سابه او کورت او نور څه، کله چې عصري ژوند ته راغلو په خوړو کې کیمیاوي مواد او پروسس شوي مواد ګډ شول، بېلابېل څښاکونه په کې ورګډل شول، دا ددې لامل ګرځي چې بدن کې زهري مواد ډېر او د سرطان په شمول د ناروغیو لامل وګرځي".
ښاغلي میرکي وویل، چاپېریالي ککړتیا او زهري مواد هم د سرطان لامل ګرځي "په ټوله نړۍ کې د امریکا ځینې الوتکې ګرځي او د المونیم په ګډون ځانګړي کیمیاوي مواد خپروي، چې د خلکو پر ژوند تاثیر او د انسان پر ژوند منفي اغېز کوي."
تر اوسه لا خو روښانه نه ده چې د افغانستان په کومو سیمو کې کیماوي وسلې کارول شوي او دا چې په دې تړاو خپلواکې څېړنې نه دي شوي. په تېر کې د حګړه ځپلو سیمو اوسېدونکو ویلي وو چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له لوري په ځينو سیمو کې بم غورځېدنې د دې لامل شوي چې اغېز یې د سیمې پر خلکو پاتې شي. د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې امریکا تر ټولو ستر نا اتومي بم د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر پټنځایونو وغورځاوه چې وروسته یې ترې په اچین ولسوالۍ کې یو شمېر خلکو د روغتیايي اغېزو خبره کړې وه خو د روغتیايي بنسټونو له لوري ډېر جزیات خپاره نه شول.
افغانستان کې د لسیزو جګړو له پاتو اغېزو او د اسانیو کمي د سرطاني ناروغیو په ګډون د ډېرو ناروغیو درملنه سخته کړې ده. په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې کابل کې یې د سرطاني ناروغیو یو روغتون پرانیستی چې د خلکو لپاره یوه هېله کېدلی شي خو د ښځو د کار او زده کړو له امله د طالبانو پر حکومت نړیوال بندیزونه او ګوښي پاتې کېدو یې د هېواد روغتیايي اډانه سخته ځپلې ده.
دغلته د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره داسې خصوصي ادرسونه هم نشته چې افغانان دې اړ نه شي له هېواده بهر په درملنه او تشخیص پسې ووځي.
د سرطان ناروغۍ ځینې لاملونه
ډاکټر میرکي وايي، د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې د روغتیايي ستونزو پر وخت د حل لپاره اسانتیاوې نه وي، د سرطان په شان ناروغۍ پکې خپلې جرړې غځوي او تر داسې پړاو ته رسېږي چې بیا یې درملنه ناممکنه وي.
نوموړی وايي، په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې د سرطان ناروغۍ پېښې په چټکۍ ډېرې شوې دي، چې نوموړی یې لاملونه په لاندې ډول ګڼي:
- اوږده جګړه
- بېځایه کېدل
- د چاپېریال ککړتیا
ډاکټران سګرټ څکول، ناسم خواړه، چاغوالی او لږ بدني فعالیت هم د سرطان ناروغۍ له لاملونو ګڼي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني هم وویل هڅه یې دا ده چې دغه وزارت د سرطاني ناروغیو تخصصي خدمات وړاندې کړي او د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره معیاري سیستمونه رامنځته کړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د سرطاني ناروغیو د درملنې او مبارزې لپاره یاده ناروغي باید پر وخت تشخیص شي او په دې برخه کې عامه پوهاوی مهم رول لري.
"علمي څېړنې دا څرګندوي، که د سرطان ډېر ډولونه په لومړنیو پړاوونو کې تشخیص شي؛ نو د درملنې چانس یې ډېر دی".
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی مشر ډاکټر نثار احمد نیازي وویل، د زړه له ناروغیو وروسته په نړۍ کې د مړینو لوی لامل د سرطان ناروغي ده. "د سرطان پر وخت تشخیص او درملنه د مړینې کچه راکموي او د ژوند ژغورنې کچه لوړي."
ښاغلي نیازي دا هم وویل "هغه مؤسسې او خیریه بنسټونه چې د سرطان مخنیوي برخه کې یې ژمنې کړي، خپلې ژمنې دې پوره کړي او د روغتیا خوندیتوب برخه کې دې خپل انساني، ایماني او ملي مسؤلیت ادا کړي".
د سرطان ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي دې غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر مینول دلارا وویل، د روغتیا نړیوال سازمان تر اوسه ۶۰ روغتیايي کارمنان د طبي انکولوژي او پلیټیف پاملرنې برخو کې روزلي، چې جراحۍ انکولوژي هم په کې شامله ده او یاده لړۍ دوام لري.
نوموړي وویل، "موږ ژمن یو چې د پوهاوي لوړولو، وختي تشخیص او له سرطان د پاک راتلونکي لپاره هیلې رامنځته کړو. دا موخه د مخنیوي، سکریننګ، کیموتراپي درملو ته د لاسرسي او د طبي، جراحي انکولوژۍ، کیموتراپي او تسکیني پاملرنې په برخو کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې ترلاسه کوو".
کابل کې د سرطاني ناروغيو ۲۰۰ بستریز روغتون
څو ورځې وړاندې (سلواغه نهمه/ جنوري ۲۹مه) کابل کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو، چې په دې سره د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب د لوی ريس ډاکټر وحدت الکوزي په وینا، د هېواد په زونونو (سیمه ییزو روغتونونو) کې د سرطان د تشخیص او درملنې ځانګړي ۵۰ بستریز روغتیایي مرکزونه هم پرانیستل شوي او خدمات یې پیل کړي دي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ډاکټر اېډوین سنېزا سلوادور وویل، اوس به د سرطان هغو ناروغانو ته چې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته تلل، په هېواد کې دننه تر یو چت لاندې چوپړونه وړاندې کېږي:
"له ډېر وخت راهیسې په افغانستان کې د سرطان ناروغان له ګڼې ګوڼې ډکو روغتیايي مرکزونو او محدودو خدمتونو سره مخامخ وو، ډېری وخت به اړ کېدل چې له خپل کوره ليرې یا ان له هېواده بهر د درملنې لپاره سفر وکړي. نن موږ د دې حالت د بدلون لپاره یو مهم ګام واخیست، اوس په دې روغتون کې ناروغانو ته د کیموتراپي، جراحي آنکولوژي، لابراتواري او رادیولوژیکي خدمات ټول تر یوه چت لاندې وړاندې کېږي".
'هر کال افغانستان کې له ۲۴ زرو ډېر کسان په سرطان اخته کېږي'
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچاو) په یوه څېړنه کې ویلي، چې په افغانستان کې هر کال له ۲۴ زرو ډېر کسان په سرطان اخته کېږي، چې له دې ډلاې له ۱۶ تر ۲۰ زرو پورې ناروغان مري.
په یاده څېړنه کې ویل شوي چې تر ۲۰۲۴ کاله افغانستان کې د سرطان د بېلابېلو ډولونو د ناروغانو شمېر پنځو سوو زرو کسانو ته رسېدلی و.
په افغانستان کې په ښځو کې د سینې یا تیو، رحم، معدې او خولې او په نارینه وو کې د معدې، مرۍ، سږو او خولې سرطانونه عام بلل کېږي.
رپوټ: هر کال اوه میلیونه د سرطان پېښې د مخنیوي وړ دي
د لومړي نړیوال تحلیل له مخې، هر کال د شاوخوا اوه میلیونه کسانو سرطان مخنیوی کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ساینسپوهانو راپور اټکل کوي چې د سرطان ۳۷٪ پېښې د انتانونو، د ژوند د طرز انتخابونو او چاپېریالي ککړتیاوو له امله رامنځته کېږي، چې مخنیوی یې ممکن دی.
په دې کې هغه د رحم سرطانونه هم شامل دي چې د انساني پاپیلوما وایرس (HPV) له انتان څخه پیدا کېږي او واکسین کول یې مخه نیولی شي، همدارنګه هغه ګڼ تومورونه چې د سګرټو د لوګي له امله رامنځته کېږي.
څېړونکو ویلي دا راپور ښيي چې د میلیونونو خلکو د ژوند د بدلولو لپاره یوه "قوي موکې" شته.
ځینې سرطانونه حتمي دي - یا ځکه چې زموږ په DNA کې هغه زیانونه ورو ورو جمع کېږي چې له عمر سره یې مخنیوی نه شي کېدای، او یا دا چې موږ داسې میراثي جینونه لرو چې د سرطان خطر زیاتوي.
خو څېړونکې ډاکټره ایزابل سورجومترم وویل: "خلک هغه وخت حیرانېږي چې اوري نژدې له هر لسو سرطانونو څلور یې د مخنیوي وړ دي"، ځکه دا "یو ډېر لوی شمېر" دی.
د سرطاني څېړنې نړیوالې ادارې- چې د روغتیا نړیوال سازمان برخه ده، ۳۰ داسې د مخنیوي وړ عوامل څېړلي چې د سرطان خطر زیاتوي.
په دې کې سګرټ څکول او د الټرا وایلیټ (UV) وړانګې شاملې دي چې په مستقیم ډول DNA ته زیان رسوي؛ همدارنګه چاغوالی او کم فزیکي فعالتیا چې په بدن کې التهاب او هورموني بدلونونه رامنځته کوي او د سرطان خطر لوړوي؛ او د هوا ککړتیا چې کولای شي پټې پاتې سرطاني حجرې بېرته فعاله کړي.