تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا وايي، د ایران بې پیلوټه الوتکه یې ویشتلې ده
- Author, ايان اېکمن
د امریکا پوځ وايي د سې شنبې په ورځ یې د ایران یوه ډرون یا بې پيلوټه الوتکه هغه مهال ويشتلې چې په عرب سمندر کې د دوی ابراهام لېنکن جنګي بېړۍ پر لور ور روانه وه.
د امریکا د مرکزي قوماندې وياند ټېم هاوکېز وویل، له ابراهام لېنکن جنګي بېړۍ پورته شوې يوې اېف ۳۵سي ډوله ډرون الوتکې د دفاع په موخه د ایران بې پيلوټه الوتکه وويشله.
نوموړي وويل، بېړۍ د ایران له ساحله شاوخوا ۸۰۰ کيلومتره لرې وه چې د ایران ډرون الوتکه ورته نژدې شوه. د امریکا تجهيزاتو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د تهران او واشنګټن تر منځ ګړکېچ لوړې کچې ته رسېدلی او امریکا په سیمه کې د خپل پوځي حضور د زیاتولو هڅې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که له ایران سره د اټومي پروګرام د محدودولو لپاره یوې هوکړې ته ونه رسېږي، پوځي ګام به پورته کړي.
نوموړي وړاندې په ایران کې د حکومت له خوا د لاريونوالو د ځپل کېدو پر مهال هم د پوځي مداخلې ګواښ کړی و.
د ایرانۍ بې پيلوټه الوتکې تر ويشتل کېدو وروسته، د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين لیوېټ فاکس نيوز ته وويل، چې ټاکل شوې د امریکا او ایران تر منځ خبرې اترې د دې اوونۍ په وروستيو کې ترسره شي.
نوموړې زياته کړه، ټرمپ "تل د ډېپلوماټيکې لارې د لومړیتوب پلوی دی" خو دا یې هم وويل چې هغه "تل د پوځي ځواک کارولو په ګډون بېلابېل غوراي په مخ کې لري."
د ایران روحاني مشر ايت الله علي خامنه ای وړاندې خبرداری ورکړی و چې پر هېواد به یې هر ډول بريد "سيمه يیزه جګړه" راوپاروي.
تهران د سې شنبې په ورځ د ويشتل شوې بې پيلوټه الوتکې د پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
همدا ډول د امریکا پوځ ويلي چې په یوه جلا پېښه کې د سې شنبې په ورځ د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو د هرمز تنګي کې د امریکا سوداګريزې بېړۍ ته ستونزې جوړې کړې دي. دا تنګۍ د نړۍ د تېلو د لېږد تر ټولو بوخته لار ده.
ټېم هاوکېنز وايي، پوځي ملاتړ وضعيت "ارام کړ" او تېل وړونکې بېړۍ په خوندي ډول روانه شوه.
همدارنګه د سې شنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ ویاندې وويل، د امریکا ځانګړی استازی سټيو وېټکاف به د سپينې ماڼۍ په استازيتوب له ایران سره په خبرو اترو کې ګډون وکړي.
امریکایي رسنيو وړاندې ویلي وو چې، نوموړی به د جمعې په ورځ په استانبول کې د ایران د بهرنيو چارو له وزير عباس عراقچي سره وګوري. د مصر، عمان، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزيران هم دې غونډې ته وربلل شوي دي.
خو وروسته د امریکا خبری وېبپاڼې اېکسيوس د دوو سرچينو له قوله راپور وکړ چې تهران غوښتل د غونډې ځای عمان ته ولېږدول شي او يوازې ايراني او امریکايي چارواکي په کې ګډون وکړي.
له دې وړاندې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، "په دې شرط چې یو مناسب چاپېریال موجود وي"، ایران چمتو دی له امریکا سره خبرې اترې وکړي.
واشنګټن په پرلپسې ډول پر ايران د تېر کال هغو بريدونو يادونه کړې چې د ټرمپ په وینا د اټومي بډاينې تاسيسات یې "په بشپړه توګه له منځه وړي" دي.
ډونلډ ټرمپ ګوتڅنډنه کړې چې نوي بریدونه به "له هغو هوايي بریدونو ډېر بد" وي چې د تېر کال جون کې د اسرائیلو او ایران تر منځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال وشول.
اسرائیلو هم هغه مهال د ایران اټومي تاسيسات، ساينسپوهان او همدارنګه پوځي قومندانان او د توغنديو زېرمې په نښه کړې.
ایران ټينګار کوي چې اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه سوله ييز دی او د اټومي وسلو جوړول ردوي.