جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل

"زه جنسي ښکاري نه یم، زه یو سرغړونکی یم". دا خبره جېفري اېپسټين په ۲۰۱۱ کال کې نيويارک پوسټ ورځپاڼې ته کړې وه. "دا داسې دی لکه د يوه قاتل او د وچې ډوډۍ د غل تر منځ توپير".

اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر ۱۰مه د نيويارک د يوه زندان په کوټه کې ومړ. نوموړی د جنسي قاچاق د تورنو له کبله له ضمانت پرته محاکمې ته په انتظار و.

دی څه باندې لس کاله وروسته له هغه ومړ چې له یوې کم عمره نجلۍ د فحشا غوښتنې په جرم محکوم شوی او له همدې کبله د جنسي مجرم په توګه ثبت شوی و.

وروسته پرې تور ولګېد چې د جنسي اړیکو لپاره یې د کم عمره نجونو "یوه پراخه شبکه" چلوله. خو ده ځان بې ګناه باله.

د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د امریکا د کانګرېس دواړو مجلسونو په پراخ اکثريت سره د اېپسټين د دوسيو د رونټيا قانون تصويب کړ. وروسته ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه لايحه لاسليک کړه چې له مخې یې د عدليې وزارت ته امر وشو چې د ډسمبر تر ۱۹ مې د اېپسټين په اړه د ترسره شویو جنايي څېړنو ټول اسناد خپاره کړي.

د جنورۍ پر درېيمه د امریکا د عدليې وزارت له خوا میليونونه اسناد خپاره شول. په يوه ويډيو کې اېپسيټن ليدل کېږی چې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه ځان شيطان ګڼي، وايي، "زه یوه ښه هېنداره لرم".

بشپړه ويډيو چې نژدې دوه ساعته ده، ليدل کېږي چې هغه د يوه مرکچي پوښتنې ځوابوي. دا لا نه ده معلومه چې پوښتنې څوک کوي او ویډيو کله او ولې ثبت شوې ده.

د امریکا مرستيال لوی څارنوال ټاډ بلانچ وويل، د جمعې ورځې د اسنادو خپرېدو سره د يوې اوږدې او بشپړې بياکتنې پروسه پايته ورسېده.

خو فعالان چې د اپوزسيون د ډېموکراټانو ځينې غړي هم په کې شامل دي، استدلال کوي چې وزارت له مناسب دلیل پرته ډېر اسناد پټ ساتلي دي.

هغه مواد چې تراوسه د امریکايي چارواکو له خوا خپاره شوي، په هغو کې د اېپسټين او د هغه شاوخوا ځواکمنو خلکو په اړه توضيحات شته.

"عالي سړی"

اېپسټين چې په نيويارک کې زيږېدلی او لوی شوی په ۱۹۷۰مو کلونو کې یې د دې ښار په ډالټن شخصي ښوونځي کې د رياضي او فزيک درس ورکاوه. ده خپله هم په پوهنتون کې فزيک او ریاضي لوستې وه خو له پوهنتونه نه و فارغ شوی .

ويل کېږي چې د يوه زده کوونکي پلار تر دې کچې ترې اغېزمن شوی و چې اېپسټين یې د وال سټريټ بانک د پانګونې له يوه لوړ پوړي شريک بېير سټارنز سره معرفي کړ. دی په څلورو کلونو کې دننه هلته شريک شو او تر ۱۹۸۲ پورې یې خپله کمپنۍ (جې اېپسټين انډ کو) جوړه کړه

دغه شرکت د خلکو له يو میليارد ډالرو زيات شتمنۍ په بريالۍ توګه سمبالوله. اېپسټين ژر د خپلې شتمنۍ لګول پیل کړ، په فلوریډا کې یې یوه ماڼۍ وپېرله، په نيو مکسيکو کې یې يو فارم واخیست او د راپورونو له مخې په نيويارک کې یې لوی کور وپېره او له مشهورو څېرو، هنرمندانو او سياستوالو سره یې راشه درشه پيل کړه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۰۲ کال کې نيويارک مجلې ته ويلي وو، "زه جېف له ۱۵ کلونو راهيسې پېژنم. یو عالی سړی دی... له هغه سره وخت تېرول ډېر خوند لري. ان دا هم ويل کېږي چې هغه ښکلو ښځو ته دومره لېواله دی لکه زه، او ډېرې یې ځوانې دي".

"دې کې هېڅ شک نشته چې جېفري خپل ټولنيز ژوند خوښوي".

وروسته ولسمشر ټرمپ وويل چې له هغه سره یې اړيکې د ۲۰۰۰مو کلونو په پيل کې خرابې شوې، يعنې څو کاله له هغه وړاندې چې اېپسټين په لومړي ځل ونيول شو. نوموړی تل د اېپسيټن په اړه هر ډول ناسمه کړنه ردوي.

سپينې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ يو ځل "څو لسیزې وړاندې" له ښځينه کارکوونکو سره د ناوړه چلند له کبله اېپسيټن له خپل کلبه ايستلی وه.

ټرمپ خپله هم ويلي چې اېپسټين د هغه مارا لاګو سپا کلب څخه یې يوه ځوانه مېرمن "بېولې" وه او دې کار د دوی ملګرتيا پايته ورسوله.

د ډونلډ ټرمپ تر څنګ اېپسټين له يو شمېر نورو لوړپوړو او مشهورو کسانو سره هم ملګري لرله چې دا د دغو کسانو له خوا د کومې ناسمې کړنې په معنی نشي تعبيرېدلی.

اېپسټين په ۲۰۰۲ کال کې پخوانی امریکایی ولسمشر بېل کلېنټن او فلمي لوبغاړي کېون سپېسي او کرېس ټکر افریقا ته په يوه ځانګړې شخصي الوتکه کې بوتلل. په ۲۰۰۳ کال کې یې له هارورډ پوهنتون سره ۳۰ میليونه ډالره مرسته وکړه.

بېل کلېنټن او د هغه مېرمنې هېلري کلېنټن چې د امریکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره ده، موافقه کړې چې د اېپسټين په اړه د کانګرېس په پلټنو کې به شاهدي ورکوي.

جېفري اېپسيټن د بریتانيا له سیاستوال پيټر منډلسن سره هم ملګرتيا لرله. منډېلسن وايي په دې ملګرتیا پښېمانه دی او له همدې کبله یې په ۲۰۲۵ کال کې امریکا ته د سفير په توګه خپله دنده له لاسه ورکړه. نوموړي وروسته له کارګر ګونده هم استعفا وکړه.

د وروستیو اسنادو له خپرېدو سره د بریتانيا پوليسو د هغو ادعاو بياکتنه پيل کړې چې منډېلسن په ۲۰۰۹ کال کې د سوداګرۍ د وزير په توګه د دندې پر مهال له اېپسټين سره حساس دولتي معلومات شريک کړي دي.

د اېپسيټن په دوسيو کې د شته اسنادو له مخې، منډېلسن، اېپسټين ته خبر ورکړی و چې اروپايي ټولنه به د يورو د ژغورلو لپاره د ۵۰۰ میليارده يورو د مرستې ټولګه اعلان کړي.

سره له دې چې اېپسټين له ځینو مشهورو کسانو سره ملګرتیا لرله، هغه هڅه کوله چې خپل شخصي ژوند پټ وساتي او ویل کېږي په ټولنيزو محفلونو او د رستورانتونو په مېلمستیاو کې به یې ګډون نه کاوه.

نوموړي له ځينو ښځو سره اړيکې لرلې، لکه د مېس سویډن ګټونکې ايوا انډرسن ډوبين او کلېسن مکسوېل چې د خپرندوی رابرټ مکسوېل لور وه خو هغه هېڅکله واده نه و کړی.

د ټېفني انډ کو پخوانۍ مشرې روسا مونکټن په ۲۰۰۳ کال کې وينټي فېير مجلې ته ویلي وو چې اېپسټين "مرموز" انسان دی.

نوموړې ويلي وو، "ته داسې فکر کوې چې هغه پېژنې خو بيا د پياز د پوستکي په څېر، لاندې ترې يو بل څه راڅرګندېږي. هغه چې ته وينې، هغسې نه دي".

محکوميت او د اعتراف تړون

په ۲۰۰۵ کال کې د فلوريډا ايالت کې د يوې ۱۴ کلنې نجلۍ مور او پلار پوليسو ته وويل چې اېپسټين د پام بيچ په خپل کور کې د دوی لور ځورولې ده. پوليسو د پلټنو پر مهال د هغه په کور کې د نجونو ګڼ انځورونه وموندل.

د میامي هېرالډ په نامه امریکایۍ رسنۍ راپور ورکړ چې د کم عمره نجونو پر وړاندې د هغه ناوړه چلند څو کاله پخوا پیل شوی و.

د پام بيچ د پوليسو مشر مايکل راټر، يادې رسنۍ ته ويلي وو، "دا داسې حالت نه و چې دې ويلي او يا ده ويلي. دا د پنځوسو تنو خبره وه. ټولو نجونو او يوه هلک يو ډول خبره کوله".

د نيويارک مجلې ته کالم ليکونکي مايکل وولف ويلي وو، "هغه هېڅکله د نجونو په اړه نه پټوله". "يو وخت چې کله د هغه ستونزې پیل شوې. له ما سره یې خبرې کولې او ویل یې: 'څه ووايم، زما کم عمره نجونې خوښېږي'. ما ورته وويل: کېدای شي ووايې چې ځوانې مېرمنې مې خوښېږي".

خو په ۲۰۰۸ کال کې څارنوالانو ورسره جوړجاړی وکړ. ښايي ده ته د عمري بند سزا ورکړل شوې وای خو پر ځای یې د ۱۸ میاشتو بند سزا ورکړل شوه چې تر يوه ځانګړي حالت سره په اوونۍ کې شپږ ورځې ۱۲ ساعته دفتر ته د تګ اجازه ورکړل شوه او ۱۳ میاشتې وروسته له بنده ازاد شو.

ميامي هېرالډ راپور ورکوي چې فدرالي څارنوال الکساندر اکوسټا داسې هوکړه وکړه چې د اېپسټين د جرمونو پراخوالی یې پټ کړ او د اېف بي ای هغه پلټنه یې بنده کړه چې ښايي ځواکمن کسان په کې ښکېل وي او نور قربانیان هم موجود وي. يادې رسنۍ دا موافقه د "پېړۍ جوړجاړۍ" وباله.

اکوسټا د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د دغې رسوايۍ له کبله استعفا ورکړه خو خپله کړنه یې داسې توجیه کړه چې لږترلږه اېپسټين خو يو څه موده په زندان کې تېره کړه.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې اېپسټين په نیویارک د درېیمې کچې د جنسي مجرم په توګه ثبت شوی و. خو له محکوميت سربېره هم اېپسټين خپل ملکيتونه او شتمنۍ وساتلې.

د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د بریتانيا د ملکې الېزابت دويمې درېيم اولاد انډور ماونبټن وېنزر چې د شهزاده انډور په نامه پېژندل کېږي د نيويارک په سنټرل پارک کې یې له اېپسټين سره يو ځای عکس جنجالي شو.

انډريو چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې اېپسټين پېژانده، د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې وويل چې په ۲۰۱۰ کال کې نیويارک ته تللی و چې له هغه سره ملګرتيا پایته ورسوي. ده وويل چې د هغه په کور کې د پاتې کېدو له کبله پښېمانه دی.

د هغو برېښناليکونو له مخې چې په ۲۰۱۱ کال کې ليکل شوي او څو کاله وروسته راڅرګند شول، انډريو له اېپسټین سره له هغه چې ده منلې تر ډېرې مودې پورې اړیکه ساتلې وه. انډريو په ۲۰۲۵ کال کې له خپلو شاهي لقبونو او امتیازونو بې برخې شو.

يوه مېرمن چې پر اېپسيټن یې تور لګولی او د ويرجينیا جيوفري په نامه یادېږي ادعا کړې چې د ۲۰۰۰مو کلونو پر مهال چې ۱۷ کلنه وه له انډريو سره جنسي اړيکې ته اړ ايستل شوې وه.

انډريو په کلکه د جنسي اړيکې دا خبره رد کړې ده او ويلي یې دی چې په لندن کې د دوی د ګډ عکس په تړاو هېڅ په ياد نه لري.

خو په ۲۰۲۲ کال کې هغه د يوې دعوا چې د جنسي تېري تور پرې لګېدلی و، د هواري لپاره اغلې جيوفري ته ميليونونه ډالر ته ورکړل.

د انډريو د پخوانۍ مېرمنې سارا فرګوسن او اېپسټين تر منځ د ملګرتيا په اړه هم جزيات خپاره شوي.

د فرګوسن خیريه بنسټ ساراز ټرسټ وروسته له هغه چې برېښناليکونه رابرسېره شول اعلان وکړ چې "تر نامعلومې مودې" به کارونه وځنډول شي.

اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د جولای پر شپږمه هغه مهال چې په خپله شخصي الوتکه کې له پاريسه نیويارک ته ستنېده ونيول شو.

ویل کېږی څارنوالانو غوښتل چې د هغه د نيویارک ماڼۍ چېرته چې ځينې ادعا شوي جرمونه ترسره شوي، ضبط کړي.

اېپسټين تل هر ډول ناسمې کړنې رد کړې او پر هغه لګېدلي تورونه یې ناسم بللي دي.

وروسته له دې چې محکمې ضمانت ور نه کړ، هغه د نيويارک په مېټرو پولېټن کرېکشنل سنټر کې بندي شو. د جولای په میاشت کې د لنډې مودې لپاره پر غاړه د تپونو له کبله روغتون ته یوړل شو. د زندان چارواکو او د هغه وکيلانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

د جولای پر ۳۱ مه په وروستۍ محاکمه کې روښانه شوه چې هغه به لږترلږه يو کال په زندان کې تېروي او محاکمه به د ۲۰۲۰ کال تر اوړي پورې نه ترسره کېږي. څارنوالانو د چټکې محاکمې غوښتنه کوله او ويل یې چې دا د عامه ګټو لپاره ده خو اېپسټين د محاکمې له پيلېدو مخکې ومړ.

د مکسوېل محاکمه

د اېپسيټن له مړينې وروسته، د هغه پخوانۍ ملکرې ګېسلېن مکسوېل د رسنيو پام ځان ته راوګرځاوه.

نوموړې د ۲۰۲۰ کال په جولای کې په دې تور ونيول شوه چې د کم عمره کسانو پر وړاندې د اېپسيټن د ناوړه ګټې اخيستنې په بهير کې یې مرسته کړې وه او په داسې حال کې چې پوهېده عمر یې کم دی، د هغوی په جذبولو او چمتو کولو کې یې لاس درلود.

د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې هغه له شپږو تورونو په پنځو کې مجرمه وپېژندل شوه چې تر ټولو جدي یې د کم عمره کس د قاچاق جرم وم.

نوموړې ته د ۲۰ کاله بند سزا واورول شوه. ۶۰ کلنه مکسوېل ښايي د خپل ژوند پاتې برخه په زندان کې تېره کړي.

ويل کېږي چې د بریتانیا له اکسفورډ پوهنتون فارغې مکسوېل، اېپسټين خپلو ډېرو شتمنو او ځواکمنو ملګرو ته ور پېژندلی و چې په هغو کې بېل کلېنټن او انډرو هم شامل وو.

ملګرو یې ویلي چې که څه هم د مکسېول او اېپسټين د مینې اړيکه يوازې څو کاله روانه وه خو دوی تر اوږدې مودې ګډ کار ته دوام ورکړ.

د محکمې په اسنادو کې پخوانيو کارکوونکو ويلي چې مکسېول په پام بيج ماڼۍ کې د مديرې په توګه کار کاوه چې د کارکوونکو څارنه او مالي چارې يې سمبالولې.

په ۲۰۰۳ کال کې د وينټي فېير مجلې سره په مرکه کې اېپسیټن ویلي وو چې مکسوېل معاش اخيستونکې نه وه بلکې د هغه "تر ټولو ښه ملګرې" وه.

د محاکمې پر مهال څارنوالانو ويلي وو چې مکسوېل به ځوانې نجونې نشه کولې چې اېپسټين ترې ناوړه ګټه پورته کړي. خو د هغه مدافع وکیلان استدلال کوي چې د اېپسټين له مړينې وروسته هغه د "قربانۍ پسه" ګرځول شوې ده.

خو له محاکمې وروسته مکسوېل پښېماني ښودلې وه او ویلي یې وو، "زما د ژوند تر ټولو لویه تېروتنه دا ده چې ما له جېفری اېپسټين سره وليدل".

نوموړې زياته کړه، "نن ورځ په اصل کې د اېپسټين په اړه نه ده. دا زما د سزا ټاکلو او په محکمه کې زما سره د قربانیانو د مخامخ خبرو ورځ ده. زه د هغه درد له کبله بښنه غواړم چې تاسو تجربه کړی. هيله لرم چې زما محکوميت او زما بندي کېدل به تاسو ته سکون درکړي".

د مکسوېل وکيلانو د پرېکړې پروړاندې د استيناف غوښتنه وکړه او ویې ويل چې دا بايد هېڅکله نه وای محکومه شوې خو دا غوښتنه د امریکا سترې محکمې رد کړه.