تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام؛ هند له افغانستانه په اووو وېکټو نیمه پای‌لوبه وګټله او پای‌لوبې ته ووت

د ۱۹ کلونو د کرېکټ په نړيوال جام کې هند له افغانستانه پای‌لوبه په اووو ویکټو وګټله او د دغه جام پای‌لوبې ته یې لار وکړه. افغانستان لومړۍ توپ‌وهنه کړې وه او هند ته یې ۳۱۱ منډې هدف ټاکلی و چې هند په ۴۱ اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو سره ورته پوره کړ.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, هند له افغانستانه په اووو وېکټو نیمه پای‌لوبه وګټله او پای‌لوبې ته ووت

    د ۱۹ کلونو د کرېکټ په نړيوال جام کې هند له افغانستانه نیمه پای‌لوبه په اووو وېکټو وګټله او د دغه جام پای‌لوبې ته یې لار وکړه.

    افغانستان لومړۍ توپ‌وهنه کړې وه او هند ته یې ۳۱۱ منډې هدف ټاکلی و چې هند په ۴۱ اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو سره ورته پوره کړ.

  2. , د هند درېیمه وېکټ وغورځېده

    وحید الله ځدراڼ هندی توپ‌وهونکی ارون جورج وسوځاوه.

    ارون نن د هند ۱۹ کلنو ته تر ټولو ډېرې ۱۱۵ منډې وکړې خو بلاخره د وحید الله ځدراڼ په توپ نظیف الله امیري کېچ کړ.

  3. وروستی, هندي توپ‌وهونکي ارون جورج سلیزه پوره کړه

    د افغانستان او هند ترمنځ د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام په روانه نيمه‌پایلوبه کې هندي توپ‌وهونکي ارون جورج سلیزه ووهله.

    دی د هندۍ لوبډلې د سر لوبغاړی دی او تر اوسه یې خپله ویکټ ساتلې ده. تر دمه یې

    په ۹۵ ‌توپونو ټولټال ۱۰۲ منډې کړې دي او ناسوځېدلی ولاړ دی.

    ارون جوج په نننۍ لوبه کې ۱۳ څلوریزې او دوه شپږیزې هم وهلې دي.

    تر ده وړاندې د هند ۱۹ کلنو لوبډلې کېپتان ایوش مهاترې او سوریاونشي نیمه سلیزې ووهلې.

    هند اوس په ۷۹ توپونو ۳۲ ‌منډو ته اړتیا لري.

  4. نږدې وه چې عزیز خان د هند درېیم لوبغاړی ویهان وسوځوي. که څه هم عزیز خان د ویهان وهلی توپ په خپله کېچ کړ خو وروسته معلومه شوه چې عزیز خان په ویشتنځي کې تر ټاکلې سپینې کرښې پښه اړولې وه او دا "نو بال" شو. له دې سره هند ته یو "فري هېټ" هم ورکړل شو.

  5. هند به د افغانستان ټاکلی ۳۱۱ منډې هدف پوره کړي؟

    د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام په تاریخ کې تر دې وړاندې تر ټولو لوړ هدف ۳۰۵ منډې و چې ترلاسه شوی دی. نو که نن هند افغانستان ته ماتې ورکړي، د دغه جام د تاریخ تر ټولو لوړ هدف به ترلاسه کړي.

    هند اوس په ۱۰۲ توپونو ۶۰ منډو ته اړتیا لري، ۳۳ اوور پای ته ورسېد او هند د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۱ رنزونه کړي دي.

    افغان زلموټو په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۰ منډې وکړې او هند ته یې ۳۱۱ رنزونو هدف وټاکه چې اوس یې هندۍ لوبډله د ترلاسه کولو هڅه کوي.

  6. وروستی, نصرت الله نورستاني د هند بل لوبغاړی هم وسوځاوه

    د افغان ۱۹ کلنو چټک توپ‌اچوونکي نصرت الله نورستاني عمرزي د هند لوبډلمشر ایوش مهاترې وسوځاوه.

    مهاترې د نورستاني پر توپ د شپږیزې په هڅه "لوړ شاټ" وواهه خو بال تر پولې وړاندې عثمان خان کېچ کړ. له دې سره د ایوش مهاترې او ارون جورج ملګرتیا ماته شوه او هند خپله دویمه وېکټ هم وبایلله.

    د هند بل لوبغاړی وایباو سوریاونشي هم د ښاغلي نورستاني په توپ وسوځېد چې عثمان سعادت کېچ کړ.

    نصرت الله نورستاني عمرزي په دې جام کې تر اوسه ۱۴ وېکټې اخیستې دي چې د بالرانو په کتار کې دویم نمبر تر ټولو ډېرې وېکټې دي.

    هند اوس په ۱۳۲ توپونو ۹۲ نورو منډو ته هم اړتیا لري چې د افغان ځوانانو په ټآکل شوي هدف پسې ځان ورسوي.

  7. د هند د ۱۹ کلنو لوبډلمشر ایوش مهاترې هم پنځوسیزه وکړه

    دی له خپل بل همکار لوبغاړي ارون جورج سره توپ‌وهنې ته ولاړ دی چې څو شېبې مخکې هغه هم پنځوسیزه وکړه او دواړو په ګډه تر سلو ډېرې منډې کړې دي.

    افغان لوبغاړي د هغوی د ملګرتیا یا "پارټنرشېپ" د ماتولو هڅه کوي خو تر اوسه نه دي‌ بریالي شوي.

    اوس د ۲۳ اوور په پای کې د هند لوبډلې ۱۸۹ رنزونه کړي دي او یوازې یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړی دی.

  8. هندي توپ‌وهونکي ارون جورج پنځوسیزه وکړه.

    هغه د خاطر ستانکزي په "نوبال" څلوریزه ووهله او نیمه‌سلیزه یا ۵۰ منډې یې پوره کړې.

    لوبډلمشر ایوش مهاترې هم نږدې دی چې پنځوسیزه پوره کړي.

    د هند د ۱۹ کلنو لوبډله اوس په ۱۷۲ منډو ولاړه ده، ۲۱ اوورونه شوي دي او یو لوبغاړی یې سوځېدلی دی.

  9. وروستی, د ۱۹ کلنو نړیوال جام درې مخکښ توپ‌وهونکي؛ فیصل شینوزاده تر ټولو مخکې دی, نورګل شفق/ بي‌بي‌سي، لندن

    پوهېږئ چې د افغانستان فیصل شینوزاده د ۱۹ کلنو د کرېکټ په روان نړیوال جام کې تر ټولو مخکښ توپ‌وهونکی او په اصطلاح "اول نمره" دی؟

    ۱: فیصل شینوزاده/افغانستان

    د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې ښی‌لاسی توپ‌وهونکی فیصل شینوزاده لومړی لوبغاړی دی چې په روان نړیوال جام کې یې د بل هر هېواد له هر لوبغاړي ډېرې منډې جوړې کړې دي.

    ده تر اوسه ۴۳۵ رنزونه کړي چې دوه سلیزې او دوه پنځوسیزې هم پکې شاملې دي.

    ښاغلي شينوزاده د هند پر وړاندې په نننۍ نیمه پای لوبه کې هم سلیزه ووهله او د افغان زلموټو د منډو په زیاتولو کې یې د عزیرالله ترڅنګ مهم رول ولوباوه. دی وروسته په ۱۱۰ رنزونو وسوځېد.

    فیصل شینوزاده اوس د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام د توپ‌وهونکو د نوملړ په سر کې ځای لري.

    ۲: بین ماییس/انګلنډ

    تر شينوزاده وروسته د انګلنډ ښي‌لاسي توپ‌وهونکي یا بېټسمېن بین ماییس هم په روانو لوبو کې ډېرې منډې کړې دي.

    ده ټولټال ۳۹۹ رنزونه کړي چې یوه سلیزه او دوه پنځوسیزې پکې شاملې دي.

    ۳: ویران چمودیتا/سري‌لنکا

    په نوملړ کې درېیم ځای د سري‌لنکا ویران چمودیتا خپل کړی دی. ده تر اوسه ۳۱۰ منډې جوړې کړې دي چې دوه سلیزه هم پکې حساب دي. ښاغلی چمودیتا د سري‌لنکا د ۱۹ کلنو لوبډلې الراونډر دی چې په چپ لاس توپ‌وهنه او ورو توپ‌اچونه کوي.

  10. د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه کې د افغان لوبډلې او هند ترمنځ لوبه روانه ده

    د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله د هند پر وړاندې د ۱۹ کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبه کې د ۳۱۱ منډو د مخنیوي لپاره توپ اچوونه کوي.

    د هند پیاوړو توپ وهونکو او توپ وهنې ته جوړ ویشتنځای ته په کتو اټکل کېده چې هندي لوبغاړي به چټک پیل وکړي، او همداسې وشول.

    د هندۍ لوبډلې بریدګر توپ وهونکي ویباو سوریاونشې چټکې ۶۸ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې لپاره یې د لوی هدف فشار تر ډېره راکم کړ.

    افغان ډګر ساتونکو د دویمې پاڼۍ په پیل کې د دواړو هندي پیلیزو توپ وهونکو کېچونه وغورځول، داسې څه چې یې تمه نه کېده، ځکه چې د نړیوال جام له پیله افغان دګر ساتونکي ښه ځلېدلي وو.

  11. وروستی, لومړۍ وېکټ؛ نورستاني د هند تکړه توپ‌وهونکی سوریاونشي وسوځاوه

    او بلاخره د هند تکړه توپ‌وهونکی وایباو سوریاونشي د نصرت الله نورستاني په توپ عثمان سعادت کېچ کړ او وسوځېد.

    ښاغلي سوریاونشي په ۳۳ توپونو چټکې ۶۷ منډې وکړې. ده نهه څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې.

    کېچونه ګټي مېچونه، د هند د لومړنیو دوو لوبغاړو یو یو کېچ ولوېد. په روان جام کې د افغانستان ډګر ساتنه ډېره ستایل شوې خو نن یې په حیرانوونکې توګه دوه کېچونه وغورځول. د سوریاونشي وهلی توپ و چې د عثمان سعادت لاسونو غورځېدو ته پرېنښود.

    افغانستان له دې سره خپله لومړۍ وېکټ واخیسته.

  12. د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام

    په ۲۲ منډو د ۱۴ کلن وایباو سوریاونشي کېچ ولوېد، دی د هند د ۱۹ کلنو تر ټولو خطرناک منډې جوړوونکی بلل کېږي. سوریاوانشي په ای‌پي‌ایل یا د هند غوره لیګ سیالیو کې سلیزه کړې او هندي لوبډله ترې د ډېر ښه راتلونکي هیله لري.

    اوس شپږم اوور روان دی او هند په ۶۰ منډې ور اړولې دي.

  13. وروستی, د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف وټاکه, نورګل شفق/ بي‌بي‌سي، لندن

    د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه کې افغانستان هند ته ۳۱۱ منډې هدف ټاکلی دی.

    د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې په خپله د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

    د افغانستان له لوري عثمان سعادت او خالد احمدزی د سر توپ‌وهونکو په توګه لوبغالي ته کوز شول. سعادت په ۳۹ او احمدزی په ۳۱ منډو وسوځېد.

    خو فیصل شینوزاده او عزیر الله نیازي لوبه وځلوله. دوی دواړو سلیزه ووهلې او په ګډه ملګرتیا یې پر ۲۰۰ منډو خبره ور واړوله.

    فیصل شینوزاده ټولټال ۱۱۰ منډې وکړې او وسوځېد. ده ۱۵ څلوریزې ووهلې.

    عزیرالله نیازي هم سلیزه ووهله او ناسوځېدلی پاتې شو

    عزیر الله نیازی په سر کې ورو لوبه کوله خو په وروستیو اوورونو کې یې منډې چټکې کړې او په ۴۴ اوور کې یې درې څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله.

    عزیرالله په ۴۵ اوور کې هم پرله پسې څلوریزې ووهلې او د افغانستان ټولې منډې یې له ۲۵۰ واړولې.

    دی په ۱۰۱ منډو د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

    افغان ځوانانو د ټاکلو ۵۰ اوورونو تر پایه د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۰ منډې وکړې او هند ته یې ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.

    د هند له لوري ديپېش دیوېندرن او کنېشک چوهان دوه-دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

    اوس به هند لوبډله توپ‌وهنه کوي.

  14. وروستی, فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې نیمه‌پایلوبه کې سلیزه ووهله, نورګل شفق/ بي‌بي‌سي، لندن

    د کرېکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام په نیمه‌پایلوبه کې فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې سلیزه ووهله.

    ده په ۸۶ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې او وروسته په ۱۱۰ منډو وسوځېد.

    فیصل شینوزاده لومړی لوبغاړی شو چې د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو ډېرې منډې کوي. ده تر اوسه په ۴۱۴ منډو خبره ور اړولې ده چې دوه سلیزې او دوه پنځوسیزې پکې شاملې دي. دی اوس د دغو لوبو د نوملړ په سر کې ځای لري.

    تر ده وروسته د د انګلنډ بین ماییس دی چې ۳۹۹ رنزونه یې کړي دي او په ۳۱۰ منډو د سري‌لنکا ویران چمودیتا درېیم ځای لري.

    فیصل شینوزاده د افغانستان یوازېنی لوبغاړی دی چې د ۱۹ کلنو په کرېکټ کې یې تر زر ډېرې منډې کړې دي.

    افغان ځوانان که نننۍ لوبه وګټي نو د لومړي ځل لپاره به د ۱۹ کلنو نړیوال جام پایلوبې ته ووځي. تاسې څه فکر کوئ چې نننۍ لوبه به څوک وګټي؟

  15. وروستی, د ۱۹ کلنو نړيوال جام؛ د افغانستان او هند ترمنځ نننۍ نیمه‌پایلوبه به څوک وګټي؟

    د ۱۹ کلونو کرېکټ نړيوال جام کې نن چهارشنبې ( سلواغه ۱۵/فبروري ۴) افغانستان له هند سره په نيمه پایلوبه کې سيالي کوي.

    دا لوبه چې د زېمبابوې په هرارې کې ترسره کېږي، پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ یې په خپله د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

    د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلمشر محبوب خان وايي د هند پر وړاندې سيالۍ ته یې پوره چمتووالی نيولی، د توپوهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې یې تمرينونه کړي او اماده دي.

    نوموړي له هند سره د سيالۍ په اړه بي بي سي ته ويلي، د فشار احساس نه کوي او کوښښ به وکړي چې په ارام ذهن د خپل پلان مطابق مخکې ولاړ شي.

    هند چې په نړيوال جام کې يوه له تر ټولو پياوړو لوبډلو ده، په دې سياليو کې یې کومه لوبه نه ده بايللې او د تر ټولو ډېرو نومرو په لرلو سره په لومړي او دويم پړاو کې د خپل ګروپ په سر کې وه.

    بل پلو افغانستان بيا يوازې يوه لوبه شري لنکا ته وبايلله او د جنوبي افریقا او وېسټ انډيز په ګډون یې په لوی توپير څلورو لوبډلو ته ماته ورکړه.

    په دغو سياليو کې د افغانستان لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره وه چې په ۲۸ منډو یې وګټله. په دویمه لوبه کې یې وېسټ انډيز ته په ۱۳۸ منډو ماته ورکړه. درېیمه لوبه یې له تنزانيا سره د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۳ اوور کې وګټله. د دويم پړاو لومړۍ لوبه یې له شري لنکا سره وه چې په څلورو وېکتو یې وبایلله خو په بله لوبه کې یې ايرلنډ ته د ۱۹۱ منډو په لوی توپير ماته ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووتل. په دغه سيالۍ کې افغان توپوهونکي فيصل شينوزاده ۱۶۳ منډې وکړې.

    که دواړو لوبډلو ته وکتل شي هند ښايي د امکاناتو او تجربې له کبله پياوړې لوبډله وي خو افغان لوبغاړي هم په ټولو برخو کې ښه ځېدلي دي.