حماس: تر هغه چې جګړه پای ته نه وي رسېدلې، يرغمل شوي کسان نه خوشې کېږي

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

حماس ډله چې د غزې تړانګه کنټرولوي وايي، تر هغه چې اسرا‍‍ئیل په بشپړ ډول یرغمل پای ته ونه رسوي، یرغمل کسان نه خوشې کوي.

اسرائیل بیا وايي، په تېرو څه د پاسه ۲۴ ساعتونو کې یې غزه کې ۳۰۰ موخې په نښه کړې.

همدارنګه زیاتوي، د روانې مياشتې له پيل راهيسې یې په غزه کې د حماس له ۲۰۰۰ ډېر وسله وال وژلي دي او له ۱۰۰ زیات یرغمل کسان خوشې شوي دي.

حماس ډلې د تېر اکټوبر په اوومه، شاوخوا ۲۴۰ کسان له اسرائیلو د یرغمل په توګه وتښتول او داسې انګېرل کېږي چې له دې ډلې لا هم ۱۲۰ کسان په غزه کې ورسره بندیان دي.

له دې مخکې غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت ویلي و، له هغه راهیسې چې اسرئیل پرغزې تړانګې بریدونه پیل کړي، دغلته د وژل شویو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی او له ۵۰ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د جګړې په اړه د پرېکړه لیک د تصویب هڅې روانې دي.

د امريکا استازې

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک پر مسودې هوکړې ته د رسېدو خبر څو ساعته وروسته له هغه ورکړ چې د ملګرو ملتونو یوې ارزونې پایلو وښوده چې د غزې وګړي د خوړو له سخت کمي سره مخ دي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ وویل "له اماراتي چارواکو، مصر یانو او نورو سره له سختو هلو ځلو وروسته اوس داسې یوه پرېکړه لیک ته رسېدلي یو چې کولی شو ملاتړ یې وکړو."

د اغلې ګرینفیلډ په وینا ټاکل شوې دا مسوده نن جمعه رایه اچونې ته وړاندې شي.

نوموړې په څرګنده ونه ویل چې ایا دې مسوده کې د اوربند او یا د تاوتریخوالي د ځنډولو یادونه شوې او که څنګه، خو زیاته یې کړه چې د"غزې خلکو ته به له دغه پرېکړه لیک سره سم د هغوی د اړتیا وړ مرستې و استول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو یوې تازه ارزونې ښودلې چې د غزې ټول وګړي چې شمېر یې نژدې دوه نیم میلیونو ته رسېږي د خوړو له سخت کمي سره لاس او ګریوان دي او که جګړه دوام کوي نو د قحطۍ له خطر سره مخامخېږي.

غزې ته د لومړنیو توکو جوپې رسېږي خو مرستندويې ادارې وايي رسېدلې مرسته هېڅ بسنه نه کوي.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خوړو د نړیوالې ادارې مشر اقتصاد پوه عارف حسین وايي، د ملګرو ملتونو دا تازه ارزونه له یوه خطرناک حالته پلو پورته کوي.

نوموړی وايي، "دا رپوټ هغه څه تاییدوي چې موږ ترې ترټولو ډېره وېره لرو. دا ښیې چې غزه اوسمهال رښتیا تر ټولو ویجاړوونکی حالت تجربه کوي. څه د پاسه دوه میلیون وګړي وږي دي دا په دې مانا ده چې دوی په کړکېچ کې دي او یا د خوړو د خوندیتابه له خورا ناوړه حالته تېرېږي. څه د پاسه نیم میلیون خلک وار له مخه په ناوریني ډول وږي دي، مانا دا چې دوی بالاخره له لوږې مري. په هرو څلورو کسانو کې یو یې وار له مخه د لوږې له امله له مرګ سره مخ دی."

د روغتیا په برخه کې هم د غزې حالت ناوریني ښودل شوی. د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي د غزې په شمال کې ان یو بشپړ فعال روغتون نشته او ناروغان له مرګ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو او د روغتیا د نړیوالې ادارې دا ګواښنې داسې مهال مخې ته راغلې چې غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو په پوره زور دوام موندلی.

یوه خپره شوې ویډیو رفح ښار کې کویتي روغتون ته نژدې پر ودانیو د اسرائیلي ځواکونو بریدونه ښیې.

ويډیو کې لیدل کېږي چې له ودانۍ تور لوګي پورته کېږي. سیمه کې د حماس چارواکي وايي د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې دولس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

حماس هم پر خپلې ټېلېګرام پاڼې ویلي چې پر اسرائیلو یې ګڼ شمېر توغندي توغولي خو د مرګژوبلې رپوټونه نه دي را رسېدلي.

مصر کې هم د حماس غړو ویلي چې فلسطیني ډلو له تلپاتې اوربند پرته د یرغملو د پرېښودو نظر رد کړی. د چارو څارونکي وايي دا اسرائیل له سختې پرېکړې سره مخامخوي ځکه له یوه لوري غواړي یرغمل شوي خوشي شي او له بل لوري بیا له تلپاتې اوربند سره مخالف دی.

خو په غزه کې روان بشري ناورین، د ولسي وګړو لوړه مرګژوبله او پر اوربند د نړیوالو ټینګار پر اسرائیلو او ملاتړو یې فشار ډېر کړی دی.

خو دا چې دا فشار د جګړې دوام سره په تړاو د اسرائیلو تګلاره ژر بدلوي او که نه امنیت شورا ته د وړاندې کېدونکي پرېکړه لیک متن به یې تر یوه بریده روښانه کړي.