غزه کې رضاکار ښوونکی: 'غواړم زدکوونکي بېرته سبق ته راستانه کړم'
غزه کې رضاکار ښوونکی: 'غواړم زدکوونکي بېرته سبق ته راستانه کړم'
طارق النبي د غزې ګاونډ زیتون ښار یوه ښوونځي کې د نورو ښوونکو په شان د انګلیسي ژبې ښوونکی و، خو ښوونځي یې بمباریو کې ویجاړ شو. له ماشومانو سره د ښوونې برخه کې د مرستې په پار طارق د رفح کډوالو کمپ یوه موقت ټولګي کې اوس ماشومانو ته سبق وايي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، له ۶۲۵۰۰۰ فلسطیني زدکوونکي د اسرائیلو د بمباریو له پیل راهیسې له زدکړو بې برخې شوي دي.



