ګلالۍ مموزۍ:‌ د نجونو د زدکړو په تړاو له طالبانو سره اړیکه کې یوو

د ویډیو تشریح، ګلالۍ مموزۍ:‌ د نجونو د زدکړو په تړاو له طالبانو سره اړیکه کې یوو
ګلالۍ مموزۍ:‌ د نجونو د زدکړو په تړاو له طالبانو سره اړیکه کې یوو

سږ کال د ښځو د نړیوالې ورځ لپاره د “حقونه، عدالت او د ټولو ښځو او نجونو لپاره ګام پورته کول ” شعار ټاکل شوی دی.

که څه هم په نړيواله کچه د سیاست په ډګر کې د ښځو ونډه د نارینه وو پرتله کمه ده، خو افغان ښځې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کوربه هېوادونو په سیاسي ډګرونو کې فعاله ونډه لري، او داسې ښکاري چې په دې برخه کې یې د افغان نارینه وو پرتله زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي.

د بي‌بي‌سي افغانستان برخې د ښځو د نړیوالې ورځې په پار له ځینو دغو افغان ښځو سره مرکې کړې دي چې په ترتیب سره به خپرېږي.

له دغو ښځو یوه ګلالۍ مموزۍ ده. هغې په هڅو او زیار سره وکولای شول چې د جرمني د بن ښار شورا ته لار ومومي. آغلې مموزۍ د بي‌بي‌سي خبریالې تورپېکۍ غرني، سره په مرکه کې د یوې کډوالې په توګه افغانستان سره د خپلې اړیکې د ساتلو او په دې تړاو غږېدلې چې څنګه یې د سیاسي ډګر پر پیچلې او ننګونکې لار مزل کړی دی.