روسيې او عربي ټولنې په ګډه غزه کې د اوربند غوښتنه کړې؛ نتنیاهو وايي 'د حماس تر ختمیدو به جګړه روانه وي'

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

په غزه کې د اوربند لپاره غوښتنې مخ په ډېرېدو دي او په تازه ګام کې عربي ټولنې او روسیې په ګډه له ملګرو ملتونو د سملاسي اوربند پرېکړه لیک د تصوبیدو غوښتنه کړې.

د روسیې او عربي ټولنې د همکاریو ګډه ناسته نن د مراکش په کوربه توب جوړه شوه.

دا ناسته چې په عمومي ډول د دغو دواړو لورو په سیاسي او ډېپلوماټیکو موضوعاتو راڅرخي، نن یې د خبرو ډېره برخه په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د جګړې او بمباریو په اړه وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغې ناستې ته وویل "مونږ هیله من یوو چې ملګري ملتونه د یوه سنجول شوي اوربند غږ جېګ کړي، روسیې پرېکړه کړې چې په دې اړه به له ملګرو ملتونو سره خپلو سلا مشورو ته دوام ورکوي."

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب لپاره جلسه بللې وه خو د متن په سر له اختلافونو وروسته له رایې اچونې پاتې شوه.

د اسرائیلو لومړي وزیز نتنیاهو وايي د حماس تر ماتې به جګړه روانه وي.

په داسې حال کې چې د مصر او قطر په مرسته او د ګڼو هېوادونو په غوښتنه د اوربند په سر خبرو زور اخیستی، د اسرائیلو لومړي وزیر د سملاسي اوربند سره مخالفت اعلان کړی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یوه بیان خپور کړی چې له مخې یې په غزه کې سملاسي اوربند تر پوښتنې لاندې راغلی او د بیا اورنبد لپاره د روانو هڅو نښې نښانې هم پیکه برېښوي.

نتنیاهو ویلي "د حماس د بشپړ ختمیدو مخکې اوربند ناممکنه دی."

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

نوموړي ټينګار کړی چې "تر هغې چې خپلو ټولو ټاکل شویو موخو ته نه یوو رسیدلي، له جګړې لاس نه اخلو."

اسرائیلو بیا بیا ویلي د حماس د بشپړ ختمولو، د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو او له غزې د هر ډول ګواښ له منځه وړلو پورې به یې عملیات روان وي.

له دې سره هممهاله د اسرائیلو ولسمشر بیا داسې اشاره ورکړې چې ګواکې دوی یوه بل بشردوستانه اوربند ته چمتووالی نیسي.