امریکا: غزه کې د اوربند لپاره 'جدي خبرې' روانې دي؛ غزه کې د وژل شویو شمېر له ۲۰ زره واوښت

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا وايي، په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشي کېدو لپاره "جدي خبرې" روانې دي. امریکا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۲۰ زره واوښت.

حماس وايي تر هغه چې اسراییل د جګړې پای ته رسولو سره موافقه نه وي کړې، نور یرغمل نه خوشې کوي.

په یوه عربي بیان کې چې په ټیلیګرام کې خپره شوې، حماس ویلي: "دا د فلسطین ملي پریکړه ده چې پر فلسطین د هراړخیز یرغل له بندیدو پرته باید د بندیانو د تبادلې یا معاملې په اړه خبرې ونه شي."

دا څرګنده نه ده چې دغه بیان نورو کومو فلسطیني ډلو ته اشاره کوي. اسلامي جهاد، چې په غزه کې یوه کوچنۍ ډله ده، هم اسراییلي یرغمل نیولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي غزې په شمال کې هېڅ داسې روغتون نه دی پاتې چې چې لاهم د فعالیت وړ وي.

په بیت المقدس کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې (ای سي ار سي) ویاندې سارا الیزابت ډیوس ویلي، طبي سیسټم "د ساه اېستلو " په حالت کې دی.

په غزه کې د تاوتریخوالي د ځنډولو د پرېکړه لیک په تړاو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې رایه اچونه درېیمې ورځې لپاره وځنډېده خو د پرېکړه لیک د مسودې چمتو کوونکي وايي دې بهیر ته لږ نور وخت ورکول به ښايي مثبته پایله ولري.

د غزې په تړاو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یوه جوړ جاړي ته رسېدل ظاهرا سخته او ستونزمنه چاره برېښي خو هغوی چې د پرېکړه لیک د مسودې له وروستي متن سره سلا دي او که یې مخالف، وايي لا هم پر لانجمنو مسلو خبرې روانې دي.

د پرېکړه لیک د مسودې چمتو کوونکي روسیه او متحده عربي امارات دي. ملګرو ملتونو کې د عربي اماراتو سفیره لانا ذکي نصیبه وايي دوی کرۍ شپه پر دې مسودې کار کاوه.

نوموړې وايي، "د مسودې د چمتو کوونکي هېواد په توګه موږ د پلازمینو ترمنځ د لوړې کچې خبرو اترو برخه یوو چې پر داسې متن سره سلا شو چې پرېکړه لیک ومنل شي. موږ اوږدو ساعتونو لپاره د شپې په اوږدو کې کار کړی. زه فکر کوم نن ډیپلوماسۍ ته لږ نور وخت ورکولو سره مثبتې پایلې را ووځي. موږ خوشبینه یو او د دې چارې د ترسره کولو هڅه به کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن هم یوې پایلې ته د رسېدو لپاره د سختو هلو ځلو خبره کړې ده.

که څه هم دوی د مخالفت ټکي ډېر نه دي جوت کړي، د خوشبینۍ له دغو ویناو سره سره داسې برېښي چې د دواړو غاړو د غوښتنو ترمنځ د پام وړ واټن شته.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د غزې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته داسې مهال یوې بلې ورځې لپاره ځنډېدلې چې یوه فلسطیني چارواکي بي بي سي ته ویلي، قاهره کې د حماس له مشرانو سره پرونۍ ناسته بې پایلې ختمه شوه.

د حماس مشر اسماعیل هنیه دې خبرو کې ګډون لپاره له قطره مصر ته تللی و. د فلسطیني چارواکي په وینا مصر د حماس مشر ته د یوه بل لنډمهالي بشري اوربند وړاندیز وکړ خو حماس د لنډمهالو حل لارو نظریه رد کړه.

حماس وایي یوې وروستۍ هوکړې ته له رسېدو پرته به د یرغملو پرېښودو ته تیار نشي.

خو له غزې تراړې بیا د هيله مندۍ خبرونه په نشت برابر دي. د اسرائیلو بریدونو دوام موندلی او په ځینو برخو کې اسرائیلی ځواکونو د خپلو عملیاتو د پراخولو خبره کړې ده. دوی وايي د حماس یو ځمکلاندې تونل یې موندلی چې د مشرتابه له لوري یې کارېده. دوی دا تونل د ترهې ښار بللی.

د حماس روغتیایي چارواکو بیا ویلي چې د وژلو شویو فلسطینیانو شمېر شلو زرو ته پورته شو.

د چارو څارونکي وايي حالت سخت دی نو خبرې اترې به هم ستونزمنې او وخت نیونکې وې خو غمیزه دا ده د خبرو اترو د بهیر څومره چې اوږدېږې غزه کې هومره ډېر شمېر خلک ژوند بایلي.