زیړی څه شی دی او څنګه ترې ځان ساتلی شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نن (جولای ۲۸مه) د زیړي نړیواله ورځ ده چې موخه یې د دې ناروغۍ مخنیوي او درملنې ته د پام ډېرول دي.
پر همدې مهال د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي چې مېلیونونه خلک باید د زیړي معاینې وکړي ځکه د دوی په باور یو زیات شمېر کسان پرته له دې چې پر ځان پوه شي په زیړي اخته دي.
دا ناروغۍ هر کال د مېلیونونو خلکو ژوند اخلي او کال په کال یې د قربانیانو شمېر هم ډېرېږي.
ژیړی یو ډول وېروسي ناروغي ده چې د یو ډول ځانګړي میکروب له لارې انسانان پرې اخته کېږي، د روغتیايي کارکوونکو په وینا پنځه ډوله زېړی شته چې تر ټولو سخت او وژونکی یې (بي) ډوله یا تور زیړی دی.
ژیړی د انسان پر ینه اغېز کوي او ځینې بڼې خو یې د سرطان (کنسر) د ناروغۍ لامل ګرځي.
ځینې وخت خلک پرته له دې چې پوه شي، کلونه کلونه په ژېړي اخته وي.
د روغتیا د نړوالې ټولنې شمېرې ښيي په ۲۰۲۲ کال کې په نړیوال کچ په دغه رنځ د بي او سي بڼو د ناروغانو ثبت ۳۰۴ میلیونو ته رسېده چې په همدې کال یوازې ۴۵ سلنه ماشومانو د زیږون په ۲۴ ساعتونو کې د هیپټایټیس بي واکسین ترلاسه کړل.
د یاد کال په جریان کې ۱٫۳ میلیون خلک د مزمن بي او سي ډولونو زیړي له کبله مړه شول.
سږ کال د زیړي نړیوالې ورځې شعار (اوس د عمل وخت دی) ټاکل شوی چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په هرو ۳۰ ثانیو کې یو تن د زیړي اړوندې ناروغۍ له کبله مري.
د ۲۰۲۲ کال شمېرې

همدا ده چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ژر د لاس په کارېدو غوښتنه شوې ده.
ددې ناروغۍ له کبله هر کال لسګونه زره کسان مري چې په افغانستان او پاکستان کې یې هم د ثبت شوو ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی.
د جولای ۲۸مه هر کال په نړۍ کې د زیړي د ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د جولای ۲۸مه ځکه د زیړي د نړیوالې ورځې په توګه غوره شوې چې د هیپټایټیز بي وېروس (HBV) د کشفوونکي، د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي ساینسپوه ډاکټر باروچ بلمبرګ د زیږون ورځ ده.
هغه د دې وېروس لپاره یې یوه ازمېښتي درملنه او واکسین جوړ کړل.
که څه هم ژېړی پنځه ډولونه لري (اې، بي، سي، ډي او اي)، خو په ټوله کې بي او سي ډېر عام او وېروس یې ژر خپرېدونکی دی چې هر کال پرې ۲٫۲ میلیون خلک اخته کېږي.
تور زیړی څنګه انتقالېږي؟

د روغتیا نړیوالې ادارې تر ۲۰۳۰ پورې د زیړي د ختمولو هدف ټاکلی چې د تشخیص او درملنې لپاره پر غوره وسیلو سربېره د محصولاتو بیې راټیټوي.
دغه اداره وايي، د زیړي وېروس پر ځیګر برید کوي او ځیګر په ورځ کې له ۵۰۰ ډېرې دندې درسره کوي چې موږ ژوندي وساتي، ځکه نو د ځیګر د وېروسي التهاب ازموینه، وقایه او درملنه خورا ډېر اهمیت لري.
د ځیګر د التهاب لرونکو یا (بي) ډوله زیړي لرونکو ناروغانو شمېر نژدې ۲۲۰ میلیون ته رسېږي حال دا چې د (سي) ډول زیړي ناروغانو شمېر چې لا یې تشخیص نه دی بشپړ شوی، نژدې ۳۶ میلیون کسان اټکل شوي دي.
د ځیګر د التهابي کېدو نښې تر هغه پورې نه ښکاري چې ناروغي پرمختللي پړاو ته رسېدلې نه وي. هغه مهال یې نښې جدي شي چې د ځیګر اړوندې ناروغۍ خطرناک حالت ته ورسي او یا د ځیګر سرطان پکې تشخیص شي.
افغانستان کې د 'تور او سپین زېړي' ناروغانو شمېر دوه برابره ډېر شوی
د روان کال اپرېل کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویلي وو چې په ۱۴۰۲ کال کې د وړم کال پر تله په افغانستان کې د هيپاټایټس بي او سي یا د تور او سپین زېړي مثبتې پېښې دوه برابره شوي دي.
د دې وزارت شمېرې ښيې تېر کال د یادې ناروغۍ څه د پاسه اوولس نیم زره پېښې کره شوي دي.
افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پراخوالي او وضعیت ته په کتو شونې ده چې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له دې هم زیات وي.











