روغتیايي چارواکي وايي، افغانستان کې د 'تور او سپین زېړي' ناروغانو شمېر دوه برابره ډېر شوی

ماهرین وايي، تور او سپین زیړی یوه ساري ناروغي ده. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماهرین وايي، تور او سپین زیړی یوه ساري ناروغي ده. ارشیف تصویر
    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۲ کال کې د وړم کال پر تله په افغانستان کې د هيپاټایټس بي او سي یا د تور او سپین زیړي مثبتې پېښې دوه برابره شوي دي.

د دې وزارت شمېرې ښيې تېر کال د یادې ناروغۍ څه د پاسه اوولس نیم زره پېښې کره شوي دي.

په افغانستان کې د یادې ناروغۍ د مثبتو پېښو دوه برابروالی داسې مهال په ډاګه کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان یوه تازه رپوټ کې د نړۍ په کچه دیادې ناروغۍ د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید کوټلي ګامونه واخېستل شي.

د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي تېر ۱۴۰۲ کال کې افغانستان کې د هیپاټایټس بي او سي اولس زره او ۵۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. له دې ډلې ډېرې یعنې ۱۳ زره او ۴۵۹ یې د هیپاټایټس بي یا تور زیړي او پاتې نورې یې د سپین زیړي یا هیپایټایټس سي پېښې دي.

د نوموړي په وینا په ۱۴۰۱ کال کې د هیپاټایټس بي او سي اته زره او ۳۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې شپږ زره او ۲۰۸ یې د تور زیړي او پاتې نورې یې د سپین زیړي پېښې دي.

دا رسمي شمېرې ښيي چې تېر کال پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه برابره شوی دی. افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پراخوالي او وضعیت ته په کتو شونې ده چې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له دې هم زیات وي.

هیپاټایټس یوه مکروبي ناروغي ده چې د ینې یا جګر التهاب رامنځته کوي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کندهار، ننګرهار، خوست او بلخ ولایتونو کې د تور زیړي او په کابل، کندهار، او خوست ولایتونو کې د سپین زیړي مثبتې پېښې ډېرې ثبت شوي دي.

هیپایټایټس یوه ساري ناروغي ده، ډاکټران وايي د عامه پوهاوي کچې ټیټوالی، حفظ الصحه ته لږ پاملرنه، په نشه روږدي کسان او د درملنې او تشخیص د امکاناتو کموالی افغانستان کې د دې ناروغۍ د خورېدو لوی لاملونه دي.

د عامې روغتیا ماهرین وايي، په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عامې روغتیا ماهرین وايي، په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پخوانۍ شمېرې ښيي چې افغانستان کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو په ډله کې له شلو کسانو یوازې یو ناروغ پوهیږي چې پر دې ناروغۍ اخته دی.

افغانستان کې د هیپاټایټس بي سي ناروغانو د درملنې ملي پروګرام څو کاله وړاندې پیل شوی او د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا اوولس زره ناروغانو درملنه له همدې لارې شوې ده.

افغانستان کې د هیپاټایټس ناروغۍ د مثبتو پېښو د دوه برابروالي خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان یوه تازه رپوټ کې د نړۍ په کچه د دې ناروغۍ د لا پراخېدو په اړه خبرداری ورکړ.

دې رپوټ کې چې تېره سې شنبه خپور شوی ویل شوي وو چې نړۍ کې هره ورځ د هیپاټایټس ناروغۍ له امله ۳۵۰۰ کسان مړه کېږي، او دا شمېر د زیاتېدو په حال دی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د ۱۸۷ هېواد شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۹ کال کې د دې ناروغۍ له امله یو اعشاریه یو میلیون کسان مړه شوي وو ، خو په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېر یو اعشاریه درې ملیونه ته لوړ شوی. د یاد سازمان د ویروسي ناروغیو د څانګې مشرې ویلي دا زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او د نړۍ لر او بر کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید کوټلي ګامونه واخېستل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د تور زیړي درملنه اسانه کېدای شي خو بیا هم په ۲۰۲۲ کال کې یوازې د درې سلنه ناروغانو درملنه شوې او په سپین زیړي د اخته کسانو د شل سلنې درملنه شوې وه.