د تور زیړي نړیواله ورځ؛ خو پرې د اخته افغانانو شمېر معلوم نه دی

د جولای ۲۸مه له تور زېړي سره د مبارزه نړیواله ورځ ده. چارواکي وايي دغه ناروغي په افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده، خو پرې د اخته کسانو شمېر یې معلوم نه دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دې ورځې د لمانځنې په پار دوه ورځې وروسته (د جولای په ۳۰مه) غونډه جوړه کړې وه.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، افغانستان کې په تور زیړي د اخته کسانو شمېره نه لري، خو دغه ناروغي د پراختیا په حال کې ده.
په افغانستان کې د سپین زیړي (هیپټایټېس سي) ډېرې بېلګې په هرات او د تور زیړي (هیپټایټېس بي) په کابل کې ثبت شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د زیړي د کنټرول برخې مشر ډاکټر نقیب الله همدرد بي بي سي ته وویل:
"په نشه یي توکو روږدي کسان، زندانیان او کډوال تر نورو کسانو ډېر پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي."

له زیړي له امله د مړه کېدونکو کسانو شمېر د توبر کلوز، ایډز او ملاریا له ناروغيو اوښتی دی.
وایروسي زیړی د انتاني ناروغیو یو ډله ده چې ای، بي، سي، ډي، اي ګروپونه لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې د زیړي له امله په کلني ډول ۱٫۴ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ور کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د زیړي په کابو کولو کې له افغانستان سره د مرستې ټټر وهلی دی.
بي بي سي د ژیړي د نړیوالې ورځې په پلمه، په دې ناروغۍ له یوه پولیس افسر سره د زړه خواله کړي، چې وايي دوې میاشتې وړاندې د خپلو سترګو ژیړوالي ته پام شو او ډاکټر ته ورغی، ژیړي نیولی و.
دی نه پوهېږي ولې په دې ناروغۍ اخته شوی.
حمیدالله د کابل انتاني روغتون کې تر درملنې لاندې دی او اوس له خپلې درمنې راضي ښکاري.

روغتون کې د حمیدالله هغه بل څنګ ته د پلخمري ښار خداداد پر کټ پروت دی، چې کابل ته د ژیړي د درملنې لپاره راغلی.
که څه هم دی تر یوه بریده له خپلې درملنې راضي دی، خو وايي ډاکټران نه دي توانېدلي چې په بشپړه توګه د ده اندېښنه له منځه یوسي:
"ډاکټران وايي، ددې ناروغۍ جرړې نه شي ایستل کېدای او باید پاکستان یا هند ته ولاړ شې."
ژیړی د انسان پر ینه اغېز کوي او ځینې بڼې خو یې د سرطان (کنسر) د ناروغۍ لامل ګرځي. د روغتیايي کارکوونکو په وینا څلور ډوله زیړی شته چې تر ټولو سخت او وژونکی یې (بي) ډوله یا تور زیړی دی.









