د زیړي نړیواله ورځ؛ افغانستان کې په ډېرېدو دی، د مخنیوي امکانات یې کم دي

زیړی

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې نړۍ اوسمهال د هاپیټایټس یا د ژیړی ناروغۍ د سختې بڼې له خپرېدو سره مخامخ ده چې تر ډېره ماشومان اغېزمنوي.

ژیړی هغه مرګونې ناروغي ده چې تر ډېره یې خلک په اړه پوره پوهاوی نه لري. دې ناروغۍ ته پټ قاتل هم ویل کیږي، ځکه چې پر ناروغ یې ځانګړې نښې نه ښکاري، خو تر هغې چې پرې خبریږي د ناروغ بدن ته یې کافي زیان اړولی وي.

په افغانستان کې هم روغتیاي چارواکي وايي چې ددې ناروغۍ شمېر مخ په زیاتېدو دی په داسې حال کې چې امکانات کافي نه دي.

هاپیټايټس یا سږو التهاب په افغانستان کې د ژیړي په نوم پېژندل کیږي، په نړیواله کچه یوه مرګونې ناروغي ده.

د نري رنځ، ایډز، ملاریا او ځینو نورو ناروغیو پرتله د ژیړي ناروغۍ ډېر مرګونې بلل کیږي ‎چې ورته خاموش قاتل هم وايي، ځکه کله کله یې پر ناروغ نښې نه ښکاري خو چې خبریږي بدن ته یې کافي زیان اړولی وي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ګېبرسوس وړاندې ویلي و، اوس داسې درمل شته چې په درې میاشتو کې پرې د ژیړي درملنه کېدای شي.

ګرافیک

"د ژیړي ناروغۍ نړیواله ورځ د یوې عاجلې نړیوالې مسئلې د برجسته کولو لپاره ښه فرست دی، د هاپيټایټ بي او سي ډولونه ۳۲۵ میلیونه کسانه اغېزمنوي. خو له هرو لسو کسانو څخه یو کس یې معاینه شوی او له هر پنځه کسانو څخه د یوه کس مناسبه درملنه شوې ده. د هاپیټايټس ویروس بې غږه او ارامه دی چې د انسان روغتیا زیانمنوي او د ځیګر د التهاب او سرطان لامل کیږي چې له امله یې کلنۍ 1.3 میلیونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. ښه خبر دا دی چې موږ داسې نوي درمل لرو چې په درې میاشتو کې د هاپیټايټس سي درملنه پرې کېدای شي".

د روغتیا نړیوال سازمان د ژیړي ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، اوسمهال د هاپیټایټس یا د ژیړی ناروغۍ د نویو سختو بڼو له خپرېدو سره مخامخ ده چې تر ډېره ماشومان اغېزمنوي.

دې سازمان ویلي د اغېزمنو شویو هېوادونو له چارواکو او روغتیاي کارپوهانو سره ددې ناروغۍ د تازه خپرېدو د لاملونو په موندلو بوخت دي چې د هاپیټايټس د ۵ پېژندلو شویو بڼو سره تړاو نه لري.

په افغانستان کې بیا روغتیاي چارواکي د ژیړي د پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه لري.

ګرافیک

د تور زیړي د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت ددغې ناروغۍ په اړه ځینې مالومات خپاره کړي دي.

تور زېړی د ځیګر التهابي ناروغي ده، چې د وېروس له کبله رامنځ ته کېږي او په پایله کې یې د ځیګر د التهابي کېدو لامل ګرځي.

د واکسین او وقایوي لارو ددې ناروغۍ مخه نیول کېدای شي.

هر شخص باید په شپږو میاشتو کې خپل ټول لابراتواري ازخموینې وکړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان عمار وايي، په دې هڅه کې دي چې په ولایتونو کې ددې ناروغۍ د درملنې مرکزونه جوړ کړي.

"هاپیټايټس، د ځیګر یا سږو التهاب پنځه بڼې لري، ای، بي، سي، ډي او اي. بي او سي بڼه یې د تور زیړي په نوم هم پېژندل کیږي. دا دوه ډولنه د سږو د التهاب او سرطان لامل کیږي".

وړاندې د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي و چې په مخدره موادو روږدي کسان، بندیان، کورني بېځایه شوي او هېواد ته ستانه شوي کډوال تر نورو ډېر په ژیړي داخته کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

تور زیړی څنګه انتقالېږي؟

ګرافیک
  • د وینې د ورکړې له لارې نورو ته په هغه حالت کې لېږدي چې د وینې ورکوونکي معاینات وهنه شي او تور زیړی یې مثبت وي.
  • د ویښتانو جوړونې پرمهال د سلماني او حمام له ککړو وسایلو ګټه اخیستل.
  • په کلیوالو سیمو کې د د غوږونو او پزې سوري کولو پرمهال د یوې ستنې کارولو له کبله هم تور زېړی لېږدول کېږي.
  • د جراحي وسایلو ککړ پرېښودل او د ټولو لپاره هماغه وسایل کارول.‌
  • له مثبت ناروغ نه روغ انسان ته د جنسي اړیکې له لارې.
  • د مسواک، غاښونو برش او د سینګارتوکو په ګډه کارول.