غزه کې د جګړې دویم پړاو؛ حماس خپلو بندیانو سره د یرغمل کړو د تبادلې وړاندیز کړی

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو اعلان کړی چې په غزه کې جګړه دویم پړاو ته ننوتې.

هغه ویلي دوی ته لومړیتوب د حماس په ضد جګړه کې بری او په دویم ګام کې د یرغمل شویو راستنول دي.

خو د حماس ډلې مشر یحيا السنوار ویلي، له دوی یرغمل کړي کسان په دې شرط خوشې کوي چې اسرائیل د دوی اړوند ټول بندیان له خپلو زندانونو خوشې کړي.

اسرائیلو له وړمې شپې راهیسې پر غزې بریدونه زیات کړي او هممهاله یې ورسره په دې تراړه کې تلېفوني او انټرنټي خدمات هم په بشپړ ډول پرې کړي دي.

په غزه کې د حماس مشر یحیا السنوار وړاندیز کړی چې د اسرائیلو ټول یرغمل شوي په دې شرط خوشي کوي چې اسرائیل د حماس اړوند ټول بندیان خوشې کړي.

هغه د اکتوبر پر اومه د جګړې له پیل راهیسې په لومړي ځل دا وړاندیز کړی.

نوموړی پخپله هم د هغو سلګونه بندیانو له ډلې و چې په ۲۰۱۱ کال کې اسرائیلو له حماس سره د خپل یوه پوځي به تبادله کې خوشې کړل.

د حماس د مشر د وړاندیز په بدل کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو او دفاعي کميټي یوه غړي 'ډاني ډانن' ویلي، وروستیو کې له حماس سره د یرغمل شویو د خلاصولو پر سر د خبرو هڅې شوې، خو په وینا یې هغوی جدي نه و.

نوموړی وايي‌ "دا لومړی ځل نه دی چې حماس یو ډول رواني جګړه پرمخ بیايي او هڅه کوي چې هر څوک مغشوش کړي. په تېرو څو ورځو کې څو جدي منځګړي وو چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د یوې معاملې ترسره کېدو هڅه یې کوله، خو خبره هېڅ ځای ته ونه رسېده."

ښاغلی ډانن وايي "هغوی [حماس] له خبرو اترو سره لوبې کولې او موږ پوهېږو چې دوی په دې اړه جدي نه دي."

د رپوټونو له مخې حماس پر اسرائیل د اکتوبر د ۷مې د برید پر مهال ۲۲۹ کسان یرغمل کړي چې اوس غزه کې ساتل کېږي.

دې ډلې مخکې ویلي وو چې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې شاوخوا ۵۰ یرغمل شوي کسان هم وژل شوي دي.

هممهاله د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو ویلي، د دوی لپاره مهم لومړیتوب د حماس په ضد جګړه کې بریا او دویم لومړیتوب ورته د یرغمل شویو کسانو راخوشې کول دي.

اسرائیل

د عکس سرچینه، AFP

نوموړي‌ یوه تلویزیوني وینا کې وویل "داسې کسان شته چې فکر کوي په هر قیمت کورونو ته د یرغمل شویو کسانو راستنول او د حماس له منځه وړل یو تناقض دی. نه، هېڅ تضاد نشته، موږ به ناڅاپه خپل هدف بدل نه کړو. هېڅ تناقض نشته."

هغه زیاته کړه "دا په هېڅ ډول د یرغمل شویو بېرته راستنولو لپاره زموږ هیلې ته زیان نه اړوي. موږ هوډ لرو چې حماس ته وژونکی ګوزار ورکړو، خو د دې ترڅنګ زموږ دویمه موخه د یرغمل شویو کورنو راستنول دي."

د اسرائیلو لومړي وزیر همدا راز اعلان وکړ چې په غزه کې روان ځمکني عمليات د جګړې د دويم پړاو ښودنه کوي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر خبرداری ورکړی چې په غزه کې د اسرائیلو پراخ ځمکني عملیات به ناوړه پایلې ولري چې د زرګونو نورو ملکي وګړو د وژنې لامل کېدای شي.

'ولکر ترک' له دواړو خواوو او په سیمه کې له نورو نفوذ لرونکو کسانو وغوښتل چې د شخړې د کمولو لپاره د خپل امکان تر حده هڅه وکړي.

هغه وویل " د راپورونو له مخې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د تېرې شپې بمبارۍ او ځمکني عملیات تر ټولو سخت وو، چې ورسره دغه ناوړه کړکیچ تاوتریخوالی او درد نوې کچې ته رسولی دی."

نوموړي‌ زیاته کړې "د ملکي خلکو کړاونه په زیاتېدو دي.

د مخابراتو پر تاسیساتو باندې د اسرائیلو بریدونو او ورپسې د انټرنېټ بندولو د غزې خلکو ته هیڅ لاره نه ده پریښې چې د یو بل له حال احواله خبر شي او وپوهیږي چې څه تېریږي او له هغه ځایه بهر نړۍ سره یې د هغوی اړیکې پرې کړي دي."

اسرائیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیل پوځي الوتکې له وړمې شپې راهیسې غزه کې په کمساري ډول پرله پسې بمبارۍ کوي.

له هغه راهیسې پر غزې په بشپړ ډول مخابراتي شبکې او انټرنیټ‌پرې شوي دي.

همدا راز اسرائیلو د غزې د شمالي برخې اوسېدونکو ته یوځل بیا خبرداری ورکړی چې د دې تراړې سویلي برخې ته کډه شي.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند دانیال هاګاري په یوه پیغام ویلي، کله چې جګړه بشپړه شي، د بېرته راستنېدو امکان به وي.