د غزې جګړې پر سر د ملګرو ملتونو او اسرائيلو تر منځ‌ ناندرۍ راپورته شوې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

له تېرې شپې راهیسې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د روانې جګړې پر سر د خبرو لپاره له اسرائيلي مشرانو سره ناسته درلوده، د ملګرو ملتونو سرمنشي او اسرائيلي مشرانو تر منځ ناندرۍ پیل شوې دي.

د انتونیو ګوتېرېش ځينو څرګندونو اسرائيل قهرولي او غوښتنه یې ترې کړې چې د ملګرو ملتونو له مشرتوبه استعفا ورکړي.

په ناسته کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش اسرائيلو ته ګوته نیولې چې ګواکې پر فلسطين د دوی "یرغل" د دې لامل شوی چې "حماس" د اکتوبر پر اوومه نېټه بریدونه پیل کړي.

ښاغلي ګوتېرېش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د اکتوبر د اومې برید په یوه تشه کې نه و تر سره شوی او د فلسطین خلک له ۵۶ کلونو راهیسې د "زندۍ کوونکي نیواک" سره مخامخ دي.

"دوی ویني چې پر ځمکو یې استوګنیزې مېنې جوړېږي او د تاوتریخوالي بندیوانان دي، د دوی اقتصاد ټکنی شوی، خلک یې بې ځایه شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي."

دغو څرګندونو د اسرائيلي مشرانو قهرجن عکس العمل وپاراوه.

د استعفا غوښتنه او د سرمنشي وضاحت

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف: د اسرائيل لومړی وزیر بنجمېن نتنیاهو او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر ایلن کوهن وویل،‌ "د داسې عام‌وژنې لپاره هېڅ دلیل نه شته" او ښاغلی ګوتېرېش یې وپوښت چې، "تاسې په کومه نړۍ کې اوسېږئ؟"

تر دې ناستې وروسته ښاغلي کوهن په ډاګه کړه چې د ملګرو ملتونو له مشر سره خپله ناسته لغوه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو استازی ګېلاد ایردن هم د دغه سازمان د عمومي منشي څرګندونو په غصه کړی دی.

هغه له انتونیو ګوتېرېش غوښتي چې استعفا ورکړي او په وینا یې، "هغه د ملګرو ملتونو د مشرتوب وړ نه دی."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

خو ښاغلي ګوتېرېش وروسته پر خپل اېکس وضاحت ورکړ.

ویې لیکل چې،‌ "د فلسطينیانو ځور د حماس بوږنوونکي بریدونه نه شي‌ توجیه کولای" او "دا وحشتناک بریدونه نه شي کولای چې د فلسطين د خلکو په ډله‌ ييزه توګه داسې مجازات کول توجیه کړي."

"نور د ملګرو ملتونو چارواکو ته ویزې نه ورکوو"

د اسرائيلو "قهر" تر دې ځایه محدود نه شو پاتې، بلکې اوس یې ویلي چې تر دې وروسته به د ملګرو ملتونو چارواکو ته ویزې ور نه کړي.

وار د مخه یې د دغه نړیوال سازمان د بشري مرستو رسولو برخې یوه چارواکي مارټېن ګرېفېټس ویزه رد کړې ده.‌

اسرائيل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو استازی ګېلاد ایردن

په ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو استازي ګېلاد ایردن په همدې اړه ویلي، "اوس د دې وخت دی چې دوی ته درس ورکړل شي."

که څه هم د ښاغلي ګوتېرېش دا تازه څرګندونې ناندریزې شوې خو هغه تر دې مخکې هم ویلي چې د غزې په جګړه کې له نړیوالو قوانینو سرغړونه روانه ده.

انتونیو ګوتېرېش د حماس یا اسرائیلو له نوم اخیستلو پرته، له ملکي وګړو د انساني ډال په توګه کار اخیستنه او د غزې په جنوبي سیمو بمباري غندلې.

دا هغه سیمې دي چې اسرائیلو د غزې د شمالي خلکو لپاره خوندي اعلان کړې وې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلی، "د ملکي وګړو ساتنه په هره وسله واله جګړه کې لومړی اصل دی. د ملکي وګړو ساتنه په دې معنا نه ده چې له هغوی څخه د انساني ډال په توګه استفاده وشي. دا په دې معنی نه ده چې تاسو یو میلیون خلکو ته امر وکړئ چې خپل کورونه له سوېل څخه وباسئ، چېرې چې نه سرپناه شته، نه اوبه، خواړه، درمل او یا د سونګ توکي او بیا په جنوب کې بمباري کوئ."

اسرائيل ملګرو ملتونو ته: تېل له حماس وغواړئ

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو او اسرائيلو تر منځ دا "تا ویلې، ما ویلې" داسې مهال رامنځ ته کېږي چې غزه د جګړې له کبله له بشري ناورین سره مخ ده.

د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه غزې ته د ډېرو اړینو بشري مرستو رسولو لپاره د بشردوستانه محلوظاتو له مخې د جګړې د درېدو غوښتنه کوي.

په غزه تړانګه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه کارکوونکو هم خبرداری ورکړی چې د چارشنبې له شپې وروسته د نور فعالیت لپاره تېل نه لري.

خو د اسرائیل پوځ د سپوږمکۍ په وسیله غزه کې دننه د تېلو د لسګونو ټانکو د یوه اخیستل شوي عکس له خپرولو سره حماس د تېلو په زېرمه کولو تورن کړی. ویلي یې دي چې حماس همدا اوس ۵۰۰ زره لیټره تېل لري.

د اسرائيل پوځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسولو برخې ته ویلي، "له حماسه یې وغواړئ، ښايي یو څه درکړي."