پر غزې تازه بمبارۍ؛ په مرستو بار لارۍ سیمې ته رسېدلې دي

د ویډیو تشریح، پر غزې تازه بمبارۍ؛ په مرستو بار لارۍ سیمې ته رسېدلې دي

اسرائیلو پر غزې تړانګه تر احتمالي ځمکني برید مخکې خپل هوايي بمبارۍ ګړندۍ کړې دي- دا د حماس له بریدونو دوې اوونۍ وروسته چې ۱۴ سوه اسرائیلیان په کې ووژل شول او ۲۱۲ نور حماس له ځان سره یرغمل کړل.

په تېرو ساعتونو کې د مرستو اوولس بار وړونکې لارۍ د رفح پولې له لارې سیمې ته داخلې شوې دي. ۲۰ لارۍ پرون تېرې شوې. دا دویم کاروان دی خو ملګري ملتونه وايي د ورځې شاوخوا ۱۰۰ لاریو ته اړتیا ده.

زموږ د غزې خبریال، رشدي ابو علوف د غزې په جنوب کې د مرستو په یوه کمپ کې دی.