کراچۍ کې تښتول شوې سعودۍ ښځه خپل هېواد ته لېږل شوې او تورن کس سبا محکمې ته وړاندې کېږي

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, شهزاد ملک او عزیزالله
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان ځايي امنیتي ادارې وايي، هغه سعودۍ مېرمن چې څه موده مخکې تښتول شوې او په کراچۍ ښار کې موندل شوې وه، نن جمعه یې خپل هېواد سعودي عربستان ته لېږلې ده.

د اسلام اباد پولیسو یوه چارواکي د پېژندګلو نه په ډاګه کولو په شرط بي‌بي‌سي ته د دغه خبر پخلي تر څنګ ویلي چې په دې قضیه کې ښکېل کس اوسمهال په توقیف کې دی او ورته د سزا اورولو لپاره به سبا اړوند محکمې ته وړاندې کړل شي.

د اسلام اباد پولیسو دغه چارواکي همدا راز ویلي چې کله یې دغه ښځه او سړی په کراچۍ ښار کې تر نيول کېدو وروسته بېرته اسلام اباد ته لېږدول نو په لومړیو پوښتنو ګروېږونو کې دوی دواړو اعتراف کړی چې په خپله خوښه یې په محکمه کې واده سره کړی دی.

د یادونې ده، چې د دې قضیې رپوټ پاکستان کې د سعودي عرب سفارت یوه کارکوونکي بدر الحریبي د اپریل پر ۱۸مه له پولیسو سره ثبت کړی و.

د پلازمېنې پولیسو سره دې ثبت شوي رپوټ کې ادعا شوې وه، چې یوه پاکستاني وګړي دا سعودۍ ښځه د اسلام اباد له سکټر ۸ سیمې تښتولې.

ځايي پولیس وايي، د سې شنبې پر شپه یې د موبائل ټلیفونونو سنګالونو تعقیب له لارې د یادې ښځې او سړي ځای ځایګی معلوم کړ او دواړه یې په کراچۍ ښار کې وموندل.

تورن کس د پښتونخوا د کوز دیر دی

یوه ځايي پولیس چې د دې قضیې په پلټنه کې مسوولیت لري، بي بي سي ته وویل، چې تېره ورځ د موبائل ټلیفونونو لوکېشن یا ځای ځایګي کې د سند ایالت لاړکانه سیمه او بیا وروسته کراچۍ څرګندېده، چې له هغه وروسته د پولیسو یوه ډلګۍ د دې کسانو موندلو لپاره هلته واستول شوه او دغه کسان یې په یوه مېلمستون کې وموندل.

د یادونې ده، چې نیول شوی تورن کس د خیبر پښتونخوا کوز دیر اوسېدونکی دی او د ده خپلوان او ځايي مخور ادعا کوي، چې دې سړي سعودۍ ښځه نه ده تښتولې.

اسلام اباد پولیس وايي، دواړه کسان یې له کراچۍ ښاره نیولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسلام اباد پولیس وايي، دواړه کسان یې له کراچۍ ښاره نیولي دي.

د ځايي خلکو په وینا ځايي خلکو د دې لپاره جرګه هم کړې وه، چې دا موضوع په سوله ییزه توګه حل شي، د سړي له کورنۍ سره هم په اړیکه کې وو، خو وروسته معلومه شوه، چې یاد سړی او سعودۍ ښځه له سیمې وتلي دي.

ځايي پولیس وايي، تورن سړی ۲۲ کلن دی او له مخکې یوه مېرمن لري.

د جرګې یوه غړي محب الله بي بي سي ته وویل، چې په همدې موخه ځايي سیاسي مشران او د ځايي ادارې منتظمین هم د سړي له کورنۍ سره په اړیکه کې وو، خو وروسته معلومه شوه، چې سړی او ښځه دواړه له کوره وتلي دي.

د تورن سړي کورنۍ بیا ادعا کوي، چې دی په سعودي عرب کې له دې ښځې سره د موټر چلوونکي په توګه دنده درلوده او دا ښځه مخکې هم له ده سره پاکستان ته راغلې وه.

د کورنۍ غړو په خبره وروستی ځل دا ښځه له اختره مخکې په روژه کې پاکستان ته راغله.

د دې قضیې په پلټنو کې د کوز دیر سیمې یوه شامل پولیس وویل، لومړی ځل چې یاده ښځه پاکستان ته راغلې وه، د سړي پلار له توصیې وروسته بېرته ستنه شوې وه.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیسو یوه چارواکي بیا په دې هکله بي بي سي ته وویل، دوی د دې قضیې په لړ کې د پرمختګ معلومات د سعودي عرب سفارت له کارکوونکو سره شریکوي.