سعودیانې به اوس د پیغام لارې په خپل 'طلاق' خبرېږي

د عکس سرچینه، AFP/Getty
سعودي عربستان په یوه نوي قانون سره محکمو ته امر کړی چې د یوه لنډ تایید پیغام استولو له لارې ښځې د هغوی د طلاق د حکم په اړه خبرې کړي. په پام کې ده چې دا قانون په دې هېواد کې د 'غیابي او پټ طلاق' پرسر بحث ته پای ورکړي.
په پام کې ده نن (یکشنبه، جنوري ۶مه) محکمه د طلاق په اړه د یوه لنډ ټیلیفوني پیغام په استولو سره خپله پرېکړه زوجینو ته واوروي.
دا قانون ښځو ته د هغوی د مهر او نفقې په څېر د حقونو ورکولو کې مرسته کوي او په سعودي عربستان کې وکیلانې وايي ددې قانون په پلي کېدو سره به هغې پدیدې ته د پای ټکی کېږدي چې سړو بهد ښځو له اجازې پرته هغوی ته طلاق ورکاوه.
سعودي عربستان تېر کال هم د ځینو قوانینو په تصویبولو سره ښځو ته ټولنیزه ازادي ورکړه، چې د ګاډي چلولو او د ښځو قضاء هم پکې راځي.
پر دې سربېره، لاهم سعودي عربستان یو نرواکی هېواد ګڼل کېږي.
سعودۍ وکیله نسرین القامدي بلومبرګ خپرنۍ ته ویلي: "دا قانون د هغو ښځو لپاره ښه ګام دی چې د طلاق پروخت د خپل حق دفاع وکړای شي؛ لکه مهریه او نفقه یې."
په ورته وخت کې، سامعة الهندي د سعودي عربستان یوې ورځپاڼې ته ویلي، ډېری ښځې د طلاق د حکم جاري کېدو په اړه د بې خبرۍ له کبله د محکمې پروړاندې شکایت کړی.

د عکس سرچینه، AFP/Getty
دا نوی قانون د ځوان سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو د لړۍ یوه برخه ګڼل کېږي؛ داسې احکام چې تېر کال یې په اړه ښځو د فوټبال ورزشي لوبغالو ته د ورتګ اجازه ومونده.
پر سعودۍ ښځو اوس کوم بندیزونه دي؟
که څه هم په سعودي عربستان کې یولړ ټولنیز اصلاحات راغلي، خو په دې هېواد کې لاهم ښځې له ګڼو فعالیتونو محرومې دي او د خپل مېړه یا پلار یا ورور او یا زوی له اجازې پرته ځینې فعالیتونه نه شي کولی.
لاندې هغه پر ښځو ځینې محدودیتونه دي:
- د پاسپورټ اخیستو غوښتنلیک
- له هېواده بهر ته سفر کول
- د ښار منځ کې انفرادي سفر
- د بانکي ګڼون پرانیستل
- د ځینو فعالیتونو پیلول
- د یوه نارینه له ملګرتیا پرته له زندانه وتل
- د ښکلا او ترمیمي جراحۍ غوښتنه

د عکس سرچینه، AFP/Getty









