د اسرائیل پوځ وايي، د درې یرغمل شویو کسانو مړي یې موندلي دي

د عکس سرچینه، BRINGHOMENOW ON INSTAGRAM
- Author, رافي بیرګ
- دنده, بي بي سي
د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) مسوولین وايي، په غزه کې د درې یرغمل شویو اسرائیلیانو مړي موندلي دي. مسوولین وايي، موندل شوي مړي د شاني لویوک، امیت بیوسکیلا او ایتژاک ګیلیرینتیر په نومونو پېژندل شوي دي.
اې ډي ایف چارواکي وايي، دا کسان د اکتوبر پر ۷مه وژل شوي او مړي یې غزې ته لېږدول شوي وو. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دا مړي د حماس په یوه تونل کې موندل شوي دي.
د یادونې ده، چې د حماس په بریدونو کې چې ناڅاپه یې د اسرائیل دننه وکړل، تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي وو. حماس وسله وال له هغو بریدونو وروسته ۲۵۲ اسرائیلیان د یرغمل په توګه غزې ته لېږدولي وو.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د مړو موندل کېدو خبر ''زړه ماتونکی'' بللی دی. نوموړي په دې هکله وویل: ''موږ به خپل ټول یرغمل کسان بېرته راوړو، که ژوندي وي او که یې مړي وي.''
ای ډي ایف ځواکونو بیا په دې تړاو یوه اعلامیه کې ویلي، دغه درې مړي یې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې موندلي دي. دوی زیاتوي په غزه کې له نیول شویو ''ترهګرو یې د تحقیقاتو په ترڅ کې'' معلومات تر لاسه کړي وو.
د مسوولینو په وینا دا کسان په سویلي اسرائیل کې د نوا مېلې پر مهال له برید وروسته یوې څلور لارې ته نژدې وژل شوي او بیا یې مړي غزې ته لېږدول شوي وو.
په هغه مېله کې د برید پر مهال ۳۶۰ کسان وژل شوي وو. د یادونې ده، چې له یرغمل شویو کسانو ۱۲۵ لا هم په نامعلوم وضعیت کې دي او پاتې نور یا خوشي شوي او یا هم ژغورل شوي دي.
په نومبر کې د یوې هوکړې له مخې حماس ۱۰۵ یرغمل شوي اسرائیلیان د یوې اونۍ اوږده اوربند او له اسرائیلي زندانونو د د ۲۴۰ فلسطیني زندانیانو خوشي کېدو بدل کې پرېښوول.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د نادرکه یرغمل شویو کسانو له ډلې یې څومره ژوندي پاتې دي.











