کراچۍ ښار کې د افغان سوداګرو څه باندې درې نیم زره کانټینره مالونو د پرېښودو هوکړه شوې

حزب الله

د عکس سرچینه، Taliban

په کراچۍ کې د افغان سوداګرو څه باندې درې نیم زره کانټینره مالونو د پرېښودو هوکړه شوې.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر او د سوداګرۍ خونې دواړو بي بي سۍ ته وویل، له پاکستاني چارواکو سره په کراچۍ کې د بندو شاوخوا څلور زره کانتینره مالونو پر سر يې خبرې شوې چې له دې جملې نږدې ۳۶۳ کانتینره لا هم پاتې او نور يې سر له سبا د افغانستان لور ته لیږدول کېږي.

دا مالونه له یوې نیمې میاشتې راهیسې د پاکستان د حکومت د یوې نوې پالیسۍ له مخې په کراچۍ بندر کې بند وو، چې ۲۱۲ قلمه توکي په کې دي.

افغان سوداګرو وايي، چې ځینې لومړني او اړین توکي هم پکې دي.

د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د شاوخوا څلور زرو هغو بندو شوو کانتینرونو برخلیک معلومول هغه هېواد ته د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ د وزیر او د سوداګرو د استازو د سفر یوه عمده موخه وه.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو د مشرۍ پلاوي غړی خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل، له ۳۷۰۰ هغو کانتینرونو چې په کراچۍ بندر کې درول شوي وو، ۳۶۲ یې لا هم هلته بند دي خو پاتې ته یې افغانستان ته د تګ اجازه ورکړل شوې او سر له سبا ښايي افغانستان ته وخوځېږي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، دا هوکړه په هغه غونډه کې شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ له وزیر او ورسره پلاوي سره کړې.

حزب الله

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ دغه پلاوی تېره اونۍ د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی و.

افغانستان سوداګر د پاکستاني چارواکو دا پرېکړه او په کراچۍ بندر کې د دغه لوړ شمېر مالونو تم کول چې اړین توکي هم پکې شامل دي، د سوداګرۍ د نړیوالو قوانینو خلاف بولي.

افغان پانګوال د کراچۍ بندر له لارې له چین،‌ مالیزیا،‌ اندونیزیا، هند، متحده عربي اماراتو او اروپايي هېوادونو توکي افغانستان ته وړي.

افغان پانګوال وايي،‌ په اپټا نومي سوداګریز تړون کې داسې کومه قانوني ماده نشته چې له مخې یې مالونه وګرځول شي، محصول پرې ډېر شي او یا هم ټکس او تضمین پرې واخیستل شي.

اپټا د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د سوداګریزې راکړې ورکړې تړون دی چې د جمهوریت له مهاله پلی کېږي او څو ځلې غځول شوی دی.