ښځې د میاشتني عادت پر مهال د نورو ورځو پرتله ښه ورزش کولی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې څېړنې موندلې چې ښځې د میاشتني عادت پر مهال په ورزش کې لږې تېروتنې کوي او غبرګون یې چټک وي.
په دې څېړنه کې د میاشتني عادت پر مهال د ۱۴ ورځو په لړ کې د ۲۴۱ښځو وضعیت ارزول شوی.
دوی د میاشتني عادت پر مهال ښه وضعیت نه درلود او فکر یې کاوه چې فعالیت به یې ښه نه وي، خو په منځنۍ کچه یې ۱۲ سلنه له توپ سره په تړلو حرکاتو کې چټکوالی راغلی و او ۲۵ سلنه د دې احتمال و، چې د اټکل شویو مهارتونو په ازموینه کې بریالۍ شي.
ډاکټره فلامینا رونکا، چې د دې څېړنې اصلي لیکواله ده، وايي: "دا څېړنه چې د ورزش، ورزش او روغتیا بنسټ له خوا شوې او د نیوروفیزیولوژیا مجلې له خوا خپره شوې، د هغه ثبات اصل دی، چې د میاشتني عادت پر مهال د ښځو په بدن کې له هورموني بدلونونو سره اړیکه لري."

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې ویلي: "هغه څه چې مونږ وینو دا دي، چې د لویتال مرحلې پر مهال غبرګون یو څه ورو دی او دا هغه واقعیت سره سمون لري چې مونږ د ډېرو زیانونو شاهدان یوو."
لویتال مرحله (د میاشتني عادت د یوې دورې په نیمايي برخه کې پیلېږي او کله چې میاشتنی عادت راورسېږي، پای ته رسېږي. یعنې که ستاسې د میاشتني عادت دوره ۲۸ ورځې وي، د لویتال فاز یا مرحله په ۱۵مه ورځ پیلېږي او ستاسې د میاشتني عادت له پېلېدو سره پای ته رسېږي.)
د لویتال مرحله کې ښځې دا لاندې حالتونه تجربه کوي:
د استروجن هورمون کمښت چې د مغزو ځینې برخې تحریکوي
د پروجسترون د کچې زیاتوالی چې د اداراکي فعالیت مخه نیسي او د غبرګون وخت ورو کوي.
دا بدلونونه د میاشتني عادت پر مهال برعکس کېږي.
ډاکټرې رونکا بي بي سي ته ویلي، هغه ښځې چې تماسي ورزشونه(فوټبال، رګبي، بوکسېنګ) کوي، د میاشتني عادت پر مهال هم په عادي بڼه خپل ورزش روان وساتي. د میاشتني عادت پر مهال چې ښځې ورزش کوي، لږې تېروتنې کوي او غبرګون یې چټک وي.
د میاشتني عادت پر مهال په بدن کې فزیکي او کیمیاوي بدلونونه رامنځته کېږي، چې د ورزش له لارې یې اغېز کمېدای شي. ورزش کولی شي د اندروفین (ښه احساس هورمون) په بدن کې زیات کړي. دا هورمون اندېښنه، خپګان او درد کموي او د مزاج په ښه کولو کې مرسته کوي.











