غزه‌وال: "تر روژې مخکې هم موږ روژه نیولې وه"

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د میلیونونو مسلمانانو د روژې مبارکې میاشتې د روژې پیلولو لپاره د تیاریو په دوام، د غزې د تړانګې خلک له پنځو میاشتو ‌‌ډېرې مودې راهیسې د غزې په تړانګه کې د روانې جګړې له کبله په استثنايي شرایطو کې ژوند کوي.

د UNRWA د شمېرو له مخې، د غزې د تړانګې د خلکو شرایط د ۱٫۷ میلیون خلکو بې ځایه کېدو سره خورا پېچلي کېږي چې د ټول ۲٫۳ میلیون نفوس ۷۵٪ جوړوي او ټول یې په "وحشتناکو" شرایطو کې ژوند کوي. هغه څه چې په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي جیمي مک ګولډریک ویلي وو، لوږه په ځانګړې توګه د غزې په شمال کې ناوریني کچې ته رسېدلې ده.

شمالي غزه: "تر روژې مخکې هم موږ روژه نیولې وه"

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې میاشتې له شپږمې نېټې راهیسې د غزې په شمال کې د خوارځواکۍ او د اوبو د کمښت له امله د مړو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی دی.

ام محمد هغه ښځه ده چې له خپل مېړه او څلورو ماشومانو سره د غزې په شمال کې په یوه خیمه کې ژوند کوي، دا خېمه د دغې مور د بې ځایه کېدو په سفر کې لسم تمځای دی، هغه د جګړې په پیل کې د غزې شمال العطاطره سیمه کې له خپل کوره ووتله.

ام محمد څو ځله د ښوونځیو او پنا ځایونو ترمنځ و اوسېده، ځکه چې ډېری یې د اسرائیلو لخوا بمباري شول.

دغه مېرمن کیسه کوي چې مېړه یې د شمال څخه د وتلو څخه انکار وکړ، په سیمه يیزه ژبه کې یې زیاته کړه: "ما خپل مېړه ته وویل، 'راځئ چې جنوب ته لاړ شو، هغه وویل جنوب ته د تللو پرتله موږ غواړو په خپل هېواد کې مړه شو.. او حتی د جنوب خلک هم نه پوهېږي چې څنګه خپلو کورونو ته راستانه شي".

ام محمد زموږ د روژې د میاشتې د تیاریو په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه کړه، خو ویې ویل: "روژه نشته او زما ټوله کورنۍ په جنوب کې ده، دلته هېڅوک نه دي راپاتې. په حقیقت کې موږ همدا اوس روژه یو."

ام محمد د دوی ورځنی حالت بیانوي، یادونه کوي چې د دوی خواړه اوس مهال پر "وښو" پورې محدود دي، هغه بوټي چې وچ شوي او څارویو ورته کول کېږي.

هغه د "وښو" سربېره هره ورځ د خپلو ماشومانو لپاره "ساک" پخوي، چې اوس یې د حاصل وخت دی، هغه وايي ان د غزې له شمالي ځمکو د ساک بوټي له ورکېدو سره مخامخ شوي. اوس دا د سلګونه زره بې ځایه شویو ماشومانو خواړه دي.

ام محمد زیاتوي: "موږ د څارویو، خرو او او سویانو لپاره خواړه لرو، میده کوو او موږ یې خورو، زما زوی پرون چیغې وهلې، "مورې زه سپینه ډوډۍ غواړم، له کوم ځایه یې راوړم؟"

د اوبو په اړه، د غزې په شمالي سیمو کې کورنۍ د څښاک د اوبو د نشتوالي له امله مالګینې اوبه څښي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د غزې په شمالي سیمو کې بې ځایه شوي خلک د پاکو اوبو د نشتوالي له کبله خړې او ناپاکې اوبه څښي.

ام محمد وايي، د غزې په شمالي سیمو کې د روژې د میاشتې لپاره د چمتووالي څرک نه لګېږي، په څو سیمو کې د کورنیو د جلا کېدو او د هغوی د وېشلو او د خوراکي توکو، اوبو، درملو او د ژوند د ډېرو اړتیاوو د نشتوالي په اړه د ځینو هڅو سره سره اوسېدونکو ته د هوا له لارې مرستې راغورځول کېږي، خو نوموړې وايي دا مرستې په لرې پرتو سیمو کې بحر کې راغورځېږي او نه شي تر لاسه کېدلی، په داسې حال کې چې ټول خلک د مرستې بستو ته نژدې کېږي، څنګ ته یې نورې بستې راغورځول کېږي چې ترلاسه کول یې ناشوني دي.

دغه مور یې وايي: "کله چې زما ماشومان الوتکه وویني، ما ته وايي، مورې، مورې، دلته مرسته ده، زه یې له کوم ځای څخه ترلاسه کولی شم؟".

سوېل: "موږ په اصل کې بې کوره یو، د روژې لپاره څنګه چمتووالی نیسو؟"

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

که څه هم د غزې جنوبي سیمې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسدېو شاهدانې دي، خو د ملګرو ملتونو په وینا، د بې ځایه شویو خلکو د شمېر او د بشري شرایطو له امله چې دوی په کې ژوند کوي، د خوراکي توکو د سخت کمښت مخه نه ده نیول شوې.

په رفح کې یوې بې ځایه شوې مېرمن مونا د روژې لپاره د چمتووالي په اړه ځواب کې وویل، د روژې لپاره د چمتووالي اصطلاح د غزې د خلکو په شرایطو او واقعیت کې نه پلي کېږي. خلک په خېمو کې اوسېږي او په کوڅو کې یې اړولي، اصلا دلته هېڅ شته نه".

یوه له هغو ستونزو چې د سوېل خلک به سږ کال د روژې په میاشت کې ورسره مخ وي، د ګاز نشتوالی دی، چې د پخلي په کارونو کې ګټه ترې واخلي او پر وخت د خوړو نشتوالی دی. "د خوراک د ساتلو کومه لاره نشته، نه برق شته او نه هم کوم وسايل، موږ خواړه په اور باندې تياروو، د روژې په مياشت کې په ښځو باندې ډېر فشار دی، ځکه چې پخلی به په خېمو کې دننه اور باندې وي. ښځې ناستې وي او خواړه چمتو کوي، په دې معنی چې هغه د ورځې شاوخوا شپږو ساعتونو ته اړتیا لري چې خپلو ماشومانو ته خواړه چمتو کړای شي.

مونا - چې له خپل پلار، مور، ورور او ورېندارې او خپلو درېیو ماشومانو سره ژوند کوي - د غزې تړانګې په جنوب کې د کورنیو او په شمال کې د پاتې کورنیو د شرایطو په اړه وايي: "د روژې د تياريو په اړه به څه ووایم، د شمال خلک نه اوړه لري، نه يې کومه نښه، نه سبزيجات، مېوې او څه نه شته، چې هر څه يې بند کړي، يوازېنۍ اندېښنه يې دا ده. دوی د روژې له راتګ مخکې روژه‌تیان وو".