بایډن: د غزې په جګړې کې د نتنیاهو چلند اسرائیلو ته زیان رسوي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، دی باور لري چې په غزه کې د حماس پر ضد جګړې کې د اسرائیلو د لومړي وزیر چلند تر هغه چې اسرائیلو ته ګټه وکړي تر هغه زیات ورته زیان رسوي.

هغه اېم اېس اېن بی سي خبري شبکې ته ویلي، بنیامین نتنیاهو حق لري چې حماس تعقیب کړي، خو هغه باید د بې ګناه فلسطینیانو ژوند ته ډېر پام وکړي.

سره له دې، چې جو بایډن ویلي، د اسرائیلو دفاع د امریکا لپاره حیاتي ده او هغه به د اسرائیلو د کړنو لپاره "سرې کرښه" ونه ټاکي. هغه دا هم ویلي، هغه به د روژې له پیل مخکې د احتمالي اوربند لپاره خپلې هڅې ونه دروي.

د غزې په جګړه کې له اسرائیلو د امریکا دفاع او ملاتړ په ټوله نړۍ کې له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

په وروستیو کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ مسوول جوزپ بوریل پر جوبایډن نیوکه کړې، چې اسرائیلو ته لږ وسلې ورکړي او ویلي یې دي: "نتانیاهو د هیچا خبرو ته غوږ نه نیسي او غواړي خلک له غزې څخه وباسي، خو چېرته؟ سپوږمۍ ته؟"

د امریکا پوځي کښتۍ د بندر جوړولو لپاره غزې ته ځي

د امریکا پوځ وايي یوه پوځي بېړۍ یې ختیځ ته روانه ده او د غزې په سواحلو کې د موقتي بندر د جوړولو لپاره تجهیزات لېږدوي.

دغه کښتۍ، "جنرال فرانک ایس بیسن" د شنبې په ورځ د ویرجینیا ایالت له پوځي اډې خوځېدلې ده.

دغې بېړۍ وروسته تر هغه حرکت کړی، چې ولسمشر جوبایډن وویل، امریکا به د سمندر له لارې غزې ته د مرستو رسولو په موخه بندر جوړولو کې مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې په تړانګه کې قحطي "سخته" ده او ماشومان له لوږې مري.

د ځمکې او هوا له لارې د مرستو رسول ستونزمن او خطرناک ثابت شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وروسته له هغه د ځمکې له لارې د مرستو رسول ودرول، چې پر کاروانونو یې وسله وال بریدونه وشول او ولوټل شول.

د جمعې په ورځ ، داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو، کله چې د مرستو کڅوړو پاراشوټونه په سمه توګه خلاص نه شول، پنځه تنه د کڅوړو راغورځېدو له امله وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې یو پر څلورمه برخه وګړي د لوږې او قحطۍ له امله د مرګ له خطر سره مخ دي.

غزه د بار وړلو لپاره اړین ژور بندر نه لري، او امریکا له څو اونیو راهیسې سیمې ته د توکو راوړلو لپاره د یوې لارې په لټه کې ده. په همدې وخت کې دغه هېواد په ټوله کې پر اسرائیلو خپل فشارونه زیات کړي او د غزې له حالاتو یې خپله ناخوښي ښوولې ده.

غزه کې قحطي او د بشري ناورین اندېښنې

غزه

د عکس سرچینه، CENTCOM

د روغتیا نړیوال سازمان هم په روانه اونۍ کې خبرداری ورکړ، د غزې په شمالي سیمو کې ماشومان د لوږې له امله مړه کېږي او اټکل دی، چې شاوخوا ۳۰۰ زره فلسطینیان خوراکي توکو او پاکو اوبو ته لږ لاس رسی لري.

پر بشري مرستو بار لارۍ د مصر تر کنټرول لاندې د رفح بندر له لارې او د اسرائیلو تر کنټرول لاندې د کرم شالوم له لارې د غزې سوېل ته ننوځي، خو شمالي غزه، چېرې چې د اسرائیلو ځمکني عملیات متمرکز دي، تر ډېره حده له بشري مرستو محرومه پاته شوې.

امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو غزې ته د خوراکي توکو لېږدولو ته مخه کړې، خو مرستندویه سازمانونه وايي، دا چاره د غزې د خلکو مخ په زیاتېدونکې اړتیاوې نه شي پوره کولای.

په غزه کې جګړه چې د اکټوبر په اوومه نېټه د حماس له خوا پر اسرائیلو د برید په غبرګون کې پیل شوې، په غزه کې د بشري ناورین د زیاتېدو لامل شوې ده. او د دې سیمې لږ تر لږه څلورمه برخه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

لوېدیځو هېوادونو پر اسرائیلو فشار راوړی چې د غزې له خلکو سره مرستې زیاتې کړی او نورې لارې پرانېزي.

پر اسرائیلو تور دی چې غزې ته د مرستو په رسولو کې خنډونه رامنځ ته کوي. د ملګرو ملتونو یو خپلواک کارپوه د پنجشنبې په ورځ اسرائیل تورن کړل چې په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې یې د "لوږې رامنځ ته کولو چاره" پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مایکل فخري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل: "په غزه کې د لوږې انځور د زغم وړ نه دی او تاسو هېڅ هم نه کوئ."