افغانستان کې د جګړې پر مهال د برتانويو ځواکونو په عملیاتو کې لږترلږه ۶۴ ماشومان وژل شوي

افغانستان کې بریتانوي ځواکونه

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، د هلمند کجکي ولسوالۍ کې بریتانوي ځواکونه، د ۲۰۰۷ کال جنوري
    • Author, جنتن بېل
    • دنده, د ب‍ي بي سي‌ د دفاعي چارو خبریال

د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د بریتانوي پوځيانو د عملیاتو پرمهال لږ تر لږه د ۶۴ ماشومانو د وژل کېدو له کبله د هغوی کورنیو ته تاوان ورکړی دی.‌ دا شمېره له هغو څلور برابره لوړه ده چې وړاندې د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړې وه.‌

دا شمېر د وسله وال تاوتریخوالي لپاره یوې خیریه مؤسسې (چریټي اکشن) له څو غوښتنو وروسته ترلاسه شوی.

د بریتانیا د دفاع وزارت اسنادو کې چې وار له مخه خپاره شوي، خو ځینې برخې یې پټې ساتل شوې وې، یوازې د ۱۶ ماشومانو خپلوانو ته د تاوان د ورکړې خبره شوې وه.

خو د وسله وال تاوتریخوالي په تړاو اقدام په نامه د خیر ښېګڼې یوې ادارې د نورو مالوماتو له غوښتنې وروسته ‌اوس ویل کېږي چې دا شمېر لږ تر لږه ۶۴ دی.‌

ګرافیک

د پېښو په تړاو ټولو ثبت شویو رپوټونو کې د وژل شویو ماشومانو عمرونه نه وو لیکل شوي.

ډېری دغه ماشومان د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ هلمند ولایت کې د بریتانوي سرتېرو پوځي عملیاتو کې وژل شوي.

د ډېری ماشومانو د مړینې لامل د بهرنیو ځواکونو بریدونه او جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ نښتو کې ایسار پاتېدل ښودل شوي.

په ټوله کې د شاوخوا ۴۰ سلنه وژل شویو ماشومانو عمرونه تر ۱۰ کلونو ټیټ دي.

هرې کورنۍ ته د ورکړل شوي تاوان کچه په پراخه کچه توپیر لري.

د هر ماشوم لپاره ورکړل شوی تاوان په منځنۍ کچه څه د پاسه ۱۶۰۰ پونډه دي.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، جګړه کې د هر ملکي وګړي وژل کېدل ویرجنه پېښه ده.

برتانوي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا د دفاع وزارت د چارواکو په وینا،‌ هېواد یې ددغه خطر د مخنیوي لپاره سخت کار کړی، خو دغه ستونزه هېڅکله په بشپړه توګه له منځه نه شي وړل کېدای.‌

د وسله وال تاوتریخوالي په تړاو د اقدام خیریه ادارې ویلي ددغو مالوماتو په ترلاسه کولو ددومره وخت لګېدل د دفاع وزارت په چارو کې د روڼتیا نشتوالی جوت کړی او دا پوښتنه راپورته شوې چې ایا له دې زدکړې شوې او که څنګه.‌