د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې یو افغان وګړی په ۱۲ کاله بند محکوم کړ

زندان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۹۲ کال کې د څرخي پله زندان ته د ننوتلو دروازه

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې محکمې پنجشنبه ویلي دغه سړی د ۱۹۸۰یمو کلونو پر مهال کابل کې د څرخي پله زندان قوماندان پاتې شوی او په دې موده کې یې د وخت د حکومت ګڼ سیاسي مخالفان ربړولي دي.

خو دغه سړي چې ۷۶ کلن او هالنډ کې د عبدالرفیف په نوم پېژندل کېږي، ویلي محکمې د بل چا په ګومان او ناسم هویت محاکمه کړی.

هغه د هاګ محکمې قاضیانو ته وویل "زه هغه کس نه یم چې تاسې یې په اړه غږېږئ."

له دې سره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا برخې مشرې پاتریشا ګوسمن د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې دا پرېکړه ستایلې.

هغې پر خپل ټویټر لیکلي: "بالاخره یو څه عدالت تامین شو: هغه کس چې افغانستان کې یې جنګي جرمونه کړي، په ۱۲ کاله بند محکوم شو. اوس که دوی غواړي ادامه ورکړي، نو ما سره (د جنګي مجرمانو) اوږد نوملړ شته."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

خو هغې دا نه ده روښانه کړې چې د کوم لیست خبره کوي او د کومو کلونو پر مهال په جنګي جرمونو د تورنو کسانو نومونه پکې شامل دي.

د قاضیانو لخوا د وړاندې شویو اسنادو له مخې دغه سړی تورن شوی چې هالند کې یې بدل نوم (عبدالرفیف) ورکړی.

دوی ویلي د هغه خپل نوم عبدالرزاق عارف دی، چې له ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۰ کال پورې د څرخي پله زندان قوماندان و.

د دغو کلونو پر مهال افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له ملاتړه برخمن کیڼ اړخی حکومت د مجاهدینو پر وړاندې د مقاومت جګړه کوله.

دې جګړې په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته زور اخیستی و.

څارنوالان وايي عبدالرفیف څرخي پله زندان کې د سیاسي بندیانو مسوول و، چې په غیرانساني وضعیت کې ساتل کېدل.

ویل شوي چې د هغه تر امر لاندې ساتونکو بندیان وهلي، ربړولي او وژلي دي.

زندان پلچرخی

د عکس سرچینه، SIGAR

خو هغه د محاکمې پر مهال له ده ټولې شوې پوښتنې خپلو وکیلانو ته راجع کړې، او ویل یې چې پخپله مریض او سربداله دی او هېڅ نه وریادېږي.

رفیف په ۲۰۰۱ کال هالنډ کې پناه غوښتې او هالنډی تابعیت ورکړ شوی دی.

څارنوالانو ويلي، چې پوليسو په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغې پلټنې پیل کړې چې معلومه شوه د څرخي پله زندان دغه پخوانی قومندان هالنډ کې اوسېږي.

هالنډ کې چارواکو په بېلابېلو هېوادونو کې له ۲۵ شاهدانو سره د ده په اړه خبرې کړې دي.

هالنډ تر دې وړاندې هم د افغانستان د پوځي استخباراتو درې جګپوړي چارواکي د همدغو کلونو پر مهال د ورته جرمونو له مخې محاکمه کړې دي.