د پاسپورټونو نړیواله درجه بندي؛ سویس لومړی او افغانستان وروستی دی

h

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان پاسپورټ سږ کال هم د نړۍ د ۱۹۹ هېوادونو د پاسپورټونو په منځ کې وروستۍ ځای خپل کړی دی.

د نړیوال اعتبار له مخې د پاسپورټونو درجه بندي هر کال د نوماد کاپټلیسټ په نامه د سلا مشورو یو امریکایی شرکت اعلانوي.

په نوې درجه بندۍ کې د سویس پاسپورټ لومړی، د ایرلنډ دویم او پرتګال درېیم مقام خپل کړی دی.

د افغانستان ګاونډیان هم له افغانستان څخه ډېر مخکې نه دي - ایران ۱۹۰ او پاکستان ۱۹۵، تاجکستان ۱۴۵، ازبکستان، ۱۴۷ او ترکمنستان هم ۱۸۰ ځای لري.

د نوماد په سږنۍ درجه بندۍ کې د پاسپورټونو ځینې متحرک بدلونونه د دې لامل شوي چې ځينې هېوادونه مخکې او ځینې هم وروسته لاړ شي.

په دې منځ کې سویس په یادو برخو کې د ښه چلند له مخې توانیدلی چې په تېرو دوو کلونو کې له پنځم ځای څخه لومړي مقام ته راشي.

خو د تېر کال لومړی نمره، متحده عرب امارات بیا د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د مالیې نوي قانون رامنځته کولو له امله شپږم ځای ته را لوېدلی دی.

u

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې نوې درجه بندې له مخې لسو غوره هېوادونو کې هم ځینې بدلونونه راغلي ، هالند او ناورې نوي نوملړ ته راغلي او په ځای یې سویډن او چک جمهوریت ترې وتلي دي.

د لویو هېوادونو په کچه امریکا ۴۴، بریتانیا ۱۴، روسیه ۹۶ او چین ۱۲۰ ځای کې راغلي دي.

د نوماد کاپټلیسټ ( Nomad Capitalist ) اداره چې د مالیو او کډوالۍ برخو کې د سلا مشورو شرکت دی د پاسپورټونو درجه بندي د پنځو مهمو ځانګړنو له مخې ټاکي.

د بېلابېلو هېوادونو پاسپورټونو ارزښت د بې ویزې سفر، د ټیکسونو یا مالیو سیسټم، د پاسپورټ نړیوال اعتبار، دوه ګوني تابعیت او هېوادونو کې فردي ازادیو له مخې ټاکل کېږي.

د نوماد کاپټلیسټ ادارې په وینا دوی د انډیکس یا شاخص لپاره معلومات د بېلابېلو هېوادونو له سفارتونو، ای اې ټي اې، هېنلې ویزه، د بندیزونو درجه بندۍ، د هېوادونو مالیو درجه بندۍ، شخصي تجربو، سوداګریزو سلاکارانو، د خوښۍ نړیواله درجه بندي، د بشري پرمختګ رپوټ او دغه راز له ځینې نورو ادارو تر لاسه کړي دي.