طالبان: اوسنۍ تذکرې او پاسپورټونه اعتبار لري؛‌ ښایي راتلونکې کې پرې 'اسلامي امارت' ولیکل شي

پاسپورټ

د عکس سرچینه، ECONSULATE.GOV.AF

افغان طالبانو ویلي، ټولې هغه افغان تذکزې او پاسپورټونه چې د پخواني حکومت لخوا وېشل شوي دي، د اعتبار وړ دي او د افغان دولت د رسمي اسنادو په توګه ترې کار اخیستل کېدای شي.

باختر اژانس د طالبانو د ویاند او د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي، داسې احتمال شته چې په راتلونکې کې به پر تذکرو او پاسپورټونو 'د افغانستان اسلامي امارت' لیکلي وي.

پخپله د ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بی سي ته وویل، په راتلونکي کې به تذکرې او پاسپورټونه د نوي طرز العمل او چوکاټ له مخې جوړېږي او په دې اړه کار روان دی.

بلال کریمي همدا راز وایي، د پاسپورټ ریاست فعال دی او هغه خلک چې بایومټرېک شوي دي، کولی شي چې تذکرې او پاسپورټونه ترلاسه کړي.

ښاغلي کریمي راتلونکي کې پر تذکرو او پاسپورټونو 'د افغانستان اسلامي امارت' لیکو په تړاو وویل، احتمال شته چې په دې اړه غور وشي، خو تر اوسه کومه قطعي پرېکړه نه ده شوې.

پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د ګڼو نورو دولتي ادارو په څېر د پاسپورټ ریاست او د کورنیو چارو وزارت د تذکرو د وېش څانګې چارې هم په ټپه ولاړې وې.

د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د واک وروستیو ورځو کې دې ادارو ته د خلکو ګڼه ګوڼه او غوښتنلیکونه په بېساري ډول زیات شوي وو، ځکه ګڼو افغانانو هڅه کوله چې له هېواده د وتلو لپاره پاسپورټ ترلاسه کړي.‌

دا ستونزه یوازې په افغانستان کې دننه نه ده، بلکې له هېواده بهر د افغانستان ګڼو سفارتونو کې هم دا مهال د پاسپورټونو او تذکرو د وېش لړۍ درېدلې ده.

د بېلګې په توګه بریتانیا او جرمني کې د افغانستان سفارتونه وایي، د پاسپورټونو د کتابچو له کمښت سره مخ دي او له همدې کبله نوي پاسپورټونه نشي وېشلی.

طالبان داسې مهال د افغانستان پر تذکرو او پاسپورټ 'د اسلامي امارت' لیکلو احتمال خبره کوي چې حکومت لا هم د هېڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

امریکا او ګڼو اروپایي هېوادونو ویلي، د طالبانو عمل او پالیسیو ته په کتو به په دې اړه پرېکړه او قضاوت کوي.

خو پاکستان وایي، نړیواله ټولنه باید د ځینو شرطونو په بدل کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي.