د طالبانو حکومت پاسپورټ ریاست وايي، کابل کې د انلاین تر څنګ په حضوري توګه هم غوښتنلیکونه مني

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
د ۲۰۲۱ په دسمبر کې طالبانو ویلي و، یوازې له انلاین لارې به د پاسپورټونو غوښتنلیکونه مني

د عکس سرچینه، ECONSULATE.GOV.AF

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاسپورټ ریاست مسوولین وايي، د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د انټرنېټي غوښتنلیکونو تر څنګ په افلاین یا حضوري (سپینو پاڼو) توګه هم د عریضو اخیستلو لړۍ پیلوي.

د پاسپورټ ریاست مسوولین وايي، په انلاین یا انټرنېټي توګه به د پاسپورټ غوښتنلیکونو اخیستو تر څنګ په حضوري توګه هم د غوښتنلیکونو اخیستو لړۍ روانه وي.

د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په وروستیو کې د طالبانو حکومت کې د پاسپورت رياست اعلان وکړ چې کابل کې به پاسپورټ لپاره غوښتنليکونه يوازې په انلاين بڼه منل کېږي.

طالب چارواکو هغه مهال د دغې پرېکړې لامل د مراجعينو د سرګردانۍ او د ګڼې ګوڼې د جوړېدو مخنيوى بللى و.

خو له دوو کلونو تېرېدو وروسته اوس طالب چارواکي وايي، په انلاین بڼه د غوښتنلیکونو وړاندې کېدو کې د ګڼ شمېر پاسپورټ غوښتونکو د اوږده انتظار مخنیوي لپاره په حضوري ډول هم د پاسپورټونو غوښتنلیکونو منلو لړۍ له چارشنبې ورځې پیلوي.

په کابل کې د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن په دې هکله بي بي سي ته وویل، چې د اوس لپاره د پاسپورټ غوښتنلیکونه یوازې په پلازمېنه کابل کې منل کېږي:

''د اوس لپاره یوازې پلازمېنه کابل کې دا لړۍ پیلوو، خو که چېرې هېوادوال له موږ سره د نظم پر ځای ساتلو کې همکار واوسي، چې موږ ترې بیا، بیا غوښتنه کړې، دا لړۍ به وروسته تر ولایتونو پورې هم وغځول شي.''

مخکې طالبانو ویلي و، د مراجعینو ډېرې ګڼې، ګوڼې مخنیوي لپاره یې له انلاین لارې د غوښتنلیکونو منل پیل کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مخکې طالبانو ویلي و، د مراجعینو ډېرې ګڼې، ګوڼې مخنیوي لپاره یې له انلاین لارې د غوښتنلیکونو منل پیل کړي.

ښاغلی پتمن وايي، پر هره پنجشنبه به له مراجعینو غوښتنلیکونه اخیستل کېږي او له هغه وروسته به یې نوره پروسه خپله هغه کسان پر مخ بیايي چې غواړي پاسپورټ ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، په پام کې ده، چې په یوه اونۍ کې تر شلو زرو پورې غوښتنلیکونه واخیستل شي او چارې یې پر مخ لاړې شي.

په تېر کې طالبانو د اونۍ یوه ورځ د خپلو غړو د پاسپورټ غوښتلیکونو اخیستلو ته ځانګړې کړې وه، خو اوس ښاغلی پتمن وايي، د هېچا لپاره کوم ځانګړی لومړیتوب نه شته، بلکې هر څوک چې په شرایطو برابر وي، کولای شي له انلاین یا هم پاسپورټ ریاست ته خپله د ورتګ له لارې غوښتنلیک وړاندې کړي.

بې روزګاري، امنیتي مسائل او ورته نورې ستونزې د دې لامل شوې، چې په افغانستان کې د پاسپورټ غوښتونکو شمېر خورا زیات شي، خو اوسمهال پڅ انټرنېټي خدمتونه او خورا زیاته ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې، چې زرګونه افغانان د پاسپورټ لپاره د غوښتنلیکونو وړاندې کولو کې تر میاشتو، میاشتو پورې منتظر پاتې شي.