"کابل کې د پاسپورټ وېش په موقتي ډول بند شو، خو په ولايتونو کې دوام لري"

پاسپورت

افغانستان کې د پاسپورټ ریاست اعلان وکړ چې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله سر له نننه په مرکز کې د دې ریاست فعالیت پای ته رسېږي خو په ولایتونو کې به د دې ریاست څانګې فعالې وي.

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ مشر علم حقانی په یوه ویډیويي پيغام کې په کابل کې د پاسپورټ د ویش لړۍ د ځنډولو اعلان وکړ.

هغه د ځنډ لامل تخنیکي ستونزه وبلله. ده ادعا وکړه چې پاسپورټ ریاست کي ماشینونه له وخته تېر دي.

نوموړي وويل، "د خلکو غوښتنليکونه زيات وو، کله چې ماشينونه زيات وکارول شي کار پرېږدي. د دې لپاره چې خپل کارکوونکي هم زيات کړو او ماشينونه هم پوره کړو تر هغې مودې پورې د پاسپورت رياست خپل کار ته توقف ورکوي".

نوموړي دې پيغام کې ویلي چې دې ریاست ته هره ورځ له ۱۵ زرو تر ۲۰ زره کسان مراجعه کوي خو دوی کولی شي یوازې له درې زرو تر درې نیم زرو کسانو ته پاسپورټ ووېشي.

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د پاسپورټ ریاست په څو نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د ویش د پیل اعلان وکړ.

علم ګل حقاني وايي چې دا ستونزه به په څو ورځو کې هواره شي.

پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته لوی شمېر خلک هڅه کوي چې له افغانستانه بهر ته ولاړ شي. بې کاري، امنیتي ستونزې او نور د دې لامل شوي چې خلک بهر ته د تلو هڅه کوي، په همدې سره ښايي تر بل هر وخت پاسپورټ ریاست ته د مراجعه کوونکو شمېر لوړ وي.

د طالبانو په اداره کې د پاسپورټ ریاست د فعالیدو له پيله په رسنیو کې د دې ستونزې یادونه نه وه شوې او د ډېرو لپاره دا اعلان یو ناڅاپي دی. طالب چارواکو هم خلکو ته ډاډ ورکړی و چې کارونه به یې پروخت ترسره کېږي.