د افغان پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره برېښنایي تذکره لازمي شوه

برېښنايي تذکره

د عکس سرچینه، .

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د برېښنايي تذکرې لرل لازمي کړي دي. د افغانستان د پاسپورټ ادارې هم د یوې اعلامیې په خپرولو تایید کړې چې د لوړپوړو چارواکو په لارښوونه به تر دې وروسته د کاغذي تذکرو پر بنسټ پاسپورټونه نه ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د احصایې ملي ادارې مرستیال احمد طارق صدیقي له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې په هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه او امکانات بسنه نه کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همدارنګه تایید کړې ده چې په کابل کې یې د کاغذي تذکرو د وېش لړۍ درولې او غوښتونکي یې باید نېغ په نېغه د برېښنايي تذکرې غوښتنه وکړي.

دغې ادارې ویلي، په هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ چټکه شوې او دمګړۍ له دوه نیم میلیونو ډېرو افغانانو دغه تذکرې تر لاسه کړې دي.

چارواکي دغه اقدام د برېښنايي حکومتولۍ د چارو چټکوالی یادوی، خو وبه لیدل شي چې حکومت به د برېښنايي تذکرو د تقاضا او عرضې ترمنځ څه ډول توازن مراعتوي، ځکه دنوې پرېکړې له مخې، د پاسپورت تر لاسه کول هم د برېښنايي تذکرو په لرلو پورې تړل شوي دي.

دوه نیم میلیون افغانانو برېښنايي تذکرې اخیستې

بایومیټرک

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان چارواکي وايي، له دوه نیم میلیونه ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې یې وېشلي دي او د وېش دا لړۍ لا هم چټکه روانه ده. د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشولو لپاره انساني سرچینې نورې هم ډېروي او ویلي یې دي چې له دې وروسته به په پلازمېنه کابل کې کاغذي پېژندپاڼې نه وېشل کېږي.

که څه هم چارواکي دا چاره د برېښنايي حکومتولۍ پراختیا چټکتیا ګڼي، خو ښکاري چې دا ناڅاپي پرېکړه به بې سرخوږي نه وي، په ځانګړي ډول په هغو لېرې پرتو سیمو کې چې لا د برېښنايي تذکرو د وېش شونتیا پکې کمه ده.

د برېښنايي تذکرې چارواکو مخکې ویلي و چې ښايي ټولو افغانانو ته د دې پېژندپاڼې وېش تر درېیو یا څلورو کلونو وخت ونیسي.