مشرانو جرګې په پېژندپاڼه کې 'افغان' کلمه راوړل تایید کړل

د عکس سرچینه، meshranojirga
د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې غونډه کې په برېښنايي پېژندپاڼه یا تذکره د افغان او قومیت کلمې د راوړلو لپاره د ولسمشر اشرف غني تقنیني فرمان تایید کړ.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي د بي بي سي خبریال سیر کاکړ ته وویل، چې د دې جرګې غړو د رایو په اکثریت دا فرمان تایید کړ.
ولسي جرګې د اکتوبر پر ۳۰ په برېښنايي پېژندپاڼه کې د افغان کلمې راو ړل او قومیت یادول رایې ته وړاندې کړل، خو پایله کې د دې دوو کلیمو د مخالفانو شمېر زیات وو.
ولسي جرګې په داسې مهال افغان او قومیت کلیمه رایې ته وړاندې کړه چې له نیمايي ډېر غړي یې ناسوب وو.
د ولسي جرګې له دې پرېکړې وروسته په کابل او مختلفو ولایتونو کې د افغان کلمې په ملاتړ مظاهرې وشوې.
د لاریونوالو غوښتنه دا وه چې ولسي جرګه خپله پرېکړه واخلي او مشرانو جرګه د افغان کلمې په ملاتړ رایه ورکړي.
هغه مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند هم وویل، چې په دې تړاو د مشرانو جرګې له رایې وروسته خپل نظر څرګندوي.
اوس چې مشرانو جرګې په برېښنايي پېژندپاڼه کې د افغان کیلمې د یادولو لپاره رایه ورکړې، نو ګډ کمېسیون به جوړېږي.

د عکس سرچینه، .
وبه کتل شي چې دا کمېسیون به د افغان کلیمې په ملاتړ که مخالفت رایه ورکوي.
په پېژندپاڼه کې د افغان لفظ راوړل او نه راوړل د برېښنايي تذکرې د بهیر پیلېدلو په مخ کې یو خنډ بلل کېږي.
ویل کېږي برېښنايي پېژندپاڼه د ټاکنو د روڼوالي او د افغان وګړو د کره سرشمېرنې لپاره ګټوره ده.
د دې کیلمې ملاتړي (افغان) د ټولو افغانانو لپاره بولي، خو مخالفان یې وايي، چې دا کلیمه یوه قوم ته منسوبېږي.
مګر د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې د دغه هېواد هر وګړی افغان دی.








