اروپايي ټولنې اوکرایین سره د ۵۵ میلیارد ډالرو مرستندویه ټولګه تصویب کړه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د اروپايي ټولنې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو مشران له اوکرایین سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ۵۵ میلیارد ډالرو په مرستندویه ټولګې هوکړې ته رسېدلي دي.
د اروپايي شورا مشر شارل میشل پر خپل اېکس (پخواني ټویتر) لیکلي "موږ هوکړه وکړه."
هغه ویلي چې دا هوکړه د "اوکرایین لپاره ثابته، اوږدمهاله او د اټکل وړ بودیجه" تخصیصوي.
تر دې مخکې داسې اندېښنې وې چې د هنګري لومړی وزیر ویکټور اوربان به دا ځل هم په تېر ډسمبر کې د اروپايي مشرانو د غونډې په څېر د دې مرستندویه ټولګې مخه ونیسي.
ښاغلي اروبان چې اروپايي ټولنه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټولو نږدې متحد ګڼل کېږي، ویلي وو، غواړي د اوکرایین په تړاو د اروپايي ټولنې پر پالیسۍ بیا کتنه وشي.
هغه راتلونکو څلورو کلونو لپاره د کیېف مالي تامین ته د ژمنتیا لیدلوری د پوښتنې وړ بللی و.
څارونکو د ښاغلي اوربان او نورو اروپايي مشرانو ترمنځ په دې تړاو د نظر ژور اختلاف ته په کتو داسې انګیرله چې دا خبرې ښايي اوږدې شي.
خو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران نن د غونډې له پیلېدو وروسته په نږدې دوو ساعتونو کې پر دې مرستندویه ټولګې هوکړې ته ورسېدل.
دیپلوماتیکو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي په دې نوې هوکړه کې پتیېل شوې چې هر کال به پر دې مرستندویه ټولګې بحث کېږي او دا چې "که اړتیا وي" نو په دوو کلونو کې یې د بیاکتنې غوراوی هم موجود دی.
ښاغلي اوربان مخکې ټینګار کاوه چې دا مرستندویه ټولګه دې هر کال رای اچونې ته وړاندې کېږي.
خو په دې توګه دا هوکړه هر کال د هنګري لخوا د وېټو کېدو له خطر سره مخامخېدای شوه.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د اروپايي کمېسیون مشرې 'اورسولا ون دېر لیان' تر دغه توافق وروسته پر خپله اېکس خواله رسنۍ دا "اروپا لپاره یوه ښه ورځ" بللې ده.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي هم له دې کبله د اروپايي ټولنې له ټولو مشرانو مننه کړې.
هغه ویلي دا ټولګه به "د اوکرایین اوږدمهاله اقتصادي او مالي ثبات پیاوړی کړي".
اوکرایین لپاره دا بودیجه پر مالي اړخ سربېره له دې کبله هم مهمه وه، چې اروپايي ټولنه یې د ملاتړ دوام لپاره یوه خوله او یو موټی پاتې شي.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولېبا دا مرستندویه ټولګه اروپا لخوا پر خپل امنیت پانګونه بللې وه.
هغه ویلي وو، اوکرایین د ټولو لپاره د روسیې پر وړاندې مقاومت کوي او دا چې ګوندې د زور له لارې یې د نړیوال نظم بدلولو لپاره د ولسمشر پوتین د هڅو مخه نیولې ده.
هیله دا ده چې د اروپايي ټولنې دا مرستندویه ټولګه به ثبات لپاره د اوکرایین اړتیاوې تر یوه ځایه ځواب او له دغه هېواد سره په راتلونکو څلورو کلونو کې د تقاعد، تنخواګانو او تودوخې د تامین برخو کې مرسته وکړي.











