ډیوېډ کمرون د بهرنیو چارو وزیر په توګه په لومړي ځل اوکرایین ته په سفر تللی

د عکس سرچینه، @ZELENSKYYUA
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ کمرون په خپل لومړي کاري سفر اوکرایین ته تللی او له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره یې کتلی دي.
کمرون په دغه لیدنه کې یو ځل بیا اوکرایین سره د بریتانیا د ملاتړ ژمنه تکرار کړې، چې دغه هېواد سره هر ډول اخلاقي، ډیپلوماټیک او په ځانګړې ډول پوځی ملاتړ ته چمتو ده "هغه که هر څومره وغځېږي."
ډیویډ کمرون روانه اوونۍ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په توګه وګومارل شو.
د ښاغلي کمرون ټاکل کېدل د بریتانیا په کابینه کې د هغو پراخو بدلونونو برخه ده، چې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیره سویله براورمن له دندې ګوښه کړه او پر ځای یې جیمز کلورلي وګومارل شو.
ښاغلي زېلېنسکي کمرون ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه د ګومارل کېدو مبارکي ورکړه، او له هغه یې مننه وکړه چې په خپل لومړي کاري سفر اوکرایین ته ورغلی.
ښاغلي زېلېنسکي منځني ختیځ ته په اشارې ویلي: "دا سفر ډېر مهم دی، په ځانګړې توګه اوس وخت کې چې نړۍ اوکرایین کې د جګړې له ډګره پام اړولی دی. د تمرکز وېش واقعا ګټه نه کوي."
نوموړي زیاته کړې: "موږ اوکرایین سره د بریتانیا له ملاتړ مننه کوو. موږ په بریتانیا کې د اوکرایینی وګړو له تود هرکلی مننه کوو او مونږ په دې خوښ یوو چې تاسو اوکرایین ته راغلي یئ."

د عکس سرچینه، PA MEDIA
ښاغلي زېلېنسکي پر خواله رسنیو د دې لیدنې یو لنډ کليپ خپور کړی چې د ډېویډ کمرون لنډې خبرې په کې راخیستل شوي.
هغه وايي: "ما غوښتل دا مې لومړۍ لیدنه وي. هغه څه چې زه یې دلته ویل غواړم دا دي چې موږ به اوکرایین سره خپل اخلاقي، ډیپلوماټیک، اقتصادي او له هر څه مهم نظامي ملاتړ نه یوازې سږ کال بلکه تر هر وخته چې تاسې ورته اړتیا لرئ دوام ورکړو."
د بریتانیا دغه پخواني لومړي وزیر همدا رنګه ویلي: "ما بورېس جانسن سره ځینې اختلافات لرل، مونږ یو بل له ۴۰ کلونو راهیسې پېژنو خو له تاسو د هغه ملاتړ تر ټولو ښه کار و چې هغه او د هغه حکومت وکړ."
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې لیدنه کې دواړو خواوو د وسلو د تولید او نورو تسهیلاتو په ګډون د تور سمندرګي په اړه هم خبرې کړي.
بریتانیا د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې د یرغل راهیسې اوکرایین سره میلیاردونه پاونډه مرسته کړې.
د پوځي تجهیزاتو په مرسته کې یو شمېر چلېنجر ۲ ټانګونه او د اوږده واټن ویشتونکي توغندي شامل دي.
د ډیویډ کمرون دا سفر وروسته له هغې کېږي چې اوکراییني ځواکونه په سویلي اوکرایین کې د نیپرو سیند په اوږدو کې د پوستو په جوړولو بریالي شوي، چې دا یو احتمالي مهم پرمختګ یاد شوی دی.











