امریکا د اوس لپاره له اوکرایین سره د پوځي مرستو وروستۍ ټولکه استوي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ولسمشرۍ دفتر (سپینې ماڼۍ) د اوکرایین لپاره د پوځي مرستو یوه بله ټولګه تائید کړه، چې ارزښت یې ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.

په وروستیو مرستو کې دافع هوا، توپخانه، د سپکو وسلو مرمۍ او دغه راز د ټانک ضد وسله شامله ده. خو دا د کانګرېس له تازه منظورۍ پرته دا ډول وروستۍ مرستې دي، چې شته او سپینه ماڼۍ یې تائیدوي.

د یادونې ده چې په دې هکله خبرې هم په ټپه ولاړې دي. اوکرایین بیا خبرداری ورکړی، چې که لوېدیځوال نورې مرستې و نه کړي، د جګړې اکمالات له خطر سره مخامخ دي.

هلته د جګړې په ډګر کې د اوکرایین ختیځ کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې خورا لږ بدلون تر سترګو کېږي، په ځوابي بریدونو کې لږوالی لیدل کېږي او اوکراییني چارواکي په واشنګټن او اروپا کې د متحدینو له لوري د مرستو له ترلاسه کولو کې له لږوالي سره مخامخ دي.

اوکرايين

که څه هم د اوکرایین جګړې هڅو لپاره په کانګرېس کې ملاتړ شته، خو د نورو مرستو په هکله د یوه تړون مخه جمهوریتپالو له دې کبله نیولې چې ټینګار کوي چې له مکسیکو سره د امریکا پر پوله باید لا سخت امنیتي اقدامات هم د پوځي مرستو هوکړې برخه شي.

په بېړنۍ توګه د لګښتونو یوه ټولګه چې له مخې به یې اوکرایین ته ۵۰ میلیارده ډالر او اسرائیل ته ۱۴ میلیارده ډالر ورکول کېدل د امریکا په سېنټ یا مشرانو جرګه کې روانه میاشت له ماتې سره مخامخ شوه او د جمهوریتپالو هره رایې یې مخالفه وه.

په دې لړ کې د بیرني سانډرز هم مخالفه رایې ورکړه، چې معمولاً له دیموکراتانو سره موافقه رایې ورکوي، خو اوس یې د حماس پر ضد د اسرائیل جګړې په هکله اندېښنه څرګنده کړې.

په دونیڅک سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې یو اوکرایینی پوځي (دا تصویر روانه اونۍ اخیستل شوی)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په دونیڅک سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې یو اوکرایینی پوځي (دا تصویر روانه اونۍ اخیستل شوی)

په همدې حال کې د اوکراییني ولسمشر ولودیمر زېلینسکي سفر هم د امریکا کانګرېس غړو د قانع کېدو لامل نه شو.

د چهارشنبې ورځې مرستې به د امریکا دفاع وزارت له شته زېرمو ورکړل شي، چې د امریکا کانګرېس تائید ته یې اړتیا نه شته. د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي اړینه ده چې کانګرېس د امکان تر حده ژر داسې اقدام وکړي، چې ''له اوکرایین سره له ځانه په دفاع او د راتلونکي په خوندي کولو کې د مرستې له لارې زموږ د ملي امنیت ګټې مخکې شي.''

نوموړي زیاته کړه: ''زموږ د اوکراییني ملګرو لپاره زموږ مرستې خورا اړینې دي، ځکه دوی له خپله هېواده او د روسیې یرغل په مقابل کې له خپلې ازادۍ دفاع کوي.''

اوکرايين

د روانۍ میاشتې په لومړیو کې هنګري د اروپايي ټولنې له لوري له اوکرایین سره د مرستو ۵۰ میلیارده ډالرو یوې ټولګې مخه ونیوه. اوکرایین د بودیجې له ۴۳ میلیارده ډالرو له کسر سره مخامخ دی او چارواکي وايي، که ژر تر ژره له لوېدیځه مرسته ترلاسه نه شي، دوی به د حکومتي مامورینو معاشونه او تقاعد پیسې وځنډوي.

په داسې حال کې چې د اوکرایین لوېدیځو متحدینو مرستې کمې کړې دي، روسي ځواکونه د اوکرایین په ختیځ کې جګړه کوي او هلته یې د سې شنبې پر ورځ یو مهم ښارګوټی نیولی دی. د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګیو وايي، ځواکونو یې د اوکرایین په ختېځ کې د اوکراییني ځواکونو له وتلو وروسته مارینکا مهم ښارګوټی نیولی دی. دا ښارګوټی له تېر یوه کال راهیسې د جګړې د جګړې په لومړۍ کرښه کې و.