اسلام اباد کې محکمې د علي وزیر ضمانت منلی او د خوشې کېدو پرېکړه یې کړې

د عکس سرچینه، Allah Noor Wazir
اسلام اباد کې نن (چارشنبه) د اسلام اباد عالي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر درېیم او ورستی ضمانت منلی دی او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې کړې.
په نننۍ محاکمه کې خپله علي وزیر نه و خو د هغه وکیل د نوموړي په استازولۍ په ښاغلي وزیر لګول شوې تورونه وننګول.
د علي وزیر وکیل عطالله کنډي رسنیو ته ویلي "علي وزیر به نن د ورځې تر پایه له مونږ سره وي."
نوموړي ازاد خبریال الله نور وزیر ته ویلي، په نننۍ محاکمه کې دوی ټول داسې شواهد محکمې ته وړاندې کړل چې په "علي وزیر لګول شوې تورونه پکې بې بنسټه ثابت شول."
له دې مخکې اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د علي وزیر په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه منلې وه.
علي وزیر باندې کوم تورونه و؟

د عکس سرچینه، Allah Noor Wazir
علي وزیر میاشت وړاندې له یوه موټر سایکل سره د موټر جنګولو په تور اسلام اباد کې له یوه روغتونه نیول شوی و خو وروسته پرې پولیسو دوه نورې دوسیې هم ثبت کړې.
له دې مخکې په دوه نورو قضیو کې هم د علي وزیر ضمانت منل شوی و او نن وروستۍ محاکمه پر یوه پوسته په برید کې د تورنیدو وه چې له کبله یې دی زندان ته لېږل شوی و.
( د اګست په ۱۷مه) یوې بلې محکمې هم د علي وزیر د محاکمې پر مهال د موټر ټکر پېښه کې د هغه ضمانت منلی و خو له پولیسو سره د شخړې په تور د لا څيړنې لپاره اډیاله زندان ته ولېږل شو.
له دې مخکې د مخدره توکو لېږد په تور بله قضیه کې هم د علي وزیر ضمانت منل شوی و، او د محاکمې پر مهال پرې څه نه و ثابت شوې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مشر د اګست پر دویمه له نېول کېدو وروسته لومړۍ ۱۵ ورځې د اسلام اباد پولیسو په توقیف خونه کې و.
علي وزیر داسې مهال یوه میاشت په زندان کې تېره کړه چې غورځنګ یې د پښتنو 'تاریخي' جرګې لپاره وروستۍ چمتووالی نیسي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون ګڼو فعالانو د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوله او ټینګار کېده چې علي وزیر په بې بنسټه تورونو د بند شپې ورځې تېروي.
علی وزیر له دې دې وړاندې تېر کال فبرورۍ میاشت کې د پاکستاني پولیسو له دوه کلن زندان وروسته خوشې شوی و.











