د نیوزیلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې په لومړي ځل شل اوریز نړیوال جام وګاټه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښځو کرېکټ شل اوریز نړیوال جام پایلوبه کې نیوزیلنډۍ ښځو د سویلي افریقا د ښځو کرېکټ لوبډلې ته ماته ورکړه او په لومړي ځل یې د داسې اتلولیو جام وګاټه.
په دغې مهمه لوبه کې نیوزیلنډۍ لوبډلې سویلي افریقا ته د ۱۵۹ منډو هدف ټاکلی و چې د سویلي افریقا د ښځو کرېکټ لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله.
د سویلي افریقا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو له اوټیدو سره ۱۲۶ منډې جوړې کړې او پایلوبه یې د ۳۲ منډو په توپیر وبایلله.
د نیوزیلنډ لوبغاړې امېلیا په پایلوبه کې د ۴۳ ارزښتاناکه منډو جوړولو او دریو مقابلو لوبغاړو اوټولو سره نن د لوبې او په ټولو سیالیو کې د ښو لوبو له کبله د دغې لوبلړۍ غوره لوبغاړې شوه.
د نیوزیلنډ او سوېلي افریقا د ښځو کرېکټ لوبډلې څنګه پایلوبې ته ورسېدې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پایلوبه نن د متحده عرب اماراتو دوبۍ کې وشوه.
له دې مخکې نیوزیلنډ په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰مو کالونو کې دوه ځلې او سوېلي افریقا تېر کال د ښځو کرېکټ شل اوریز نړیوال جام تر پایلوبې رسېدلې خو کله یې اتلولي نه ده ګټلې.
د روانې میاشتې اکتوبر پر ۱۷مه سوېلي افریقا د اسټرالیا لوبډلې او پر ۱۸مه نیوزیلند د وېسټانډیز ښځو لوبډلې ته ماتې ورکړې او پایلوبې ته یې ځانونه ورسول.
په ګروپي سیالیو کې دواړه لوبډلې یو شان دي، دواړه لوبډلې په روان نړیوال جام کې یوه -یوه ماته لري خو څلور -څلور لوبې یې ګټلې دي.
د نړیوال جام نیمه پایلوبه لوبې د پنجشنبې او جمعې پر ورځو د متحده عرب اماراتو د دوبۍ او شارجې لوبغالو کې وشوې.
نیوزیلنډ او سوېلي افریقا داسې مهال د لسو لوبډلو ترمنځ پایلوبې ته ځانونه رسولي وو چې د اسټرالیا، وېسټانډیز، انګلنډ، پاکستان، هند او شريلنکا په ګډون د بنګلهدېش او سکاټلند لوبډلې له پاتې سیالیو وتلې دي.
د ۲۰۲۴ کال د ښځینه کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې ټولټال لسو لوبډلو ګډون درلود چې پنځه پنځه لوبډلې پر (اې) او (بي) ګروپونو یا ډلو پکې وېشل شوې وې.
په اې ګروپ کې: اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ، پاکستان او شريلنکا لوبډلې وې.
په بي ګروپ کې: بنګله دېش، انګلنډ، سکاټلنډ، جنوبي افریقا او ويسټ انډيز لوبډلې له یوه بل سره لوبېدې.
له دواړو ګرپونو مخکښې او بریالۍ لوبډلې پایلوبې ته لار پيدا کړې.
د ښځو د شل اوریز کرېکټ جام مخینه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښځو کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریز نړیوال جام په ۲۰۰۹م کال کې شوی، هغه مهال نیوزیلنډ او انګلنډ لوبډلې پایولوبې ته رسیدلې، د انګلنډ په کوربتوب هغه نړیوال جام کوربه انګرېزې لوبډلې ګټلی و.
اوسنۍ نړیوال جام د داسې سیالیو نهم جام دی، خو ګټونکي لوبډله به یې لومړۍ هغه وي چې دا اتلولۍ ګټي، تر اوسه ډېر جامونه اسټرالیا ګټلې، د دغه هېواد د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې تېر سر په سر درې جامونه ګټلي او په ټوله کې یې له تر سره شویو اتو نړیوالو جامونو شپږ ځلې اتلولي خپله کړې ده.
په پاتې نورو اتلولیو کې لومړۍ جام انګلنډ او په ۲۰۱۶م کال کې وېسټانډيز ګټلی و.
هند که څه هم پیاوړي کرېکټ لوبغاړي لري، خو د ښځو کرېکټ لوبډلې یې په تېرو نهو پړاوونو کې کومه اتلولي نه ده خپله کړې، سږ کال یې هم له څلورو دوه لوبې وګټلې او د مخته تګ چانس یې ونه موند.











