د افغانستان هغه روغتون چې ماشومان پکې له خوارځواکۍ مري

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
- Author, یوګیتا لیمايي
- دنده, بي بي سي نیوز
"زما لپاره قیامت دی. غم یې ډېر دروند. ایا تاسې تصور کولی شئ چې د سترګو پر وړاندې مې د اولادونو مړینې په ما څه تېر کړي؟".
دا د آمنې خبرې دي. د هغې شپږ اولادونه له درې کلنۍ په کم عمر کې مړه شوي او اوم یې هم اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي. اوم اولاد یې لور ده، چې بيبي هاجره نومېږي.
هغه که څه هم اوه میاشتنۍ ده خو ډېره کوچنۍ پاتې ده او وجود یې وده نه کوي.
هغه په شدیده خوارځواکۍ اخته ده او د افغانستان ختیځ ننګرهار کې یوه روغتون کې د درملنې لپاره بستر ده.
مور یې آمنه وايي: " لور مې له لوږې مري. یوازې وچه ډوډۍ او اوبه چې په لمر مې تودې کړي وي ورکوم یې."
دا یوازې د آمنې د کړاو کیسه نه ده، بلکې ګڼ نور ماشومان هم شته چې په شدیده خوارځواکۍ اخته دي او پر وخت د درملنې امکاناتو برابرول یې د ډېرو نورو ماشومانو ژوند هم ژغورلی شي.
بيبي هاجره په افغانستان کې پر خوارځواکۍ ۳،۲ میلیونه اخته ماشومانو کې یوه ده. دغه هېواد کې شدیده خوارځواکي ناورینوونکې کچې ته رسېدلې چې څلوېښت کلنه جګړه، نا امني، سختهبې وزلي او نور ګڼ یې لاملونه یاد شوي.
دا وضعیت وروستیو درې کلونو کې وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل، لاپسې سخت شو.
د ۳،۲ میلیونه کسانو په اړه فکر کول ښايي د ډېرو لپاره سخت وي، نو ځکه د یوه روغتون کوچنۍ خونه د دې ناورین د یوه ریښتیني وضعیت تصویر بیانولی شي.

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
درې کلنه ثنا په یوه کټ کې هاجرې سره یو ځای بستر ده. مور یې د بلې لور د زېږون پر مهال مړه شوې. لیلا عمه یې اوس پالنه کوي.
څنګ کې بل کټ کې یې درې کلن الهام پروت دی، چې دا هم د خپل عمر پرتله ډېر کوچنی پاتې شوی. د لاسونو، پښو او مخ پوټکي یې اوښتي. درې کاله مخکې یې خور په دوه کلنۍ کې مړه شوه.
په دې خونه کې کوچنۍ یوې کلنې اسما ته کتل خو بیخي د چا زړه ورانوي. ګردې ښکلې سترګې او اوږده باڼه یې دي. سترګې یې خلاصې دي، خو په ډېرې سختۍ یې رپوي، ځکه چې د آکسیجن تر ماسک لاندې په ډېرې سختۍ ساه اخلي.
ډاکټر سکندر غني چې د دغې ماشومې سر ته ولاړ و، سر یې وښوراوه او ویې ویل: "فکر نه کوم چې ژوندۍ پاتې شي. د کوچنۍ اسما د وینې فشار تر مرګونې کچې ټیټ شوی."
له دې هر څه سربېره بیا هم په خونه کې روغتیاپالانو او میندو هرې یوې خپل خپل کار کاوه.
ماشومانو ته یې ډوډۍ ورکوله او غلي کول یې. خو دا هر څه ناڅاپه ودرېدل د ټولو رنګ والوت.
د اسما مور نسیبه په ژړا شوه. خپل ټیکری یې په ځان پسې ټول کړ او خپله لور یې ښکل کړه.
"احساسوم لکه د بدن غوښې چې مې ویلي کېږي. زه یې د غم زغملو وس نه لرم." نسیبه په خبرو کې لا پسې نوره له ژړا وشټکېده. "مېړه مې کارګر دی، چې کومه ورځ کار وکړي د خوراک لپاره ډوډۍ لرو."
ډاکټر غني موږ ته وویل، هره شېبه ممکنه ده چې د اسما زړه ودرېږي. مونږ له خونې ووتو. له یوه ساعت کم وخت وتلی و چې هغه مړه شوه ....
ننګرهار کې د طالبانو عامې روغتیا ادارې موږ ته وویل چې، تېرو شپږو میاشتو کې دې روغتون کې اوه سوه ماشومان مړه شوي-په ورځ کې درې ماشومان. دا شمېر خورا لوی دی.
خو که د نړیوال بانک او یونسیف له خوا مرستې نه وای، دا شمېر به له دې هم خورا لوړ و.
روغتون کې د ماشومانو د مړینې شاهدان وو

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ د نړیوالو مرستې نېغ په نېغه مخکیني حکومت ته ور رسېدلې چې تقریبا افغانستان کې پرې عامه روغتیا پاملرنې لګول کېدې.
کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل د نړیوالو بندیزونو له امله پرې مرستې بندې شوې.
دا د دې لامل شو، چې روغتیا پاملرنې برخه تر ناورینوونکې کچې ستونزو سره مخ کړي.
مرستندویه بنسټونه اوس روغتیا پاملرنې برخه کې بېړنۍ مرستې کوي چې لنډمهالې یادې شوي.
د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو ګڼ بندیزونه هم د دې لامل شوي، چې افغانستان سره مرستې راکمې کړي.
د طالبانو حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: "بېوزلي او خوارځواکي موږ ته په میراث پاتې ده. دا وضعیت طبیعي پېښو لکه سېلاب او زلزلې لاپسې ډېر کړی دی."
ښاغلی فطرت وايي، نړیوال باید بشري مرستې ډېرې کړي. دوی باید بشري چارې زموږ له کورنیو او سیاسي مسایلو سره و نه تړي.
وروستیو درېیو کلونو کې موږ په لسګونه نورو روغتیايي مرکزونو ته تللي یو، وضعیت په چټکۍ مخ په خرابېدو دی.
مونږ په روغتون کې د ماشومانو د مړینې شاهدان یو.
خو دا مو هم ولیدل چې سمه درملنه دغه ماشومان ژغورلی شی. ډاکټر غني پر ټیلېفون موږ ته وویل چې بيبي هاجره چې په ډېر نازک روغتیايي حالت کې روغتون ته راوستل شوې وه اوس یې روغتیا ښه ده او بېرته یې کور ته بېولې.
نوموړی وايي: "که درمل امکانات او ډېر کارمنان مو لرلی، ډېر ماشومان مو ژغورلی شول. زموږ کارمنان قوي ژمنتیا لري نه ستړې کېدونکې هڅې او کار کوي او لا ډېر کار او خدمت ته چمتو یو."
هغه زیاته کړې: "زه هم ماشومان لرم. کله چې کوم ماشوم مري خپه کېږم. زه پوهېږم چې د مور او پلار په زړه به یې څه تېرېږي."

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
ځینې نورې د درملنې وړ ناروغۍ هم د ماشومانو د مړینې لامل کېږي
د ماشومانو د مړینې کچې د لوړېدو لامل یوازې خوارځواکي نه ده، ځینې داسې د درملنې وړ ناروغۍ نورې هم شته چې د ماشومانو د مړینې سبب کېږي.
په څنګ واټ کې شپږ میاشتینۍ عمره له شدید سینه بغل کړېږي. ډاکټر چې کله د سودیم کلوراید څاڅکي ورکوي چیغې وهي. مور یې پر کټ ورته ناسته ده او اوښکې یې پر مخ روانې دي.
وايي: "کاش د هغې پر ځای زه مړه کېدای. زه ډېره ډارېږم."
له روغتونه زموږ له لیدنې دوه ورځې وروسته عمره مړه شوه.
دا د هغو کسانو کیسې دي چې روغتون ته رارسول شوي دي. نور ډېر خو ان تر روغتونه نه رارسېږي. په هرو پنځو ماشومانو کې چې د درملنې لپاره باید روغتون ته ولېږدول شي، یو یې د جلال اباد روغتون ته راوستل کېږي.
پر دې روغتون فشار دومره ډېر دی، چې د اسما له مړینې وروسته سملاسي د عالیې په نامه یوه بله درې میاشتنۍ ماشومه پر کټ د هغې ځای ته راوستل شوه.
هېڅوک نه وو چې په خونه کې د هغه څه په اړه وغږېږي چې پېښ شوي. په کټ کې یو بل ماشوم هم په سخت حالت کې د درملنې لپاره پروت و.
د جلال اباد روغتون د پنځو ولایتونو نفوس چې طالبانو حکومت یې شمېر شاوخوا پنځه میلیونه کسان اټکلوي روغتیايي خدمتونه رسوي.
له اوه سوه زرو هغو افغان کډوالو ډېره برخه هم په جلال اباد کې مېشته شوه چې وروستیو کې د پاکستان حکومت له خوا په زور وایستل شول.

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
د ماشومانو د ونې ټیټوالي اندېښنې

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
د روغتون په شاوخوا سیمو کې موږ د یوې بلې خطرناکې احصايې شواهد وموندل، روان کال د ملګرو ملتونو له خوا خپرو شویو شمېر کې راغلي، چې په افغانستان کې ۴۵ سلنه تر پنځه کلنۍ کم عمر ماشومان له ونې ټیټ دي. له ټاکلې اندازې ډېر ټیټ.
د روبینا دوه کلن ماشوم محمد نه شي درېدلی او له خپلې اندازې یې ونه ډېره ټیټه ده.
روبینا وايي:" ډاکټر راته ویلي، که له درېیو تر شپږو میاشتو یې درملنه وشي ښه کېږي. خو موږ ان د خوړو اخیستو وس نه لرو، نو له کومه ځایه به د درملنې پیسې ورکړو؟.
هغه او کورنۍ یی تېر کال اړه کړل شوه چې له پاکستانه ووځي، اوس د شیخ مصري په یوه سپېره او وچه سیمه کې مېشته ده.
روبینا وايي: "وېرېږم چې دی به معلول شي او ټول عمر به و نه شي ګرځېدی."
هغه زیاتوي: "پاکستان کې مو هم ژوند سخت و، خو کار و. دلته مې مېړه کارګر دی او ډېر کم پېښېږي چې کار ورته پیدا شي. که تر اوسه پاکستان کې وای درملنه مو ورته کولی شوه."

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
یونیسف وايي، له اندازې زیات د ونې ټیټوالی د ادراکي او فزیکي نه جبرانېدونکي زیان لامل کېدای شي، چې اغېز به یې د عمر تر پایه پاتې شي او ان پر راتلونکو نسلونو اغېز کولی شي.
ډاکټر غني پوښتي: "افغانستان اوس اقتصادي ستونزو سره مخ دی. که زموږ د راتلونکي نسل ډېره برخه جسمي او یا ذهني معلول وي نو زموږ خلک به څنګه مرسته ورسره وکړي؟"
که د محمد درملنه پر وخت وشي د تلپاتې زیان مخه یې نیول کېږي.
د خوارځواکۍ برخه کې د تغذیې د پروګرامونو له لارې هم خوارځواکه ماشومانو سره مرسته کېږي، خو دا مرستې هم خورا کمې دي.
د شیخ مصري په نورو کوڅو کې هم داسې کورنیو سره مخ شوي یو، چې ماشومان پکې په خوارځواکۍ اخته دي یا یې ونې ډېرې ټیټې دي.
سردارګل دوه ماشومان لري، چې دواړه په خوارځواکۍ اخته دي. درې کلن عمر او اته میاشتینی مجیب.

د عکس سرچینه، BBC/Imogen Anderson
یوه میاشت مخکې د مجیب وزن له درې کیلو هم کم شوی و. سردار ګل وايي: "کله مو چې له یوه مرستندویهبنسټ سره ثبت کړ او د خوړو هغه کڅوړې مو ورته ورکړې ډېره مرسته یې ورسره کړې."
مجیب اوس شپږ کیلو وزن لري، اوس یې هم وزن یو څه کم دی خو له پخوا ډېر ښه شوی.
داسې شواهد هم شته چې پر وخت درملنه ماشومان له مړینې او معلولیت ژغورلی شي.











