اوچا افغانستان کې بشري وضعيت نازک بللی؛ "۲۳ ميليونه" وګړي سږ کال مرستو ته اړتیا لري

اوچا

د عکس سرچینه، UN

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغمږئ دفتر (اوچا) يو ځل بيا په افغانستان کې بشري وضعيت نازک بللی دی.

د اوچا د عملیاتو او مدافعې څانګې مشرې اېډم واسورنو چې په دې وروستيو کې افغانستان ته تللې او کابل او هرات ولايتونو ته يې سفرونه کړي په يوه خبري کنفرانس کې وويل، "په افغانستان کې بشري وضعيت نازک دی، ۲۳ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري چې دا د ۲۰۱۹ کال پرتله پنځه برابره زيات دی."

نوموړې وايي له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د نجونو پر ورتګ او د ښځو د کار د بنديز، له امله تر ټولو ډېرې مېرمنې او نجونې اغېزمنې شوې دي.

اغلې واسورنو وروستيو ورښتونو او سېلابونو ته په اشارې سره وويل چې نړيوال اقليمي بدلون هم افغانستان کې د خلکو پر ژوند اغېز کړی دی.

سېلابونه

د عکس سرچینه، TALIBAN

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشېنري يا يو اېن اېج سي ار وايي، افغانستان له سختو سېلابونو وروسته له بحران سره مخ دی.

دې ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دغه هېواد په سېلاب ځپلیو سيمو کې زرګونه کسان بې کوره شوي او ډېر نور لاهم لا درکه دي.

يادې کمېشنرۍ له اغېزمنو کسانو سره د سرپناه، روغتیايي وسايلو، خوراکي توکو او د پاکو اوبو په ګډون د بېړنو مرستو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال يوه بل نړيوال مرستندويه بنسټ ډبليو اېف پي يا د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، افغانستان کې سختو سېلابونو لارې ويجاړې کړې چې له کبله يې د مرستو رسولو بهير ستونزمن شوی دی.

په افغانستان کې د دې پروګرام استازولۍ ويلي چې تراوسه يې شاوخو ۲۰ زره اغېزمنو شويو خلکو ته مرستې رسولې او لا هم په دې برخه کې هڅې کوي.

د نړيوالو سازمانو د سرچینو پر بنسټ افغانستان لوی شمېر وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي. له هغه راهیسې چې افغانستان کې طالبان بیا واکمن شوي،‌ پر دغه هېواد د بهرنیو مرستو کچه کمه شوې او بې کاري ډېره شوې ده.‌