قطري چارواکي کابل کې له طالب مشرانو سره د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون په اړه غږېدلي

ملا یعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، RTA

په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان لپاره درېیمې غونډې ته د چمتووالي لړ کې د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد بن العزیز الخلیفي کابل ته رسېدلی او له طالب چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي ښاغلي الخلیفي ته ویلي، اړتیا ده چې د دوحې په څېر غونډو کې د دوی د حکومت دریځ ته درناوی وشي او خبرې یې واورېدل شي.

د دوحې د روانې لړۍ لومړۍ او دویمه غونډه کې د طالبانو استازو ګډون نه و کړی.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د طالبانو د لومړي وزیر له بل مرستیال ملا عبد السلام حنفي سره هم په دې تړاو خبرې کړې دي.

طالب چارواکو له دې وړاندې هم غونډو او څرګندونو کې ټينګار کړی، په دې شرط د دوحې راتلونکې غونډه کې برخه اخلي چې د دوی دریځ ومنل شي.

طالبانو د خپل دریځ په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی، خو په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر محمد نعیم دویمه غونډه کې د نه ګډون په اړه بي‌‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، په دې ناسته کې د دوی استازو ځکه ګډون نه و کړی چې نه غواړي "په ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري."

Taliban

د عکس سرچینه، Taliban

نوموړی ویلي وو، د دوی دوو مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

له افغانستانه په دغه کنفرانس کې یوازې د طالب استازو ګډون او د ملګرو ملتونو له سرمنشي‌ سره مخامخ خبرې د دوی دوه مهم شرطونه وو.

په دویمه غونډې ته د مدني ټولنې څو تنه استازي هم وربلل شوي وو، هغه څه چې طالبانو مخالفت ورسره درلود.

د اختلاف یو بل ټکی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي ټاکل دي، چې طالبان یې نه مني. دا استازی به دنده لري چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یو ځای کېدو ترڅنګ د بین الافغاني خبرو لپاره لار هواره کړي.

د طالبانو حکومت د سیاسي چارو کمیسیون هم پر همدې موضوع خبرې کړي دي، خو دې کمیسیون چې مشري یې په سیاسي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالکبیر کوي، په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.

Taliban

د عکس سرچینه، Taliban

په ورته مهال د سولې عالي شورا مخکني مشر عبد الله عبد الله کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر له چارسمبالې رافائله یودیچه، د بریتانیا د سفارت له سرپرست رابرټ چټرټُن ډېکسن او د اسپانیا په سفارت کې د افغان چارو له مسؤول سره د دوحې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ښکېلو هېوادونو د استازو د غونډو د لړۍ دریمه ناسته د راتلونکې جون میاشتې پر دېرشمه جوړه شي. د دوحې لومړۍ غونډه د تېر کال مۍ میاشت کې او دوییمه تېره فبرورۍ میاشت کې جوړه شوې وه.

له دوییمې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش خبریالانو ته ویلي وو غونډه ګټوره وه، د استازو همغږي په کې وه خو ویلي یې و، " که طالبانو په دغه ناسته کې ګډون کړی وای، لا به ښه وای.‌"

ښاغلي ګوتېرېش دا هم ویلي و، چې د طالبانو نه ګډون د غونډې بهیر نه و زیانمن کړی.