طالب پلاوي دوحه کې د اروپايي هېوادونو له سفيرانو سره کتلي

د عکس سرچینه، DR NAEEM
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ د دې ډلې يوه پلاوي د چهارشنبې پر ورځ (۱۶ فبروري) د قطر پلازمېنه دوحه کې د اروپايي هېوادونو له سفيرانو سره کتلي دي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ۱۶ اروپايي هېوادونو سفيرانو سره يې په بشري او اقتصادي وضعيت، بشري حقونو، بشري مرستو، سياسي اړيکو، تعليمي او اجتماعی چارو، د ښوونکو پر معاشونو او مثبتو بدلونونو خبرې شوې دي.
د طالبانو د اعلاميې له مخې، د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د افغان ولس هر اړخيزه ښه والي لپاره به ممکنه هڅې کوي.
تر دې وړاندې طالبانو د امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یوه پلاوي هم دوحه کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو له استازو سره کتلي وو.
طالبان وايي نړيوالو ته يې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي.
د افغانستان لپاره د اروپايي پارلمان استازي ون برنډټ د دې ليدنې په اړه ويلي، چې طالب پلاوي د ښځينه او نارينه دواړو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو تر څنګ اوسني اساسي قانون ته د درناوي ژمنه وکړه.
نوموړي پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې له طالبانو سره د بشري حقونو، ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري مرستو، د وروستيو خپلسرو نيونو او ګواښونو په اړه خبرې شوې دي.
د اميرخان متقي په مشرۍ د طالبانو لوړ پوړي پلاوی دوې ورځې وړاندې د خلیجي هېوادونو، اروپايي ټولنې او له هغو دیپلوماتیکو استازو سره چې له قطره فعالیت کوي د خبرو په موخه دوحې ته تللی دی.
تر دې وړاندې ښاغلی متقي د یو پلاوی په مشرۍ ناروی ته تللی و او هلته یې د هغو هېوادونو له استازو سره ولېدل چې د افغانستان د پخواني حکومت اصلي مرسته کوونکي وو.










