کرېکټ: جاس بټلر د انګلنډ لوبډلمشر په توګه پر خپل رول له سره غور کوي

عظمت الله عمرزی د لاهور په قذافي لوبغالي کې د انګلنډ جو بټلر د وېکټې له ترلاسه کولو وروستي خوښي څرګندوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عظمت الله عمرزی د لاهور په قذافي لوبغالي کې د انګلنډ جو بټلر د وېکټې له ترلاسه کولو وروستي خوښي څرګندوي.

د چیمپینز ټرافي یا اتلانو جام له سیالیو د انګلنډ کرېکټ لوبډلې له بهر کېدو وروسته د دې هېواد لوبډلمشر جاس بټلر وايي، راتلونکیو اونیو کې به د سپین توپ برخه کې د انګلنډ لوبډلمشر په توګه د خپل رول په هکله له سره غور کوي.

دی وايي، غواړي پوه شي، چې د ده رول ''د ستونزې د هواري برخه ده او که د ستونزو راپیدا کېدو لامل دی''

انګلنډ لوبډلې تېره ورځ په لاهور کې د افغان لوبډلې له لاسه په اتو منډو ماتې وخوړه او له دې سره د چیمپینز ټرافۍ له سیالیو بهر شوه.

دا په ۲۰۲۳ کال کې د کرېکټ نړیوال جام او بیا تېر کال د دې ۲۰ اووریزو له بڼې وروسته د انګلنډ لپاره د جاس بټلر په لوبډلمشرۍ کې سپین توپ سیالیو درېیمه ناکامي وه.

۳۴ کلن بټلر په دې هکله وايي: ''موږ پر ټولو امکاناتو باید غور وکړو او د انګلنډ کرېکټ بېرته هغه ځای ته ورسوو، چې باید موږ د سپین توپ برخه کې پکې واوسو. زه شخصا باید په دې هکله کار وکړم (چې پوه شم) ایا زه د حل برخه یم او که د ستونزې لامل یم''

دی زیاتوي، ''زه دلته هېڅ احساساتي پرېکړه نه کوم. زه به شخصاً په دې هکله د کار لپاره یو څه وخت واخلم او مسوول کسان به هم خپل نظر ولري.''

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

انګلنډ لوبډله هند لوبډلې ته د یوې لوبلړۍ له بایلود وروسته چیمپینز ټرافۍ ته راغله او اوس یې د تېرو ۱۶ یوه ورځنیو څه ۱۲ لوبې بایللې دي.

بټلر له افغان لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته له وتلو مخکې ویلي و، پوهېږي چې په راتلونکي کې دی ښايي له احتمالي خطر سره مخکې وي، خو له هر ډول پایلې سره سره یې له خپل روله خوند اخیستی.

دی وايي:

''پوهېږم ډېر خلک فکر کوي، چې لوبډلمشري راته ښه نه ده، خو ما ترې خوند اخیستی. کله نه کله دا درنه تمامېږي، خو موږ غواړو ګټونکې لوبډله واوسو.''

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

انګلنډ به پر شنبه په ګروپي سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه پر شنبه د سویلي افریقا پر وړاندې کوي.

له هغه وروسته به انګلنډ په خپل کوربتوب د ویسټ انډیز خلاف د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د راتلونکې مې میاشتې پر ۲۹مه پیلوي.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام له ګټلو وروسته انګلنډ لوبډلې د ګټلو ۲۹ لوبو پرتله ډېرې (۲۹) لوبې بایللې دي. د بټلر په لوبډلمشرۍ کې چې په ۲۰۲۱ کې یې د این مورګن ځای ونیو، د ۲۰۲۲ ټي-۲۰ نړیوال جام یې وګاټه، دوی له ۳۸ یو ورځنیو لوبو ۱۴ ګټلې دي.