چمپینز ټرافۍ کې د انګلنډ پر وړاندې د افغانستان تاریخي بریا ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اتلانو جام یا چمپینز ټرافۍ سیالیو په یوه په زړه پورې لوبه کې انګلنډ ته په ۸ منډو ماته ورکړه او په دې توګه یې دغو سیالیو کې له مخکې تګ هم راوګرځوله.
د افغانستان له دوو پخوانیو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي رانیولې د طالبانو حکومت تر ځینو چارواکو، د سچن ټنډولکر او شعیب اختر په څېر ګڼو پخوانیو او اوسنیو پېژندل شویو کرېکټ لوبغاړو، او د نړۍ په کچه د کرېکټ ځینو پېژندل شویو مبصرینو د انګلنډ پر وړاندې د افغانستان دا تاریخي بریا ستایلې او افغان لوبډلې ته یې مبارکي ویلې ده.
همدا راز په افغانستان، پاکستان او نوره نړۍ کې د افغان کرېکټ لوبډلې او لوبغاړو ملاتړو او مینهوالو هم دا بریا په اتڼونو او د خوښۍ په مراسمو نمانځلې ده.
د چمپینز ټرافۍ سیالیو کې د افغانستان لومړۍ بریا ته د دومره پراخو غبرګونونو یو لامل دا ښودل کېږي، چې تر دغو سیالیو وړاندې بریتانیا کې د انګلنډ او ویلز له کرېکټ بورډ غوښتل شوي وو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو له کبله دې له افغان لوبډلې سره دا او نورې لوبې نه کوي.
بل لامل یې ښایي دا وي چې د دغو سیالیو کوربه پاکستان او بنګلهدیش وار دمخه په اتلانو جام کې له مخکې تګ پاتې شوي وو او د هند ترڅنګ افغانستان دویمه اسیايي لوبډله ده چې لا نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس لري.
تر دغو غبرګونو وړاندې پر تم کېږو چې د افغانستان او انګلنډ ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافۍ اتمه سیالي څنګه وه او دا چې افغانستان نیمه پایلوبې ته د وتلو څومره چانس لري.
د ابراهیم ځدراڼ ۱۷۷ منډې او ریکارډونه

د عکس سرچینه، ACB
افغان لوبډلې د چارشنبې پر ورځ د انګلنډ خلاف لوبه کې د ابراهیم ځدراڼ د ۱۷۷ منډو په مټ د اوو وېکټو په سوځېدو سره ۳۲۵ منډې وکړې خو په ځواب کې یې د انګلنډ ټوله لوبډله په ۳۱۷ منډو وسوځېده.
ځدراڼ په دې توګه د چمپینز ټرافۍ د سیالیو په تاریخ کې د یو لوبغاړي لخوا په یوه لوبه کې د ډېرو منډو ریکارډ چې ۱۶۵ و او همدا څو ورځې وړاندې د انګلنډ 'بېن ډکټ' د استرالیا خلاف جوړ کړی و، مات کړ.
دی همدا راز لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام ترڅنګ د ایسيسي په یوه بل ستر جام کې هم سلیزه کوي.
د ابراهیم ۱۷۷ منډې په یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د یوه افغان لوبغاړي لخوا تر ټولو ډېرې منډې هم شوې.

د عکس سرچینه، ACB
د ځدراڼ ترڅنګ عظمت عمرزي هم، چې په دې وروستیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍ غوره لوبغاړی اعلان شو، د افغانستان په دې بري کې مهم رول درلود.
هغه په توپوهنه کې ۴۱ چټکې منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې د انګلنډ ۵ لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله به سبا 'جمعه د فبرورۍ ۲۸مه' د لاهور په همدغه قذافي سټډیم کې د استرالیا پر وړاندې لوبه کوي او هره لوبډله چې یې وګټي، نو نیغه په نیغه به بل پړاو یا نیمه پایلوبې ته لار مومي.
افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې استرالیا ماتې ته ډېره نږدې کړې وه، خو د مکسویل د ۲۰۰ منډو تاریخي توپوهنې وژغورله. خو افغان لوبغاړو تېر ۲۰۲۴ کال په شل اوریز نړیوال جام کې په یوه ډول خپل غچ واخیست، استرالیا یې ماته او نیمه پای لوبو ته له تګ راوګرځوله.
د یادونې ده چې استرالیا تر دې دمه په دغو سیالو کې دوه لوبې کړي، چې له انګلنډ څخه یې ګټلې او سویلي افریقا سره یې لوبه د باران له کبله ونه شوه. افغانستان بیا له انګلنډ د لوبې تر ګټلو مخکې خپله لومړۍ لوبه سویلي افریقا ته بایللې وه.
غبرګونونه: 'پاکستاني توپوهونکي دې له افغان لوبغاړو زدکړه وکړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ نړۍ پېژندل شوې څېرې او د هند ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر د افغانستان له بریا وروسته د خواله رسنیو یوه پیغام کې لیکلي چې "په نړیوال کرېکټ کې د افغانستان پرله پسې او دوامدار پرمختګ الهام بخښونکی دی! تاسې نور د دوی بریاوې ناهیلي نشئ بللی، دوی اوس دا [بریاوې] خپل عادت ګرځولی دی."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ټنډولګر د ابراهیم ځدراڼ او عظمتالله عمرزي د ښې لوبې یادونه هم کړې او لیکلي یې دي، چې "تاسې افغانستان ته یوه بل یادګاري بری راوړ."
د پاکستان شعیب اختر هم چې په خپل وخت کې د نړۍ تر ټولو چټک بالر او اوس د کرېکټ مبصر دی، د افغانستان لوبډله ستایلې ده. هغه د انګلنډ او افغانستان د لوبې پر مهال پر خپله اېکس پاڼه پرله پسې څو ویډیوګانې خپرې کړې او افغان لوبغاړي یې پکې وستایل.
شعیب اختر وايي، دی پر دې بریا د "زړه له تله خوښ دی"، افغانستان یې د خوښې لوبډله ده او دا چې د افغان لوبغاړو زیار، یووالي، وړتیا او حوصلې ته چې ګوري نو باورمن دی چې استرالیا هم ماتولی شي.
هغه افغانستان کې د کرېکټ د ډېرو محدودو امکاناتو یادونه کړې او دا یې هم ویلي، چې "پاکستاني توپ وهونکي باید له افغانستانه یوه څه زدکړه وکړي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
پر شعیب اختر سربېره د راشد لطیف او احمد شهزاد په ګډون ځینو نورو مخکینیو پاکستاني لوبغاړو هم د افغان لوبغاړو وړتیا، زیار او هېواد لپاره ګډې هلې ځلې ستایلې دي.
د انګلنډ د کرېکټ پخواني لوبډلمشر 'مایکل وا' هم د افغان لوبډلې لوبه ستایلې او لیکلي یې دي، چې 'کاملآ د دې بریا وړ او مستحقه وه'.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3

د عکس سرچینه، ACB
له دې سره د کرېکټ دوو پېژندل شویو هندي مبصرینو هارشا بهوګلې او راوي شاستري هم دې بریا ته غبرګون ښودلی.
راوي شاستري چې کلونه کلونه د هند د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی پاتې شوی، افغان لوبغاړو ته خطاب کې لیکلي چې "کمال مو وکړ."
هارشا بهوګلي بیا لیکلي، چې د یوې "لوبډلې په تړاو د قضاوت ښه لاره دا ده چې وګورو لوبغاړي یې ښه کېږي که نه."
هغه د ابراهیم ځدراڼ او عظمتالله عمرزي لوبه ستایلی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان کرېکټ بډای کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
د کرېکټ مشهور ویسټ اېنډیزي مبصر او پخواني لوبغاړي یان بیشپ بیا له دې سیالۍ وروسته له عظمتالله عمرزي سره لوبغالي کې یو اخیستی عکس پر خپله اېکس پاڼه خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د کال اوسني غوره کرېکټر نن خپل مهارتونه وښودل.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 5
د کرېکټ نړۍ د دغو پېژندل شویو څېرو پر ستاینو سربېره د افغانستان دوو پخوانیو ولسمشرانو هم پرې دې بریا خوښي ښودلې او افغان لوبډلې ته یې د نورو بریانو هیله څرګنده کړې.
پخواني ولسمشر اشرف غني د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي: "د کرېکټ اتلانو جام کې د خپلو اتلانو په ځلاند بري ټولو هېوادوالو، په تېره د کرکټ مینه والو او د خپلې ملي لوبډلې هر یوه غړي ته له ولولو ډکې مبارکۍ رسوم."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 6

د پوسټ X پای, 7
بلخوا د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس احمدالله وثیق بیا د مبارکۍ تر څنګ لیکلي: "د افغانستان کرېکټ ټيم مغرور انګلينډ ته سخته ماته ورکړه. افغان لوبغاړو نن خپله وړتيا وښودله، توپوهنه او ټولونه کې يې خپل مهارت ښکاره کړ."
پر دې سربېره قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته د طالبانو حکومت لخوا نومول شوي استازي سهیل شاهین لیکلي،" دا ستره بریا دې د ملي لوبډلې اتلانو، هېوادوالو او مینه والو ته مبارک وي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 8
له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د امریکا پخواني ځانګړي مرکچي زلمي خلیلزاد، د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او امریکا کې د پوهنتون استاد علي احمد جلالي، د جمهوریت پر مهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر او پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون ګڼو نورو سیاسي او ټولنیزو څېرو هم پر خواله رسنیو د دې بریا د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 9
له دې سره د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې عامو افغانانو هم دا بریا نمانځلې ده. له ځينو سیمو ان د خوښۍ د ډزو راپورونه هم وکړل شوي.
هممهاله د پاکستان او خلېج هېوادونو په ځینو ښارونو کې مېشتو افغانانو او د افغان لوبډلې او لوبغاړو مینهوالو هم پر دې بریا د خوښۍ اتڼونه کړي.