کرېکټ؛ سویلي افریقا، افغانستان او جنتن تروټ

Cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي بي سي پښتو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال شل اووریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له سویلي افریقا سره مخامخ ده.

دې سیالۍ ته یوازې څو ساعته پاتې دي او لیدو ته یې یوازې په دغو دوو هېوادونو کې نه، بلکې د نړۍ لروبر میلیونونه کسان منتظر دي.

د دغه انتظار غټ لامل ښايي پخپله د نیمه پایلوبې د اهمیت وي، خو ګڼ نور عوامل هم شته.

د افغانستان کرېکټ په ډېره لنډه موده کې او پر نشت له حسابو امکاناتو سره د لسیزو لسیزو واټن وهلی.

افغان لوبغاړو او لوبډلې د استرالیا، نیوزیلنډ، ویسټ اېنډیز، شري لنکا، پاکستان، او بنګله دېش په څېر د کرېکټ نړۍ د پیاوړو او نوموتو لوبډلو له منځه د روان نړیوال جام پایلوبې ته په رسېدو سره نوی تاریخ جوړ کړی دی.

همدا تېر کال د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې د دریو پخوانیو اتلو لوبډلو (انګلنډ، پاکستان او شري لنکا) ماتولو هم افغانستان د خبرو، خبرونو او تبصرو سرټکی ګرځولی و.

خبره چې د لوبډلې راځي، نو په لویه کې روزونکي هم پکې شاملېږي او د دغو دواړو نړیوالو جامونو له ویاړه په ډک سفر کې 'جنتن تراټ' د افغان لوبډلې مشر روزونکی دی.

دا چې هغه پر افغانستان سربېره له سویلي افریقا سره څه اړیکه لري، د همدې لیکنې پای کې پرې تمېږو.

خو پیل د افغانستان له لوبډلې کوو:

افغانستان

cricket

د عکس سرچینه، ACB

افغانستان له ۲۰۰۱ کال کې د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي‌) افېلیټ یا اوړند او د ۲۰۱۷ کال په همدغې جون میاشت کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

خو په ډومره کمه موده کې د افغان لوبډلې چټکه وده او سترې لاسته راوړنې د دې لامل شوې، چې د ډېرو پام ور واوړي، ګڼ مینه وال پیدا کړي، لیکنې پرې شوې او ان مستند فلمونه پر جوړ شي.

دا له کړاوه ډک خو بریالی مزل د افغان کرېکټرانو یوه داسې نسل را پیل کړی چې ګڼو یې په خپل شخصي ژوند کې هم ډېرې لوړې ژورې، سختۍ، کډوالۍ او کړاو تجربه کړی دی.

خو افغانستان اوس په نړۍ کې د کرېکټ مینه‌والو ته د راشد خان، محمد نبي، ګلبدین نایب، فضل حق فاروقي، نوین الحق، رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او نور په څېر ستوري وپېژندلي چې هر یو یې د نړۍ لروبر بې شمېره مینوال لري او غواړي د لوبې په ډګر کې یې وګوري.

cricket

د عکس سرچینه، ACB

دغه لوبغاړي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرېکټ د سترو سوداګریزو لیګونو لویه برخه جوړوي او سیالیو ته ښکلا وربخښي.

دا ویاړلی مزل داسې حال کې پیل او تر دې ځایه را رسېدلی په افغانستان کې د نورو ټولو برخو په څېر پر کرېکټ هم کومه ستره پانګونه نه ده شوې او که امکانات یې له نورو هېوادونو سره پرتله شي، پر هېڅ حساب دي.

خو د افغانستان کرېکټ له یوه اړخه ډېر بډای دی. هغه ځوانه، خواریکښه او با استعداده قوه ده.

دا تمه بې ځایه نه ده چې افغانستان به راتلونکو کلونو کې د پورته یادو شویو لوبغاړو په څېر ګڼ نور ستوري هم د کرېکټ نړۍ ته وړاندې کړي.

سویلي افریقا

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

سویلي افریقا هم د کرېکټ ډېر اوږد او له ویاړه ډک تاریخ لري. دغه هېواد له څه باندې یوې پېړۍ (۱۹۰۶ کال) راهیسې د "ای‌سي‌سي" بشپړ غړی دی.

سویلي افریقا له ۱۹۹۱ راهیسې یو ورځنی کرېکټ کوي او په دغو په باندې دریو لسیزو کې تل د استرالیا، انګلنډ، نیوزیلنډ، هند او وېسټ اینډیز په څېر د سر په غوره لوبډلو کې پاتې شوې.

دغه هېواد په همدا تېر لنډ وخت کې د کرېکټ نړۍ ته د اې‌بي ډېوېلرز، هاشم املا، جک کالېس، هرشل ګېبز، شان پالک، مارک بوچر، انلډ ډونلډ، لانس کلوزنر، ډېل سټین، کیون پیټرسن، ډیویډ مېلر، مورن مورکېل، او عمران طاهر او په څېر ګڼ ستوري وړاندې کړي چې هر یو یې د نړۍ لروبر بې شمېره مینوال درلودل/لري. اوسنی ډېکوک او نور یې په خپل ځای.

په کرېکټ کې د سویلي افریقا پیاوړتیا له دې ښه جوتېدای شي، چې دا نهم ځل دی چې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو په نړیوالو جامونو کې نیمه پایلوبې (سیمې فاینل) ته رسېږي.

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

خو له دومره پېژندل شویو او پیاوړو لوبغاړو او اوږدې مخینې سره سره تر اوسه د کرېکټ په یوه نړیوال جام کې هم له نیمه پایلوبې مخ ته نه ده تللې.

ډېر وايي، قسمت ورسره پایلوبو ته په رسېدو کې ملتیا نه کوي – خو نور بیا وايي د سویلي افریقا لوبغاړي د نیمه پایلوبو له فشاره نشي وتی او په عامه ا صطلاح "پښې یې لړزېږي".

د ۱۹۹۲ په یو ورځنیو نړیوال جام کې یې سیم فاینل په وروستیو اورونو کې د باران له کبله د انګلنډ په ګته فیصله شو. (هغه وخت 'ډک‌ورت لیوس سټرېن' یا DLS مېتود نه و او له همدې لوبې وروسته جوړ شو.)

په ۱۹۹۹ کې یې نیمه پایلوبه استرالیا ته په مساوي یا برابرو منډو ځکه وبایلله چې د ۶ غوره لوبډلو (سوپر ۶) پړاو کې یې ترې ډېرې لوبې ګټلې وې. (هغه وخت د سوپر اوور سیستم نه و)

او په ۲۰۱۵ کې یې له نیوزیلنډ سره نیمه پایلوبه بیا باران ومینځله.

ایان جنتن لیونارډ تراټ

cricket

د عکس سرچینه، ACB

دا چې له سویلي افریقا سره به دا ځل د افغانستان خلاف په نیمه پایلوبه کې قسمت څومره مل او لوبغاړي یې له فشار وتلي وي، دا به څو ساعته وروسته لوبه مالومه کړي. خو تر هغه وړاندې په دې تړاو د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي 'جنتن تراټ' څرګندونو د ډېرو پام ور اړولی.

هغه ویلي "موږ نیمه پایلوبې ته له وېرې او د سیمې فاینل په تړاو له کومې مخینې پرته ورځو. دا موږ لپاره یوه نالیدلې [ناتجربه کړې] سیمه ده."

ډېرو دا څرګندونې له سویلي افریقا سره ذهني لوبه او هغوی ته په نیمه پایلوبو کې د دوی د کاواکه مخینې د ور په زړه کولو هڅه بللې ده.

دا څرګندونې ښايي جالبې وي، خو ایا پر دې پوهېدی چې 'ایان جنتن لیوارډ تراټ' پخپله د سویلي افریقا پلازمېنه کېپ‌ټاون کې په خټه یوه انګریزه کورنۍ کې زېږېدلی او سویلي افریقا لپاره یې د ۱۵ کلنو او ۱۹ کلنو په لوبډلو کې لوبې هم کړې دي؟

cricket

د عکس سرچینه، ACB

هغه له ۲۰۰۷ کال راوروسته د بریتانیا ملي لوبډلې لپاره لوبې پیل کړې.

ګڼو افغانانو په ډېرو مهمو سیالیو او ان د لوبو د ډېرو حساسو شېبو پر مهال د نوموړي ارام او جدي شخصت او دې ته په کتلو چې تل یې قلم او کتابچه په لاس کې وي، د 'استاد' نوم ورکړی دی.

ایا پر دې هم پوهېږئ چې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د بټنک یا توپوهنې اوسنۍ روزونکی 'اندریو پوټیک' هم د سویلي افریقا او د دغه هېواد مخکینې لوبغاړی دی؟

ښايي همدا وي چې ډېر خلک کرېکټ لوبه د نړۍ د وګړو ترمنځ د واټن لمنځه وړلو، نږدې کېدو او په هېوادونو کې د خلکو د یووالي یوه وسیله ګڼي.