د طالبانو حکومت ایراني بازارونو کې له ایرانه د وارد شویو زعفرانو بېرته پلورلو ادعا رد کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یوه ایراني چارواکي هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې و، افغانستان له ایرانه زعفران اخلي او په ایراني بازارونو کې یې پلوري.
د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي فرید منوچهري د دغه هېواد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په ۱۴۰۲ هجري کال کې څه د پاسه ۲۱۷ ټنه زعفران صادر شوي چې د صادراتو ترټولو ستر بازار یې متحده عربي امارات او چین دي او هسپانیا، افغانستان او قطر د ایران د زعفرانو سیالان دي.
هغه ادعا کړې چې افغانستان ايراني زعفران پېرلي خو مصرف کړي یې نه دي، بلکې د خپل محصول په توګه يې ايران ته په لوړه بيه صادر کړي.
دغه ایراني چارواکي ادعا کړې چې افغانستان تېر کال ۴۰ ټنه ایراني زعفران اخیستي او بیا یې د ایران په بازارونو کې پلورلي دي.
خو د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ایران د زعفرانو د ملي شورا د منشي دغه ادعا ردوي او وايي، افغانستان ډېر ښه زعفران لري چې نړیوال شهرت لري، او هېڅکله به د بل هېواد زعفران د خپل هېواد له هغو سره ګډ نه کړي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي دي.
دی وايي: ''د افغانستان په زغفرانو کې هېڅ ډول نور زغفران نه دي ګډ. افغانستان ډېر ښه او عالي زغفران لري چې په نړیوال بازار کې له نیک نومه برخمن دی،ې اول مقام یې خپل کړی دی. موږ دې ته اړتیا نه لرو چې د نورو هېوادونو زغفران د افغانستان له زغفرانو سره مکس کړو چې ښه تجارت وکړای شو. برعکس زموږ د زغفرانو سوداګري ډېره ښه او هیله من یو چې په راتلونکي کال کې به مو هم حاصلات ښه وي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا د دغه هېواد په لوېدیځ هرات کې د زعفرانو کښت زیات شوی او کروندګر یې د زعفرانو کښت ته مخه کړې ده.
افغان زعفرانو د څو کلونو لپاره په پرله پسې توګه په نړیوالو نندارتونونو کې د کیفیت له پلوه لومړی مقام ګټلی و.
هممهاله د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي زیاته کړې چې نور هېوادونه لکه متحده عربي امارات، هسپانیه او چین هم د ایران زعفران اخلي او په خپل نوم یې بیا بسته کوي او د نړۍ په بازارونو کې یې پلوري.
هغه وايي هسپانیه په ټوله اروپا او حتا په عربي هېوادونو او امریکا کې په چینايي پلورنځیو کې له نوي بسته بندۍ سره ایراني زعفران وړاندې کوي چې اوس ډېری مصرف کوونکي یې ایران د لوی تولیدونکي په توګه ونه پیژني.











