د 'اومای' مشهورې لوحې پېرلو ته ۵۰ میلیون پونډه راغونډ شوي

د عکس سرچینه، GETTY AND NATIONAL PORTRAIT GALLERY
د بریتانیا (نېشنل پورټرې ګلري) موزیم د مای (اومای) د هغې هنري لوحې په ترلاسه کولو توانېدلی چې هنرمن جوشوا رینولډز رسم کړې ده. ددغې لوحې د ترلاسه کولو لپاره په امریکا کې له (ګیټي) موزیم سره په مرسته بسپنه راغونډه شوې ده.
موزیم ۲۵ میلیون سټرلینګ پونډه راغونډ کړي، دا هماغه قېمت دی چې (ګیټي) موزیم راغونډ کړي وو.
دا لوحه په ۲۰۰۱ کال په یوه بولۍ کې پېرل شوې ده او په وروستیو کې د ۵۰ میلیون سټرلینګ پونډو په ارزښت خرڅلاو ته وړاندې شوې.
اوسمهال به دا لوحه په بریتانیا کې د مشترک ملکیت تر څار لاندې هندري موزیمونو کې وړاندې کېږي.
د مای (اومای) دا هنري لوحه د بریتانیا د ستر هنرمن رینولډز تر ټولو ښکلو لوحو ده.
د بریتانیا حکومت له هېواده بهر د پېر او پلور لپاره پر دغې لوحې د ایستلو بندیز لګولی و.
د (نېشنل پورټرې ګلري) موزیم مشر نیکولاس کولینان ویلي: "د مای دا کمیابه لوحه چې رینولډز رسم کړې ده د مي موزیم تر ټولو ارزښتناکه ټوټه ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
عام خلک به د جون پر ۲۲مه له پرانیستل کېدا وروسته دا لوحه د لندن نېشنل ګلري موزیم کې وکتلی شي.
د بریتانیا نورو برخو کې به هم موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شي.
په لومړي ځل به په ۲۰۲۶ کال دا هنري ټوټه د امریکا (جې پال ګیټي) موزیم کې هم نندارې ته وړاندې شي.
دا هغه وخت دی چې د لاس انجلېس به د ۲۰۲۸ کال د اولمپیک لوبو ګوبتوب هم کوي.
دا لوحه د مای په نامه د یوه کس کښل شوې څېره ده چې انګلستان کې په (اومای) مشهور و، اصلاً د فرانسې د اوسني ټاپو پولینیزیا اړوندې رایاتیا ټاپو اوسېدونکی و، له هېتي نه یې انګلستان ته د کپټان جیمز کوک په ملګرتیا سفر کړی و.
دی د ۱۷۷۴ او ۱۷۷۶ کلونو ترمنځ لندن کې اوسېدلی چې پاچاهانو او نجیبو خلکو خپل ملاقات ته وربللی او دی هم ورسره مشهور شوی.
مای په ۱۷۷۷ کال خپل هېواد ته ستون شو او دوه کاله وروسته ومړ.
رینولډز د شاهي اکاډیمۍ لومړنی مشر تېر شوی چې د بریتانیا موزیم ډېری دېوالونه دده په هنري ټوټو پټ شوي. په ۱۷۶۹ کال دریم پاچا جورج هغه ته یو مډال هم ورکړ.
دی په ۱۷۹۲ کال مړ او او د پولس په کاتدرال کې خاورو ته وسپارل شو.











