پوتین: روسیه اوکرایین سره د سولې له خبرو انکار نه کوي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې ولسمشر ولایمیر پوتین ویلي چې دی له اوکرایین سره د سولې د خبرو نظر نه ردوي.‌

هغه په سن پیترزبورګ کې د افریقايي هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې وروسته ویلي، د افریقا او یا چین د سولې نوښت دې راز خبرو ته بنسټ برابرولی شي.

خو ولسمشر پوتین زیاته کړې په داسې وضعیت کې چې د اوکرایین د پوځ عملیات روان وي، د اوربند عملي کېدل ستونزمن دي.

کیېف او مسکو مخکې ویلي وو چې د ځینو مشخصو شرطونو له منل کېدو پرته د خپلمنځي خبرو اترو مېز ته نه کیني.

اوکرایین غواړي چې پولې دې یې د ۱۹۹۱ کال حالت ته وګرځي، خو کرېلمین له دې غوښتنې سره چورلټ مخالف دی.

د روسیې ټینګار پر دې دی چې که کیېف خبرې غواړي، نو باید "نوی ځمکنی واقعیت" ومني.

ښاغلي پوتین بېګاه ناوخته خبري کنفرانس ته په خبرو کې دا هم وویل چې دمګړۍ د دوی لخوا د اوکرایین لومړیو کرښو کې د جګړې او فعالیتونو د شدت څه پلان نشته.

هغه دلته همدا راز له دې ادعا سره په روسیه کې د ځینو نیوکګرو د نیول کېدو ننګه وکړه، چې ګوندې ځینې کسان له دننه روسیې ته زیان رسوي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، OFFICE OF THE PRESIDENT OF UKRAINE

د عکس تشریح، کیېف وايي ځواکونو د سویل جبهه کې پرمختګ کړی

د روسیې ولسمشر په دې خبري غونډه کې پر بېلابېلو مسایلو وغږېده.

هغه رسینو ته وویل چې مسکو د روانې میاشتې لومړیو کې د کرایمیا پر پله له چاودنې وروسته د نورو بریدونو مخنیوي لپاره ځینې هوايي ګوزارونه وکړل.

د کرایمیا پر پله برید کې دوه کسان وژل شوي او ښاغلي پوتین یې د ځواب ویلو ګواښ کړی و.

کیېف تر اوسه رسمآ نه ده تایید کړې چې دغه برید دې دوی کړی وي.

د روسیې او افریقايي هېوادونو د مشرانو دا لیده کاته داسې مهال دي چې تېره میاشت هم د اوو افریقايي هېوادونو مشرانو او استازو لومړی د اوکرایین او بیا د روسیې له ولسمشر سره کتلي وو.

دوی که څه هم په دې جګړه کې بې‌طرفه پاتې شوي، خو وايي زیان یې ځکه ور رسېږي چې ګڼ افریقايي هېوادونه د کرایین او روسیې پر غلو دانو متکي دي او که ور ونه رسېږی، میلیونونه کسان به له لوږې سره مخامخ شي.‌

بلخوا پوتین د سولې له مذاکراتو د انکار نه کولو خبره داسې مهال کړې چې د اوکرایین پوځ په دې وروستیو کې د ځینو پرمختګونو خبر ورکړی.

کیېف وايي‌ ځواکونو یې په ځانګړي ډول سویل ختیځ کې پرمختګ کړی.

د اوکرایین تازه پېښې

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د اوکرایین کورنیو چاور وزارت وايي په شمال ختیځ سومي ښار کې د روسیې په یوه تازه راکټي برید کې لږترلږه یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

دغه وزارت ویلي‌ دغه توغندی د شنبې ماښام مهال د یوه ښوونیز انسټیټیوټ پر ودانۍ لګېدلی دی.‌

بي‌بي‌سي په خپلواک ډول دغه مالومات نشي تاییدولی.

زاپوریژیا کې هم د شنبې پر ورځ د یوه توغندي لګېدو مرګژوبله اړولې ده.

ځايي‌ اوکراییني‌ چارواکو ویلي چې دغه توغندی په یوه پرانیستې سیمه کې پرېتوتی، دوه کسان یې وژلي او یو بل ټپي‌ شوی دی.

له دې سره هممهاله د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي بخموت ته نږدې له خپلو ځانګړو ځواکونو سره کتلي.

دغه ښار چې روسي ځواکونو په تېره مې میاشت کې ونیو، د ډېرو خونړیو نښتو شاهد پاتې شوی.

اوس اوکراییني چارواکي وايي ځواکونه یې بېرته کرار کرار د دغه ښار پر لور پرمختګ کوي.‌