د اوکرايين ځوابي عمليات؛ روسيه يې د پرمختګ مخه نيسي

د ویډیو تشریح، د اوکرايين ځوابي عمليات؛ روسيه يې د پرمختګ مخه نيسي

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي د خپلو سرتېرو یوه ویډیو خپره کړې چې سرتېري له ملي بیرغ سره ښکاري او ادعا کوي چې د زاپوريژیا ختیځ کې د سټارومیورسک کوچنی کلی یې نیولی دی.

خو د اوکرایین په جنوب کې د روسي ځواکونو پر ضد د اوکرایین د پوځي عملیاتو مشر جنرال بي بي سي ته ویلي د روسیې پیاوړې دفاعي کرښې او هغه سیمې چې په ماینونو یې پوښلې دي د ده د ځواکونو لپاره مخ پر وړاندې تګ ستونزمنوي.

اوکراییني ځواکونو د جون په پیل کې د خپل ځوابي عملیاتو له پیل راهیسې یو څه خاوره نیولې ده خو د روسیې دفاع پرمختګ ورو او ستونزمن کړی دی.