پوتین وايي، چین د اوکرایین په هکله 'اندېښنه' لري

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره په مخامخ لیدنه کې منلې، چې چین د اوکرایین جګړې په هکله 'اندېښنه ' لري.
دا پر اوکرایین د روسي پوځونو له یرغل وروسته د دواړو ولسمشرانو تر منځ لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.
خو په ورته مهال په ازبکستان کې د خبرو پر مهال ولسمشر پوتین له دې کبله د چین مننه وکړه، چې په وینا یې 'په انډول برابر دریځ لري ' او په وینا یې د امریکا هغه هڅې به ناکام شي چې 'په بېلا بېلو لوریو وېشلې نړۍ غواړي. '
د چین ولسمشر شي جین پینګ بیا وايي، غواړي د 'یوه پیاوړي قدرت ' لرونکې روسیې سره په ګډه فعالیت کول غواړي.
چین پر اوکرایین د روسیې یرغل نه تاییدوي، خو له کله چې دا یرغل پیل شوی، له روسیې سره یې سوداګري او نوره راکړه، ورکړه ډېره کړې ده.
دواړو مشرانو د په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې په څنډو کې داسې مهال لیدنه کړې، چې د اوکرایین جګړه خورا حساس پړاو ته رسېدلې او روسي پوځیانو یو شمېر نیول شوې سیمې بېرته له لاسه ورکړې دي.
ښاغلي پوتین ښاغلي شي ته وویل: ''موږ د اوکرایین بحران لړ کې د خپلو چینايي دوستانو د دریځ قدر کوو، چې په انډول برابر دی. ''
نوموړي په ورته مهال وویل، چین د اوکرایین وضعیت په هکله ''پوښتنې او اندېښنې '' لري، چې په خبره یې دی پرې پوهېږي.
ښاغلي پوتین زیاته کړه: ''د نن په غونډه کې به له شکه پرته موږ خپل دریځ څرګند کړو. ''
پر اوکرایین له یرغل وروسته مسکو له لویدېځو هېوادونو سره د اړیکو له پلوه له سړې جګړې وروسته تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی او له همدې کبله په نړۍ کې د انرژۍ او سونتوکو بیې خورا لوړې شوې دي.
د همدې موضوع له کبله چین هم له ننګونو سره مخامخ دی، چې دا وروستیو کې یې د تایوان او بشري حقونو موضوعاتو پر سر له لوېدیځو هېوادونو سره اړیکي خړپړ شوي دي.
ښاغلي شي او ښاغلي پوتین په تېر کې لسګونه ځله له یوه بل سره لیدلي دي، خو وروستۍ خبرې یې په خورا غور سره څارل کېږی.
د دې دواړو هېوادونو تر منځ زیاتېدونکې راشه، درشه چې دوی یې د لوېدیځوالو غلبې پر ضد د یوه سنګر په توګه تعبیروي، په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له منځه تلو وروسته د نړیوال امنیت په لړ کې یو خورا مهم بدلون بلل کېږي.










