د سویلي افریقا ولسمشر پوتین ته: د اوکرایین جګړه باید پای ومومي

د عکس سرچینه، Reuters
د سویلي افریقا ولسمشر خپل روسي سیال 'ولادیمیر پوتین' ته ویلي چې اوکرایین کې روانه جګړه باید ختمه شي.
سېریل رامافوسا چې د سولې پر ماموریت راوتلی، د شنبې پر ورځ سن پیترزبورګ کې له ښاغلي پوتین سره کتلي دي.
له هغه سره په دغه ماموریت کې د شپږو نورو افریقايي هېوادونو مشران هم ملتیا کوي.
د روسیې ولسمشر دوی ته ویلي، چې اوکرایین تل د روغې جوړې له خبرو انکار کړی.
د یادونې ده چې دغو افریقايي مشرانو د جمعې پر ورځ کیېف کې له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره هم کتلي وو.
هغه دوی ته ویلي، له روسیې سره تر هغې خبرو ته نه کیني، چې د اوکرایین خاوره یې اشغال کړې وي.
د سویلي افریقا ولسمشر د سن پېترزبورګ د سفر پر مهال دا غوښتنه هم کړې چې دواړه خواوې باید د جګړې بندیان خوشې کړي او هغه ماشومان بېرته اوکرایین کې خپلو کورنیو ته وګرځول شي، چې روسانو بیولي دي.
د جرمنو نړیوالې محکمې د روسیې ولسمشر د دې لپاره پر جنګي جرمونو تورن کړی چې ځواکونو یې د یرغل پر مهال سلګونه اوکراییني ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړي دي.
ښاغلي پوتین د دغو ماشومانو په تړاو د افریقايي پلاوي خبرې د دې ادعا په مطرح کولو سره پرې کړې، چې ګواکې روسیې دغه ماشومان خوندي او ساتلي دي.
هغه وویل "ماشومان سپېڅلي دي. موږ د جګړې له سیمې وایستل، د دوی ژوند او روغتیا مو خوندي کړه."
خو ملګري ملتونه وايي په دې تړاو شواهد لري چې سلګونه اوکراییني ماشومان په ناقانونه توګه روسیې ته لېږدول شوي دي.
افریقايي مشران ولې اوکرایین کې ژر سوله غواړي؟

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي رامافوسا ولادیمیر پوتین سره کتنه کې د افریقا پر لویه وچه د اوکرایین جګړې د ناوړه اغېزو په تړاو خبرداری ورکړ.
نوموړي ټینګار وکړ چې دا ستونزه باید د دیپلوماسۍ له لارې هواره شي.
هغه وویل "جګړه د تل لپاره دوام نشي موندلی. ټولې جګړې باید بالاخره یوه پړاو کې پای ومومي او حل شي. موږ دلته د یوه خورا څرګند پیغام لېږدولو لپاره راغلي یو - دا چې، موږ غواړو دا جګړه پای ومومي."
د اوکرایین جګړې له دغه هېواده د غلو دانو او له روسیې د سرې صادرات پام وړ محدود کړي دي.
دې د ټولې نړۍ په کچه د خوړو بې ثباتي زیاته او په ځانګړې توګه افریقايي هېوادونه ځکه ډېر اغېزمن کړي، چې د اوکرایین پر غلو او غنمو یې تکیه ډېره وه.
د روسیې ولسمشر وايي د غلو دانو د کړکېچ لامل د اوکرایین جګړه نه، بلکې د لوېدیځو مشرانو تګلاره ده.
ښاغلي پوتین ویلي، د اوکرایین د هغو غمنو یوازې ۳ سلنه بېوزله هېوادونو ته ځي، چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یې د تور سمندر د بندرونو له لارې د صادرېدو هوکړه شوې ده.
مسکو له دې هم پرله پسې شکایتونه کوي چې د لویدیځ د بندیزونو له کبله یې خپل کرهنیز صادرات هم محدود شوي دي.
د کرېملین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، د غنمو د صادراتو تړون غځېدو ته دلیل نه شته، ځکه تر اوسه هغه کارونه نه دي شوي چې دوی سره یې ژمنه شوې وه.
افریقايي هېوادونه د اوکرایین جګړې په تړاو تر ډېره بې طرفه پاتې شوي او د روسیې ولسمشر یې دغه دریځ ستایلی دی.

د عکس سرچینه، SOUTH AFRICAN PRESIDENCY
د سولې پر ماموریت دغه راوتلي افریقايي پلاوي کې د سویلي افریقا، مصر، سېنېګال، کانګو، کومور (قمر ټاپوګانو)، زامبیا او اوګاندا استازي شامل دي.
دوی د جمعې پر ورځ د اوکرایین مشرانو سره لیدنې کتنې درلودې.
ښاغلي رامافوسا هلته خبرداری ورکړی و چې اروپا کې دې پیل شوې جګړې په افریقا کې له یو اعشاریه ۲ تر یو اعشاریه ۳ میلیارده خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.
د دوی دا سفر داسې مهال دی چې اوکرایین حکومت وايي د خپلو لاندې شویو سیمو بېرته نیولو لپاره یې ځوابي عملیات پیل کړي.
دوی په دغو عملیاتو کې د پرمختګونو ادعا هم کوي، خو روسیه وايي د اوکرایین ځوابي عملیات یې په شاه تمبولي او درنه مرګژوبله یې ور اړولې ده.











