پوتین لومړی ځل بیلاروس ته د اتومي وسلو لېږدول تائید کړل

د عکس سرچینه، Reuters
ولادیمر پوتین وايي، روسیې وار له مخه په بېلاروس کې د تکتیکي اتومي وسلو لومړنۍ جوپه ځای پر ځای کړې ده. د روسیې ولسمشر یوې غونډې ته وویل، دا وسلې به یوازې په هغه صورت کې کارول کېږي، چې د روسیې خاورې یا دولت ته ګواښ پېښ شي.
بل لور د امریکا متحده ایالتونه وايي، داسې هېڅ نښې، نښانې نه شته چې وښيي کریملین پر اوکرایین د برید لپاره د اتومي وسلو کارولو پلان لري.
د ښاغلي پوتین له دې څرګندونو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې هکله وویل: ''داسې هېڅ نښې، نښانې نه شته، چې روسیه د برید لپاره اتومي وسلې چمتو کوي. ''
د یادونې ده چې بېلاروس د ښاغلي پوتین نژدې اتحادي هېواد دی او روسیې پروسږ کال له همدې ځایه پر اوکرایین د پوځي یرغل لپاره کار اخیستی.
بل لور ولسمشر پوتین وايي، د اتومي سرګلولو لېږد چاره به د دوبي تر پایه بشپړه شي.
د سنټ پېټرزبرګ اقتصادي فورم په ترڅ کې ښاغلي پوتین د یوې پوښتنې په ځواب کې د دې چارې هدف ''دفاعي اقدام '' او د هغو کسانو یاداشت تازه کول دي، چې ''پر موږ د ستراتيژیکې ماتې تپلو خوبونه ویني. ''
له دې وروسته د پروګرام کوربه د دې وسلو د احتمالي استعمال په هکله پوښتنه وکړه، نو ښاغلي پوتین وویل: ''ولې به ټوله نړۍ ډاروو، ما مخکې هم ویلي چې د سخت ګام اخیستل یوازې په داسې صورت کې شوني دي، چې د یوه هېواد په حیث د روسیې وجود ته خطر متوجه وي. ''
تکتیکل اتومي وسلې کوچنۍ هستوي سرګلولې دي چې د جګړې په ډګر کې د کارولو یا کوچنیو دغه ډول بریدونو لپاره کارول کېږي. دا وسله په یوه لنډه ساحه کې د دښمن د هدفونو ویجاړولو لپاره داسې کارول کېږي، چې په پراخه کچه رادیواکتیف مواد نه خپروي.
دا ډول تر ټولو کوچنی سرګلوله لږ تر لږه یو کیلوټن زور لري، چې د یو زر ټنه چاودېدونکو توکو 'ټي اینډ ټي چې معمولاُ د باروتو په نامه یادېږي ' برابرېږي. داسې تر ټولو ستره سرګلوله بیا ان تر ۱۰۰ کیلوټنه پورې رسېږي. د یادونې ده، چې ۱۹۴۵ کال کې چې د امریکا متحدو ایالتونو د جاپان پر هیروشیما کوم بم غورځولی و، هغه ۱۵ کیلوټنه و.

د عکس سرچینه، Reuters
په پام کې ده، چې ولسمشر پوتین به په سنټ پېټرزبرګ کې له افریقايي مشرانو سره هم وویني، چې د روسیې او اوکرایین تر منځ د روغې، جوړې یوې هڅې لپاره دواړو هېوادونو ته تللي.
افریقايي مشرانو له دې مخکې د جمعې پر ورځ د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته د منځګړیتوب همداسې یو سفر درلود، خو په داسې حال کې چې دوی همالته و، روسي ځواکونو پر ښار بریدونه وکړل.









